تاند- د وسله والو طالبانو له لوري د افغانستان په ۳ ولایتونو کې په جلا حملو کې نن /پنجشنبه/ لږترلږه ۲۵ افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول.
افغان چارواکي وايي، په بادغیس ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه غچلکۍ حمله کې د ملي اردو ۱۱ سرتېري وژل شوي دي.
په دې حمله کې، چې نن /پنجشنبه/ وشوه، ۱۳ نور سرتېري ژوبل شوي دي.
له دې سره په یو وخت د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالي کې د پولیسو پر پوسته د طالبانو په برید کې ۸ پولیس وژل شوي دي.
د تخار د امنیه قوماندانۍ ویندوی خلیل اسیر ازادي راډیو ته وویل د خواجه غار په قندهاري قشلاق کې طالبانو دا برید د یوه پولیس په همکارۍ کړی دی.
له بلې خوا په جوزجان ولایت کې د یوه خصوصي شرکت ۶ ساتونکي وژل شوي دي.
شاهدان وايي، وسله والو طالبانو تېره شپّ د شبرغان د جرقُدوق پروژې په ساحه کې د جرمني د زیمینس کمپنۍ پر ساتونکو حمله وکړه چې په نتیجه کې یې ۶ ساتونکي ووژل شول.
د جوزجان د ملي امنیت امر عبدالحفیظ خاشع د زیمسنس د یوه ساتونکي وژل کېدا او یوه ټپي کېدا تایید کړه.
په یو بل خبر کې ویل شوي چې وسله والو طالبانو د غور ولایت پر تولک ولسوالي برید کړی دی.
د تولک ولسوال سلیمان یوسفي وویل، شاوخوا ۳ سوه وسله والو طالبانو نن ماسپښین ۳ بجې له دوو خواوو پر ولسوالي د سپکو او درنو وسله په وسیله برید وکړ چې لا هم دوام لري.
په همدې حال کې د غزني په قره باغ ولسوالي کې د افغان هوايي ځواک په برید کې ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د غزني امنیه قومانداني وايي چې دا برید د چهارشنبې په ورځ د قره باغ ولسوالي په خیرنه چوک کې د طالبانو پر دوو موټرو وشو.
پرون /پنجشنبه/ د کابل په دشت برچي کې په دوو انتحاري بریدونو کې ۲۶ تنه ووژل شول او ۹۵ نور ژوبل شول.
د ګابل د حملو مسوولست داعش په غاړه واخیست.