تاند – د ټولنیزو رسنیو فعالانو او د اروپا د کډوالو په کمپونو کې مېشتو افغانانو د ولسمشرغني د هغې مرکې پر ضد چې د جرمني له بلډ ورځپانې سره یې کړې، سخت غبرګون او خفګان ښودلی دی.
یو شمېر کسانو ولسمشرغني او د هغه حکومت د امنیت په نه راوستلو او خلکو ته د کار د نه پیدا کولو له امله پړ بللی دی.
د جرمني راډېو د پښتو څانګې فیسبوک پاڼې له بلډ سره د ولسمشرغني د مرکې دا برخه را اخیستې چې وایي، «افغانان فکر کوي آلمان په سرو زرو فرش دی،»
د غني دې مرکې او پرې جوړ شوي راپور د هغو افغانانو تر منځ سخته غوسه پارولې، چې د اروپا د کډوالۍ زوروونکې پروسې چې یو شمېر کسان یې تدریجي مرګ بولي، سخت ځپلي دي.
همدارنګه، په افغانستان کې مېشتو د ټولنیزو رسنیو فعالانو هم د غني د دې مرکې پر ضد غبرګون ښودلی، او تر دې چې یو شمېر کسانو ولسمشر ته ناوړه الفاظ هم کارولي دي.
د احمد مرید په نامه یوه کس لیکلي، « دا منو چې د المان سړکونه په سرو زرو نه دې فرش ….خو په سرو وینو هم نه دې ککړ لکه ستا د کابل سرکونه چې د هر غریب افعان په وینو او مینځل شول،»
شاه جهان ساپي لیکلي، « اشرف غني ده أفغانستان سركونو باندي بمونه فرش دي لارو كي بمونه فرش دي، لږ دارگ نه راو،ځه نزدی کاپیسا تگاب ته راشه لری ولایتو ته مه ځه بیا ووایه مونږ به تا وم،نو سر به درباندی قربان کوو خپل اولادونه دی چیرته دي؟»
مصطفی خان لیکلي، «په دى هر سړى پوهيږي چى خارج په سروزرو ندى فرش مگر هلته نه انتحار شته نه انفجار نه رشوت شته نه لنډغري، نه جهل نه ظلم نه بيكارى او نه مدى غمونو ډكه ميديا نه اپين نه بويناكه خلك اوس پوه شوى چى خلك ولى تښتي، خلك له مفسدينو تښتي نه چى هلته سره زر دى خرو،»
محمد ستانکزي لیکلي، «دا خو يې هسې چټيات ويلي دي، خلک د سرو زرو لپاره نه، د ارام او سوله ييز ژوند لپاره وطن پريږدي، که نه د چا لوريږي چې خپل خپلوان پريږدي، مسافر شي او د منت او احسان لاندې ژوند وکړي. په وطن کې چې نه کلی په امن دی نه ښار، نه مکتب نه جومات، نه لوبغالی نه پنډغالی…. خلک څه وکړي، ټول خلک خو د ده او د ده د غلو وزيرانو او چارواکو په څېر د تورو شيشو په موټرو کې نشي ګرځېدلی او په کورونو وسله وال عسکر نشي درولی. دا اوس چې ورته لارې پيدا شي جرمني نه، هر بل وطن چې افغانانو ته ځای ورکړي خلک تښتي ځکه د هيچا خپل ځان په مرګ نه دی پيرزو، او داسې خبرې بايد داسې څوک وکړي چې په وطن کې يې ارامي او سوله ييز ژوند وي، نه غني او چارواکي يې. غني بايد له وطن نه کډه شويو افغانانو نه چې په پرديو وطنونو کې د ذلت شپې ورځې تيروي او اکثر يې د همده، کرزي او طالبانو د احمقانه پاليسيو له امله کډه کولو ته مجبور شوي دي بخښنه وغواړي او دی بايد له اروپايي اتحاديې او د کډوالۍ نړيوالو ادارو څخه وغواړي چې افغانانو او پة ځانکړې توګه پښتنو ته چې د روان ۱۷ کلن جنګ اصلي قربانيان دي پناه ورکړي،»
خو بازمحمد مومند بیا لیکلي دي، « په دی کی خو هیڅ شک نشته چه د آلمان سړکونو کی سره زر فرش دی، مګر دا هم باید وویل شی چه هغه خپله د آلمانیانو د لاس د تڼاکی نتیجه ده، هغوی واقعا خپل وطن ته د مور حیثیت ورکړی او هم هغسی ساتنه یی کوی، هغوی هیڅ کله خپل وطن یعنی خپل مور او خپل ناموس لکه جهادی قوماندان غوندی پر پاکستان او ایران ندی پلورلی.»
ادعا کیږي، چې یو شمېر هېوادونو وروسته له هغه چې په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان ولسمشر او اجرایه رییس له اروپایي اتحادیې سره د څو سوه میلیونو یورو په مقابل کې تړون لاسلیک کړ چې کولی شي اروپا ته تللي افغانان بېرته افغانستان ته راستانه کړي، چې د دې پروسې قربانیان تر ډېره هغه پښتانه دي چې له یوې خوا د تېرو ۱۶ کالونو په ترڅ کې د هغوی سیمې ورانې ویجاړې شوې او بلې خوا ته یې اروپایي هېوادونه په دې پلمه چې په افغانستان کې اکثریت دي د کډوالۍ کیسونه نه، یا تر نورو کم قبلوي.