میرویس جلالزی- د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي قرارداد پر سر له میاشتو راهیسي بي نتیجې خبرې اترې روانې دي خو اوس دغه مذاکرې یوه لانجمن پړاو ته ننوتي دي.

په کابل کې د امریکا د سفارت یوې دیپلوماتیکي سرچینې د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دوه د اختلاف وړټکي اوس په دغو خبرو اترو کې د مرکچیانو ترمنځ را برسیره شوي چي کابل يې پر سر د امریکا هوکړه غواړي خو واشنګټن یي د حامد کرزي د غوښتنو د منلو په برخه کې د نه عملي کیدو وړ بولي.

سرچینې ویلي چي حامد کرزی په دغه هوکړه کې له امریکا غواړي چې د افغانستان د امنیت تضمین ورکړي لیکن په عین وخت  کې امریکایي ځواکونو ته دا اجازه نه ورکوي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د طالبانو د نیولو لپاره په کلیو او بانډو کې عملیات وکړي او په خاصه توګه کورونه وپلټي.

دا مسله له تیرو پینځو کلونو راهیسي د کابل او واشنګټن ترمنځ د جنجال زیږونکو مسلو په سر کې راتله چي څو ځله یې د نړیوالې ترهګرۍ او طالبانو دغه دوه دښمن ملګري سره ښکر په ښکرکړي دي.

په همدې حال کې نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼې دوهمه لانجمنه مسله چې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي قرار داد پر وړاندي نوی خنډ بلل کیږي د کرزي هغه غوښتنه بلل چې وايي امریکایان دي استخباراتي معلومات افغان ځواکونو ته ورکوي چې وروسته به بلواګر د دغو اطلاعاتو له مخې د افغان ځواکونو له لوري تعقیب کیږي.

ورځپاڼه وايي امریکایی لوری غواړي دا خبرې اترې ۲۰۱۴ کال کې د افغانانو د نوي ولسمشر تر ټاکنې وروسته نوي حکومت تر جوړیدو پوري وځنډوي خو دا پلان هم سل په سلو کې تر اوسه پوخ شوی نه دی.

اوس مهال له افغان لوري د دغو خبرو اترو مشري د ملي امنیت شورا مشر ډاکټر سپنتا پر غاړه لري او په هند کې  افغان سفیر شیدا محمد ابدالي هم د افغان لوري د ټاکل شوي کمیسیون غړی دی.

ټاکل شوي چې بهرني ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستانه ووزي ا و یوازي محدود شمیر امریکايي ځواکونه به افغانستان کې پاتي شي او د دغو سرتیرو شمیر به هم د امنیتي قرار داد له هوکړې سره تړاو ولري.

ویل کیږي چې امریکا له کابله په دغه قرار داد دکي ۹ دایمي هډې غواړي او تر څنګ یي په افغاني کلیو کې د طالبانو تعقیب واک  او د خپلو سرتیرو قضایي خوندي توب تظمینول یي نوري موخي جوړوي.

په همدې حال کې له ختیځ ننګرهار څخه یو ځل بیا د ملکي تلفاتو خبر ورکړ شوی.

د ګل آغا شیرزي ویاند  ضیا عبدالزي رسنیو ته ویلي چي د ناټو په یوه بمبارۍ کې تیره شپه پينځه ولسي وګړي چې دوه یي کوچنیان دي په ننګرهار کې وژل شوي دي.

په کابل کې د ناټو قوماندانۍ وايي چي دوي یوه پلاوي ته دنده ورکړي چې دا مسله وڅیړي او د دغه خبر تر خپریدو پوري د دغې پیښې کره توب نه شي تاییدولای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *