تاسو به خبر شوی یاست چې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې یو ملاجومات ورا ن کړ. خو اصله قصه داسې ده:
ملا بیچاره څو کاله وړاندې ارمان درلود چې بلند منزل ولری، د همدې ارمان د پوره کولو په خاطر یې تابیا کړې وه، چې د (کور، کالی، ډوډۍ ) د شعار تر سیورې لاندې د جومات په انګړ کې ځانته بلند منزل جوړ کړی او په همدې خاطر یې د سیمې فلز کاران وهڅول چې جومات ته دې اعانې په طورڅو کړکۍ او دروازې جوړې کړی، هغوی ورته جوړې کړې او ثواب یې وګاټه، بیا یې د سیمې څو تنه ځوانانو ته ګپ ورکړ چې د ثواب په خاطر، یوازې د نس مړولو په اجوره، راوړل شوې کړکۍ او دروازې نصب او جومات ښکلی جوړ او رنګ کړی.
څرنګه چې په افغانستان کې دځمکې غصب یو جایز اوحلال کار دی ، نو هغه هم تصمیم ونیوه تر څو سوکه، سوکه د جومات په انګړ کې بې له کانالیزیسون خو د پارک لرونکی چې بریښنایې هم وړیا وه، او دپارک په بهانه مځکه هم لویه شوې وه، ښکلی بلند منزل جوړ کړی، خو ناببره دملا له دې پریکړي نه چا د حج او اوقافو رییس ته چغولی وکړه.
د حج اوا وقافو رییس اعصاب ۱۸۰درچې خراب شول او ویې ویل [(میم زرما ، ټول دما)
دا ملا بې له دې چې ماته یو څه شکرانه راکړی – هوډ یې کړی چې مفته د بلند منزل خاوند شی]، نوله واره یې د(P.P.S) د چړیانو په لیږلو سره ملا د منبر له څوکۍ راکښته او له دندې یې ګوښه کړ، ملا صاحب چې ولیدل ملا معنوی د انتخاباتو د کمیسیون کروزین لاتراوسه په ولکه کې لری ـ دی هم راولاړ شو، د جومات کړکۍ، دروازې، د نلدوانۍ اسباب د برق میتر او کیبلونه او نور شیان یې خپل کورته وې وړل .
حسین خیل له هرات نه
سلامونه،
زه نه پوهېږم چي دا زموږ پښتانه هیواد ولي داسي ژر پرېکړه کوي، بېله دا چي د موضوع اصلي اړخ ورته مالوم وي دستي په دستي يې را پښتو کړي او باره يې پر خپل فیسبوک پانه او یا يې نوري انټرنیټ پاڼو ته پورته کړي.
ملا په دې اړه یو ويډيويي پيغام خپور کړی دئ، هغه پيغام يې باید په ځېر وکتل او غوږ ایستل شي.
اول خو دا مسجد نه وو، بلکې د مسجد تر څنګ یو کور وو چي د مسجد د خدمت ګذرانو (ملا امامانو) لپاره وقف شوی وو، او بل جريان داسي نه دئ لکه پورته چي ذکر شوی دئ، هیله ده په دې اړه دقت وشي.
مننه