ژباړه او خلاصه : صفیه حلیم
ټایپ او سینګار: سید زلمی سادات
اوړی په وتلو و، زه د یوې ډلې سره د ایټالوي پوځ د روغتیایی خدمتونو لپاره په یو کلي کې مېشت وم. د دې کلي چاپېره ښکلې ونې او بوټي، د انګورو طاقونه او شین آسمان راته د جنت د وړې برخې په شان ؤ. ما له غونډۍ ښکته کتل چې د پوځیانو لارۍ روانې وې او دوړې یې بادولې. کله کله مې د توپونو ډزې هم اوریدې. په موټرسایکل سپاره پوځیان په تادۍ ووتل او کله کله د یو پوځي جنرال یا کوماندان موټر به په بيړه تېر شو نو ټولو به ورته لاره خوشې کړه.
مونږ بې شمېره ټپیان د سیمې روغتون ته رسولي و او هیله مو لرله چې د ژمي په راتلو به د جنګ لمنه راټوله شي او زموږ کار به سپک شي. ولې داسې ونشول او د ژمي نه وړاندې هلته د کولرا وبا خپره شوه. مونږ هره ورځ په دې وبا اخته کسان روغتون ته وړل. د واورې اورښت پیل شو نو د پوځ د بري خبر مو تر لاسه کړ چې مخامخ غونډۍ نه ور اخوا سیمه یې نیولې وه. اوس جنګ د یوې بلې غونډۍ د نیولو لپاره ښکېل ؤ.
موږ ته یې له سیند پورې په یوه ښارګي کې د ایسارېدو امر وکړ، چې بازار او روغتون یې لرل. د غونډۍ د پاسه هغه شین ځنګل چې ما له بلې غاړې لیدو، سوځېدلې او تش د ونو نسواري تنې ښکاریدې. ځینې ځایونه سم پاتې و خو نور په بمبارۍ په کنډوالو اوښتي و.
بیا په سختو واورو کې اوزګار شوو او ټوله ورځ به د ننه ناست و. د شرابو په څښلو مو ځانونه ګرمول. یوه ورځ مو بنډار تود و چې ما د خپلې ډلې ځوان ایټالوي پادري نه د ده د هیواد د نورو سیمو په اړه وپوښتل. زموږ د ډلې مشر تورن راته وویل، اوس ته اوزګار یې او کولی شي چې روم، نیپلز او سسلي ته ولاړ شې.
پادري: زما مور او پلار په ابروزي کې ژوند کوي، هلته که ولاړې نو تا به د خپلو زامنو په شان و وساتي.
جګړن: په خندا پام کوه ابروزي کې له دي ځای نه زیاتې واورې کیږي. پادري صیب، پرېږده چې د اېټالیې تاریخي ښارونو سیل وکړي.
تورن: یو څه اېټالوي ژبه هم زده کول پکار دي چې ځان پرې پوه کړي.
جګړن: ته باید رخصت واخلې او تفریح و کړې.
تورن: زه به درسره ولاړ شم او ټول ځایونه به در ښکاره کړم.
جکړن: بېرته به ځان سره عکسونه راوړې.
پادري: ته ابروزي ته ولاړ شه، هلته ساړه ډېر دي خو اسمان یې شین وي. زما مور پلار سره به پاتې شې، پلار مې ډېر لوی ښکاري دی، ښکار ته به دې بوزي.
زه ولاړم او چې د سیل نه وروسته بېرته راغلم نو هلته زیات شمېر توپې مې ولیدې. یو څو نور روغتونونه هم جوړ شوي و او د بریتانیې اوسیدونکي پکې ډېر ښکارېدل. واوره اوس ویلې شوې او ځای ځای شنه راټوکېدلي و.
دروازه پرانستې وه او یو پوځي په بنچ پیتاوي ته ناست و. څنګ ته په دروازه یو امبولانس ولاړ و او زه چې دروازه کې وردننه شوم نو هلته هم هغه د مرمرو د فرش او د روغتون بوی خپور و. زموږ د مېشت ځای هم همغسې و، څنګه چې مې پریښی و. توپیر یې د سپرلي د موسم و.
جګړن په خپل مېز ناست و، او کاغذونو ته یې کتل زه یې نه وم لیدلی او ما شېبه سوچ وکړ چې د ننه ورشم او که پورته خپلې کوټې ته لاړ شم او ځان صفا کړم. بیا مې فیصله وکړه چې پورته به ورشم هغه کوټه چې زه او رینالډي پکې مېشت و، همغسې وه. زما په لیدو یې رانه پوښتنه وکړه چې کوم ځایونو ته ولاړم. هغه ته مې نومونه یاد کړل، میلان، فلورنس، روم، نیپلز. او بیا مې وپوښتل چې دوی ژمی څنګه تېر کړ.
راته یې د واورو، ساړو، زیړي، نموینه او د پښو لاسونو د کنګل وهلو حال راکړ. دا یې هم وویل چې راتلونکې اونۍ به بیا جنګ پیل شي او پوښتنه یې رانه وکړه چې د سږ کال واده وکړ که نه؟ ما ورته وویل، په واده کې ځنډ مه کوه بیا ده رانه یو څه پیسې وغوښتې نو ما ورله پنځوس “لیرې” ورکړې. په هغه شپه موږ په لنګر خانه کې ناست و او ما ټولو ته د خپل سفر کیسې کولې. پادري یو څه مرور ښکارېده چې زه ابروزي ښار ته ولې نه وم تللی. ده خپل پلار ته لیک هم استولی و او هغه راته تیاری کړی وه خو زه نه پوهېدم چې ولې پاتې شوم. ده ته مې د قناعت ورکولو هڅه وکړه ورته مې وویل چې بس ونه شوه. اخر دی قانع شو چې کله کله هغه څه چې موږ یې غواړو نه کیږي.
په بل سهار زه د هغه توپو په ډزو راویښ شوم چې زموږ د کور شاته په مورچو کې ایښې و. له کړکۍ مې ولیدل چې پوځي لارۍ په سړک روانې وي. ژر ژر مې جامې بدلې کړې، په پخلنځي کې مې قهوه وڅښله او ګراج ته ولاړم. ګراج یو لوی څپر و چې د ټین چت یې لرلو او ورلاندي لس امبولانس ګاډي به په قطار ولاړ و. په دې کې به موږ زخمیان له محازونو رواړل. د یو ګاډي کولمې بهر پرتې وي څو کسان یې په جوړلو لګیا و. وروسته زه د غونډۍ د پاسه جوړ سنګر ته ولاړم. موږ چې د کومې فرقې سره کار کاوه، هغې د یوې لویې حملې پلان جوړکړی و. دوی به د سیند له لارې تنګې درې نه پورې وتل، هلته له مورچې نیولو وروسته به یې جنګ کاوه.
زه چې بیرته خپلې کوټې ته ولاړم نو رینالډي ځان جوړ کړی تیار ناست و. ما هم مخ لاسونه ومینځل او دواړه د ښار مرکز ته ولاړو. د رینالډي یوه نرسه کاترین خوښه شوې وه چې د بریتانوي روغتون کې یې لیدلې وه. دا روغتون لنډ وخت کې په یوې ماڼۍ کې جوړ شوی و. د ونو نه وراخوا د روغتون په باغ کې مې د دوو نرسانو سپینې جامې په نظر راغلې. یوه پکې کاترین وه او موږ دواړو دوی ته پوځي سلوټ وکړ. هغه بله نرسه هیلن فرګیسن نومیده. کاترین په لاس کې یو ښکلې متروکه نیولې وه چې د څرمنې لاستی یې لرلو. راته یې وویل چې یو ټپي بیګا شپه په روغتون کې مړ شوی و او د ده مور ورته را استولې وه. ما تر ډېره وخته له کاترین سره په انګریزي ژبه خبرې کولې او کله کله مې رینالډي ته په ایټالوي کې ژباړلې. بیرته په لاره راته رینالډي وویل، کاترین تا خوښوي او زه به ترې لاس واخلم.
ما وخندل خو بل ماسپښین مې هم هغه روغتون کې امبولانس وړلو نه وروسته د یوې نرسې نه د کاترین پوښتنه وکړه. دې را ته وویل، ښا ښا ته هغه امرکایی یې چې د ایټالوي پوځ سره کار کوې؟ بیا یې وویل، ولې د مونږ سره کار نه کاوه؟ ما ورته وویل، زه د جنګ پر وخت ایټالیه کې وم او بله دا چې د دوی ژبه مې زده ده.
محاز ته په بله پېره کې زموږ د امبولانس مخ ته بم پرېوت نو موږ ودریدو. یو بم د سړک په مینځ کې خاورې باد کړې. څو شېبې وروسته ډزې بندې شوې نو موږ روان شو او ما خپل استوګنځي ته مخه کړه. له ډوډۍ وروسته بیا د برېتانیې روغتون ته ولاړم او له کاترین سره مې ولیدل. دا په اصل کې د سکاټلېنډ اوسېدونکې وه. راته یې وویل چې د دې کار له نورو نرسانو سره توپیر لري او د جنګ خبرې یې کولې.
ما ورته وویل راځه د جنګ خبرې به نه کوو. په تیاره کې ما د دې مخ د سپوږمۍ په رڼا کې لیدو او ډېره ښکلې راته ښکاره شوه. په ځان مې اختیار نه شو او د دې ښکلولو هڅه مې وکړه. دې راته په مخ یوه داسې کلکه څپېړه راکړه چې پوزه یې را ته خوږ کړه او په سترګو کې مې له درد نه اوښکې راغلې. کاترین را نه بخښنه وغوښته او ویې ویل، زه نه غواړم د نورو نرسانو په شان و اوسم، خوږ مې کړې؟ ما ورته وویل، هیڅ خبره نه ده. تا ډېر سم کار وکړ. خو په زړه کې ورته په قهر وم. هغه وخندل او بیا غلې شوه او زه پوه نه شوم چې څه وخت یې سترګو کې اوښکې راغلې. په ژړغوني غږ یې وویل، ته به ما سره سم چلند کوې. ځکه زموږ ژوند ډېر عجیبه دی. څو شېبې وروسته د هغې سره د روغتون تر دروازي لاړم او هلته دې راته په مخه ښه وویل. راتلونکې دوه ورځې زه په کار بوخت وم. هوا ګرمه وه خو موږ ته یې ویلي و چې په ښار کې هم د اوسپنې خولی به په سر کوو. زما به دومره ګرمې وشوه چې خولی به مې په لاس کې ګرځوله. د ګیسو (غاز) نه د ژغورنې ماسکونه یې هم راکړي و او هر چا ته امر شوی و چې یوه توپنچه به له ځان سره ساتئ، ان چې ډاکترانو ته یې هم دا توپنچې ورکړې وې. که چا دا امر نه منلو نو وبه نیول شو.
رینالډي د توپنچې په يوښ کې ښه ډېر د تشناب کاغذ اېښی و. ما یو څو ورځې د خپلې تموپنچې د کارولو لپاره پرې نښې ویشتلې. خو د ډز پر وخت یې شپېلۍ دومره خوځېده چې نښه به خطا شوه. د څو ورځو د تمرین نه وروسته مې یوه لاره وموندله چې په شل ګامه کې به څنګه د نښې منځ ویشتل کېږي. خو د دې په ګرځولو ما د شرم احساس کاوه ، په تېره بیا د انګرېزانو مخ ته چې هلته هېچا وسله نه ګرځوله.
په بل ماښام د کاترین لیدو ته ورغلم. ورته مې ویل چې زه محاز ته تللی وم. هغې ګیله وکړه چې ولې مې ورته خبر ورنه کړو ما ورته ډاډ ورکړو چې دا دی اوس بیرته راغلم او لوز مې ورسره وکړو چې زه به تل د دې لیدو لپاره بېرته راځم. خو زه په زړه کې پوهېدم چې د کاترین سره مینه نه لرم او لکه چې د قطعو(تاش) د لوبې پر وخت څو د نورو سره بې مانا خبرې کوي، هم هغسې د دې لیدل راته یو بې مانا لوبه ښکارېده.
موږ په هم هغه باغ کې ګرځېدو او دې ته مې وویل چې راځه یو ځای کېنو. د ډبرې په یو بنچ کېناستو نو ما د هغې لاس ونیولو. دې رانه لاس راکښلو، سترګې یې ښکته کړې او ویې ویل، دا یوه لوبه ده چې موږ یې کوو. ما ورته وویل، کومه لوبه؟ دې وویل ، دومره ساده هم نه یې چې زما په خبره پوه نه شې . خو ته ښه سړی یې او دا لوبه په ښه توګه کوې. خو بیا هم لوبه لوبه وي.
ما ترې پوښتنه وکړه، ته تل د چا د زړه په خبره پوهېږې؟ دې وویل، د نورو خو نه پوهېږم خو ستا د زړه خبره اورم. ته له نورو تو پیر لرې خو راځه ژمنه وکړو چې که اړتیا نه وي نو یو بل ته به دروغ نه وایو. ما د دې نوم واخیست، کاترین، نو دې وویل، ته زما نوم هم د نورو په شان نه شې تلفظ کولی . بیا کاترین راته وویل، چې زه د هغې خوښېدم خو ضرور نه وو چې ما ورته د خوښې احساس لرلی وی دا پاڅېده او ما سره یې په مخه ښه وویل، د روغتون لویې دروازې کې ور دننه شوه او زه هم هلته په پنچ ناست پاتې شوم.
د ” ګوریزیا” ښار له محاز یو میل لرې و او پکې د ټپیانو او ناروغانو د روغتون ته د وړلو کار هم زیات شوی و. یوه ورځ په محاز یو پوځي چې پښه یې ټپي وه، راته راغلو او ویې ویل چې ما په خپل امبولانس کې روغتون ته بوزه. ما ورته وویل، ستا فرقه جلا ده او موږ اجازه نه لرو ځکه ستا کاغذونه به د نورو سره وي. دده له خبرو اېسېده چې امریکایي و. ما چې د ده ټپونه ولیدل نو پوه شوم چې ځان یې په خپله ژوبل کړی و.
راته یې زاری کولې چې له هغه ځای یې وباسم ځکه ده د خپلې فرقې روغتون ته تلل نه غوښتل. هلته به ډاکتر ورباندې پوه شي او بېرته به یې محاز ته ور واستوي. ده جنګ نه غوښتو او پدې پلمه یې ځان د هغې جنګي محاز نه وېستلو. ما په امبولانس کې کېنولو او په لاره یو خوشې ځای کې مې ښکته کړ. ورته مې وویل، خپل سر د څه شي سره وجنګوه او دلته پرېوځه. زه به د په بله پېره کې اوچت کړم.
ما چې ټپیان روغتون ته ورسول نو خپل تش امبولانس مې بېرته هغه ځای ته ور وسوو چې دی مې پرېښی و. د لرې مې ولیدل چې یوبل ګاډی د هغه امریکایي سره ولاړ و او دی یې په تذکره کې اچولو. دده په سر د اوسپنې خولی نه وه او وینې ترې روانې وې. زما په لیدو یې چغه کړه چې وګوره دا زما سر، دوی مې خپل روغتون ته بیایي.
د مازیګر پنځه بجې زه ستړی ستومانه، له خولو لوند او په خاورو پټ خپل مېشت ځای ته راغلم. په ګراج کې چې کوم ځای یې زموږ ګاډي مینځل، لاړم او ځان مې په اوبو ومینځل. بیا خپلې کوټې کې مې را پور ولیکلو چې خپل هېواد ته یې ور واستوم. خو ماسره د لیکلو لپاره څه نه و. کله کله به مې یو دوه پوسټ کارډونه چې ورباندې د اورپایي ملکونو انځورونه جوړ و، د یوې جملې سره ور ولېږل، چې هر څه سم دي. زما د خپلوانو لپاره دا بس وو چې زما د ژوندي کېدو نښه یې تر لاسه کوله. اوس دلته دومره ګرمي وه چې موږ به په خپلو کوټو کې جامې نه اغوستې او د واورې غوښتنه مو کوله. کله چې اردلي راته سړې اوبه او واوره کوټې ته راوړل نو له دننه به مو ورته په چغه وویل چې دا له دروازې سره کېږده ځکه لوڅ به ناست و. بیا چې دی به ولاړو نو دروازه به مو خلاصه کړه او بالټی به په خپله را واخیستله.
د ډوډی پر وخت به موږ یو بل ته د خپلو خپلو جنګونو حال ویلو. یو ماښام د کاترین لیدو ته ولاړم نو هیلن لویې دروازې ته راغله او راته یې وویل، چې کاترین ناروغه وه او له ماسره نه شي لیدی. ما ورته د ښې روغتیا پیام ورکړ او بېرته په تیاره کې خپل مېشت ځای ته روان شوم. هغه وخت ما ځان ډېر یوازې احساسوو. د کاترین لیدو ته ورتګ زما لپاره یو معمولي کار و خو اوس لکه چې په زړه مې یوه تیږه پرته وي. په بله ورځ مې امر تر لاسه کړ چې د شپې به یوه حمله کېږي او په محاز څلور امبولانس ګاډي په کار دي. موږ د ماښام په خړه کې روان شوو او زه په لومړي امبولانس کې ناست وم. کله چې د برېتانیې روغتون مخې ته تېرېدو نو د امبولانس ډرایور ته مې د ګاډي د اودرولو امر وکړ. ده ته مې وویل چې ورو ورو روان اوسه او که د پله په سر زه نه وم نو هلته د راته انتظار وکړي.
له ګاډي مې ټوپ کړ او په منډه د روغتون دروازې ته ولاړم.هلته مې د کاترین د لیدو غوښتنه وکړه. چا راته وویل،چې هغه په ډیوټي ده او نه شي راتلی. ما ټینګار وکړ چې د یوې شېبې لپاره یې لیدل غواړم. هغې ته پیام ورسول شو نو راغله.
د روغتیا پوښتنه مې وکړه نو راته یې وویل چې دا ګرمې وهلې وه خو اوس ښه ده زما یونیفورم ته یې پام شو او ویې ویل، کار ته ځې؟ کله به بیرته راځې؟ ما وویل، نن شپه به په محاز تیروم، کیدای شي سبا بېرته راشم. هغې ژر له خپلي غاړې یو تعویذ را ویست او راته یې په لاس کې کیښود. دا د ژغورنې لپاره په غاړه کړه او لوز وکړه چې سبا به بېرته راځې. ماته یې په ښه وویل او د روغتون له دروازې مې منډه کړه. یو وارې مې شاته وکتل نو کاترین هم هلته ولاړه وه او راته یې لاس غوځو.
په منډه منډه مې هغه پل ته ځان ورساو چې امبولانس راته په انتظار و. امبولانس روان شو نو ما په لاس کې نیولې تعویذ ته چي په یو زنځیر پئلی و، وکتل. بیا مې دا د خپل کمیس په جیب کې کیښود. ډیور راته هغسې تعویذ په خپله غاړه کې راښکاره کړ او ویې ویل چې دا خلک په غاړه کې اچوې ما تعویذ بیرته له جیبه راویست او رنځیر مې په غاړه کړ بیا مې دا د کمیس له غاړې ور دننه کړ او رانه هېر شو. وروسته چې زه ټپي شوم بیا مې ونه مندولو. ښایې د ملحم پټۍ پر وخت چیرته پاته شوی وي. زموږ ګاډی په چټک نورو ته ځان نیږدې کړ چې د لارې دوړې یې بادولې. په یوه قافله کې په لومړې ګاډې کې کیناستل په دې ګټور وې چې له دوړو خلاص وې. د شپي موږ د سیند سره تلوونکې لوی سرک ته ور ورسېدو او د جوارو د پټیو نه ور اخوا سنګرونو ته ورنیږدې شو.
د سیند نه پورې غاړې ته د اوبو سره سره مې د مشینګنو او د ټوپکو د ډزو غږ اورېده. د اوبو شړهار او پکې د غورځېدونکو توکو شور جوړ کړی و. په اسمان کې د رڼا لپاره ویشتل شوې ګولۍ به وچودېدې او لکه د ستورو په هوا کې یې لامبو وهله. چار چاپېره غرونه او ونې به پرې روښانه شول. د بمونو غړمباری مې اورید خو دا د لږې شېبې لپاره و. موږ امبولانسونه په یو ځای کې منظم ودرول او زه د ډرایورانو د ډوډۍ لپاره تورن ته ورغلم چې په سنګر کې ناست و. ده لنګر خانې ته د موږ لپاره د ډوډۍ پخولو امر وکړ نو زه د ایټالوي ډرېورانو سره په یوه مورچل کې کښېناستم. هلته ټولو سیګرېټ څکول او د جنګ په اړه خبرې کېدې چې څوک به حمله کوي او څوک به پکې بایلي.
پاسیني: د حملې له پلان به یواځې قوماندان خبر وي. دی خپلو پوځیانو ته ټول حال نه وایې چې دوی په تېښته نشي.
الپیني: هو! دا دومره لوړ دنګ ځوانان چې پلنې سینې لري، سرونه یې تش وي. ( ټولو په دې خبره وخندل )
مانیزه: که زموږ پوځیان خپله وسله وغورځوي نو جنګ به نه کېږي.
الپیني: که دوی داسې وکړي نو خپل قومندان به یې ووژني.
پاسیني: دا ځکه چې ماتې خوړل او دښمن لاس ته ورتلل لا بد کار دی.
مانیزه: د یوې غاړې د پوځیانو له خوا جنګ نه کول، څه ګټه نه کوي، که ټولو غاړو نه هر څوک وسله کېږدي نو هله جنګ بندېږي.
پاسیني: جنګ ګټل بریالیتوب نه وي. دا مخامخ غونډۍ ونیسي، نو څه ؟ بیا به د بلې غونډۍ لپاره جنګېږي. بیا بل او دغسې به روان وي. ښه نو په اخر کې که دا ټوله نړۍ هم را باندې کړي نو څه؟ هر څوک خپل کور لري، اتریش خپله ځمکه لري، فرانسه خپله او اېټالیه خپله ، نو جنګ په څه؟
مانیزه: ته ډېر ښه تقریر کوې. ( ټولو بیا وخندل)
الپیني: یوه ډله خلک چې د ملک چارې په لاس کې ونيسي نو بې عقل شي. ځکه خو بیا جنګ کوي او زموږ په شان خلک وژني.
زما سیګرېټ خلاص شول نو له مورچې نه ووتلم او ګوردیني هم راسره شو. د روغتون خیمې ته ولاړم نو هلته ډاکټر راته وویل چې حمله د یو ساعت لپاره ځنډېدلې وه. بر په غرونو کې کښېناستم او څو شېبې چوپ وه.
بیا نا ببره د توپونو ډزې پیل شوې. ماتورن ته وویل صیب زموږ هغه ډوډۍ تر اوسه نه ده راغلې.ده لا ځواب نه و راکړی چې بهر یوه ګولی راپرېوته او هر خوا ته دوړې شوې.
ما تورن ته بیا وویل، زموږ ډوډۍ څه شوه؟ څه د خوړو لپاره لرئ که نه؟ جګړن وویل، سپاګیټي (ماینچې ) درکولې شم، که خورئ. ما ورته ویل، هر څه چې وي، رایې کړه هغه یو اردلي ته امر وکړ چې څو شېبېې وروسته دې سړې میکروني د یو خانک سره راغی. ما خانک ګوردیني ته ورکړو او جګړن ته مې وویل، پنېر لرئ؟ ده په قهر اردلي ته امر وکړ چې بیا ولاړ او په یوه شېبه کې یې د سپین پنېر یوه لویه ټوټه راوړه. زه خیمې نه وتلم نو تورن راته وویل، بهر مه اوځه! بیا دوو کسانو یو ټپي پوځي رادننه کړ نو ما بهر قدم کېښود. تورن په چیغه وویل، بهر ګولۍ وریږي، مه اوځئ. ما په چیغه وویل، زما ملګري اوږي دي.
کورډیني خانک په لاس ولاړ و او ماته یې کتل. ما ورته اشاره وکړه او موږ له خېمې د مور چې په لورې په منډه شو. زموږ چاپېره ګولۍ ورېدې او دوړې یې بادولې او زما په لاس کې سپین پنېر پرې ولړل شو. په سنګر کې مې په ټولو غږ وکړ چې راځئ توریاليو چې ځانونه ماړه کړ. یو چاقو مې راوویست او د میکروني د پاسه مې پنېر په وړو ټوټو پرې کړ.
یو کس وویل، موږ خو پنجې او قاشوغې نه لرو، دا به څنګه خورو. ورته مې وویل، وګورئ. بیا مې په غټې او دویمې ګوتې میکروني را واخستل، خوله مې اسمان ته کړه او ومې خوړل. ورپسې مې د پنېر ټوټه وخوړه. خانک مې نورو ته ورکړ. او هر چا ترې یوه لمړۍ واخیسته. یو چا وویل، دا میکروني باسي دي. څو ورځي پرې تیرې شوي دي. خو ټول وږي او وار په وار یې خانک ته لاس ورغځوو.
زما په خوله کې د دې مکروني خوند داسې و، لکه فلز مې چې خوړلی وي. زموږ سنګر نه بهر را پریوتلو به زمکه خوځوله. بیا د چر چر غږ مې واورېد او د غړمب د غږ سره د تودې هوا یو غبار را پورته شو. ما ساه نه شو اخیستلی ناببره مې ځان په هوا کې احساس کړ، داسې لکه چې د خپل وجود نه راوتلی وم. ځان سره مې وویل، دغه مرګ دی، لکه چې زه مړ یم. خو بیا د پورته تلو پر ځای مې خپل ځان په ځمکه احساس کړ. او ساه مې واخیسته.
زما مخامخ ځمکه چودېدلې وه او سر مې د یوې تختې سره لګیدلی و. زما د سر په حرکت یو چا وژړل، د خوځیدو هڅه مې وکړه خو نه مې شو کړی. نیږدې را ته چا غږ کوو نو ما خپله پښه تاو او ورا تاوه کړه او ځان مې له خاورو را خلاص کړ. ما سره څنګ کې پاسني ډریور پروت و چې یوه پښه یې نه وه او بله یې تر زنګانه پرې شوې وه. ده د درد له لاسه زګېروی کاوه، مریم مور، مقدس مریم ، عیسا پیغمبر اې ښکليه پیغمبره په خپله غیږه کې مې ونیسه… مریم مور مرسته راسره وکړه. ده پخپلو مټو خوله لګوله او د درد له لاسه به يې چیغه کړه. بیا غلي شو خو پرې شوی زنګون یې بیا هم خوځیده.
په اېټالوې ژبه څو ځله د مرستې لپاره څو وار ناره وکړه، پاسیني ته وڅښېدم او د ده د کمیس توکمې مې ورته پرانستې چې سا واخلي. خپل کمیس مې وویست، لمنه مې وشلوله او د ده پرې شوې پښه مې د زنګون سره د تړلو هڅه وکړه. ما به په ګرمۍ کې جرابې نه په پښو کولې خو ټولو ډرایورانو خپلې پښې په اوږدو جرابو پټولې. ما د ده له پرې شوې پښې څخه جرابه وېسته چې یوه کلکه پټی ترې جوړه کړم او د ده وینه پرې بنده شي. خو هغه وخت مې احساس وکړ چې ددې پټی هېڅ ګټه نه وه.
پاسیني مړ و. یو څوک په سنګر کې زموږ مرستې ته راغلل نو ورته ومې ویل، دلته موږ پنځه کسان و. یو ډرېور مړ شوی دی، دری نور به هم دلته وي . لټون یې وکړی. دوو کسانو زما په تخرګونو کې لاس ور دننه کړ او زه یې پورته کړم. زما پښې خو ځوړندې وې او یو کس مې پښو ته لاس واچاوو هلته تذکیره نه وه چې زه یې امبولانس ته وړی وی. یو چا نه مې د خپلو نورو ملګرو پوښتنه وکړه دوی راته د یو یو حال ویل چې ناڅاپه یو درز وشو او دوی په ځمکه پرېوتل زه یې هم غوزار کړم. نو له خولې مې ښکنځله راووتله. دوی بښنه وغوښته او زه یې بیا پورته کړم. د سنګر نه ور اخوا په ځمکه ډېر مړي پراته وو.
د ملهم پټۍ د خېمې پرده چې به د تذکیرو د وړلوراوړلو لپاره پورته شوه نو دننه په رڼا کې مې د ډاکترانو سره مخونه لیدل چې لکه د قصاب لستوڼي یې تر اوږو خېژولي، په ټپیانو اخته وو. کله چې یې زه خېمې ته ورسولم نو یو ډاکتر یې راته راواستاوه او ده زما په دواړو پښو پټۍ تاو کړه. امبولانس چلوونکي ځینې ټپیان شوي وو او زه یې هم هلته په انتظار کېنولم.
د برېتانیې طبي ډلې دوه امبولانسونه را استولي وو چې دوه انګرېزان ور سره وو. یو لړ دنګ کس چې عینکې یې په سترګو وې، زما خواته راغی او پوښتنه یې وکړه، ستا دوه ډرېوران وژل شوي دي؟ ما ورته وویل، یو مړ دی خو بل سخت ټپي دی خو ګاډی نه شي چلولی. له ده نه مې غوښتنه وکړه چې زموږ دوه ګاډي د په خپل واک کې واخلي چې نور ټپیان هم روغتون ته ورسول شي. هغه سړي چې ما سره یې په انګریزي ژه خبرې کولې، زما ملګرو سره یې روانه اېټالوي ویله، خېمې ته ولاړو او لږ شېبه وروسته راووتل نو یوه تذکیره یې رانیږدې کړه ماوویل، زه ښه یم، هلته زما نه په بد حال ټپیان پراته دي، د هغوی غم وخوری. ده راته ویل، راځه راځه، ډېر د ځان نه اتل مه جوړوه. بیایې په اېټالوي کې د تذکیرې وړونکي ته ویل، دی په پام راپورته کړی، ګوره پښو یې سخت ګوزار خوړلی دی. دی د صدر ولسن قانوني زوی دی. دوی زه خېمې ته یوړم او پر یو مېز یې څملولم. هلته کوم ډاکتر چې زما پر پښو یې پټۍ تړلې وې زه یې وپېژندلم او ستړي مشې یې راته وویل. لوړ انګرېز ورته په اېټالوي کې وویل ، تر څو چې زموږ امبولانس راځي، دی به همدلته وي. په ده پام کوی چې د امریکې د سفیر زوی دی.
هغه له خېمې ووتل نو ما ولیدل چې په هر مېز د ټپیانو درملنه کېده. دوه ډاکتران په ما اخته شول. پتلون یې رانه لرې کړ او یو بل ته یې زما د ټپونو په اړه وویل، بل کس په یو کاغذ دا هر څه ولیکل. د لېنګو او زنګانونو دټپونونه وروسته، ده زما سر ته لاس یوړو نو د درد احساس مې وکړ. ده په زوره وویل، ماته کپرۍ. بیا یې وویل، دا ددې خبرې ثبوت دی چې تا ځان په خپله نه دی ټپي کړی.
دوی زما زنګنونو ته چړې نیولې وې کله به یې غوښه کله څرمنه پرې کوله. کله کله به زما له خولې یوه چیغه راوتله خو دوی خپل کار کوو. یو تن راته د سر ټپونه پاک کړل او په پټیو کې یې وپوښل. کله چې دوی زه له خېمې ویستلم نو په سترګو مې تیاره شوه دومره مې احساسوله چې دوی زه یو امبولانس کې ور دننه کړم ما سترګې پرانیستې وې او دننه په معمولي رڼا کې مې ولیدل چې راسره یو بل کس هم په تذکیره کې بې هوشه پروت و. ګاډی روان شو او د لارې تیندک لکه زما په سر چې ګوزار کوي.
په تیاره کې مې څه نه لیدل خو هر یو غږ ته مې پام و. ناڅاپه د څاڅکو غږ مې واورېد چې د ګاډي په پرش پرېوتل، داسې لکه چې د مات نل نه یوه یوه قطره اوبه څاڅي. ما ورته غوږ اېښی و چې څاڅکي په تېزی سره غورځېدل او د ډرایور لور ته مې د ګاډي دېوال و ټکاوه . هغه انګرېز د ډرایور شاته د یوې تختې په لرې کولو چېغه کړه چې څه چل دی. ما ورته وویل، ددې بل کس له ټپونو وینې روانې دي، څه غم یې وخوری. ده بیا چېغه کړه چې اوس ښار ته نیږدې یو او موټر نه شو درولای. ما په زوره وویل، ښایي تر ښاره مړ شي. څوشېبې وروسته دا څاڅکي ورو ورو غورځېدل اخر بند شول.
زما د اپرېشن نه وروسته یې د جنګي روغتون په یوه کوټه کې پر کټ څملولم. هلته څو کټونه په قطار اېښي وو او په هر یو ټپیان پراته وو.
مازیګر به یو دوه کسان زموږ پوښتنې ته راتلل. ګرمي سخته وه او مچان به هر خوا بنګېدل. زما اردلي د کاغذ اوږدې ټوټې په یو سوټي تړلې وې او په دې به یې رانه مچان شړل. مچان به ولاړل په چت به کېناستل خو کله چې اردلي به لاس و دراوه اویا به ویده شو نو بیا به را باندې راټول شول.
بیا ددې مچانو په شړلو شړلو یو وخت خپل مخ به مې په لاسونو پټ کړ او ویده به شوم. کله چې زه به یې د ملهم پټۍ (پانسمان) ته بوتلم نو سخت به په تکلیف وم . یوه ورځ رینالډي زما پوښتنې ته راغی. زما پښې یې ښکل کړې او راته یې وویل،
رینالډي: تاته به د برونزو مېډال در کول کېږي.
زه: د څه لپاره؟
رینالډي: ته په جنګ کې ټپي شوی یې . که تاسره ثبوت وي چې په جنګ کې د مېړانه کړې ده نو بیا به نقریي مېډال در کوي. راته ووایه چې کله ته ټپي شوې نو څه د کول؟
زه: ما هغه وخت پنېر خوړل او هېڅ مېړانه مې نه ده کړې.
رینالډي: ټوکې مه کوه. که تا له سنګر خپل ملګري یا بل څوک ټپي په اوږو خوندي ځای ته وړلو نو دا یوه لویه مېړانه ده. تورن به درته په اسنادو لاسلیک وکړي.
زه: ما هېڅوک نه دي ژغورلي، زه د خوځېدو نه وم، پښې مې ماتې وې.
رینالډي: پروا نه لري، خو تا هغه انګرېز ته نه وو ویلی چې ستا نه مخکې د د نورو درملنه وشي.
زه: ویلي مې وو، خو دومره په کلکه نه چې څوک راته مېډال راکړي.
رینالډي: خیر دی موږ به ووایو چې ته هر وخت د محاز په لوري په لومړي ګاډي کې ورتلې او د خطر پروا د نه کوله. هلته یو انګریز هم و، کیدای شې چې تاته د برېتانیې حکومت هم یو میډال درکړي.
ما یو سوړ اسولی وکړ او سترګې مې پټې کړې. ما د کاترین په اړه سوچ کوو خو نه مې غوښتل چې هغه له ما خبره شوې وای. په دي روغتون کې ما خپل ځان لکه د ماشوم احساس کړ. د ماښام له تیارې وړاندې به یې ډوډۍ راکړه، د تیارې سره به رڼاګانې بندې شوې او موږ ته به یې د ویده کېدو وویل. یو ماښام ما ښوروا وخوړه او لوښی یې رانه یووړ نو څوک زما د کټ څنګ ته ودرېدل. زموږ د ډلې اېټالوي پادري و.
زما حال یې وپوښت او یو څو غوټې یې زما د کټ سره کېښودي. د لنډ وخت لپاره راغلی ؤ خو په څو شیبو کې یې راته وویل، چې له جنګه څومره بېزاره و. په غوټو کې یې واړه د میاسو جال ( پشه خانه ) د لوستلو لپاره څو انګریزی ورځپاڼي او یو د شرابو بوتل راوړی و.
په بله ورځ یو جګړن راغی او پوښتنه یې رانه وکړه چې د سفر کولو توان لرم او که نه. ما وویل هو اوس ښه یم . کله چې دوی زه د پټۍ لپاره له کټه پورته کړم نو له کړکۍ مې ولیدل چې مخامخ چمن له نویو قبرونو ډک و. یو ترکاڼ ( نجار ) د لرګي د تختو نه صلیبونه جوړول. څو ورځې وړاندې ده راته د تش کارتوس نه د سیکرېټ لګېدو ( لایتر ) جوړ کړی و. ډکټرانو غوښتل چې ما د میلان ښار ته واستوي، ځکه هلته د اکسرې ماشینونه ښه و. او د عملیاتو نه وروسته د هډوکو علاج کیدای شو. په بله ورځ د میلان لپاره زما سفر پیل شو او دوه ورځې مې په اورګاډي کې تیرې کړې چې را باندې سخت تمام شو.
په میلان یو امبولانس کې یې واچولم او امریکایي روغتون ته یې بوتلم. دوو کسانو تذکره لېفت ته یوړه خو دا دومره پلنه وه چې د لېفت دروازه کې نشوای ور دننه کېدای. ماته یې تخرګونو کې لاسونه راکړل او په لېفت کې یې څلورم پوړ ته وخېژولم. خو هلته هېڅوک نه وو چې یې راته کوټه پرانیستې وای. موږ په دهلیز کې ولاړ و او یو کس ته مې وویل او نرس راوله. یوه سپین سرې نرسه راغله او ماته یې په انګرزي ژبه وویل، په اېټالوي نه پوهیږم. ما ورته په انګریزي کې وویل، خیر دی، ما سره په انګریزي خبرې وکړه.
نرسې راته وویل، چې دوی ته چا د نوي مریض په اړه خبر نه دی ورکړی. ما ورنه وغوښتل چې یوه تشه کوټه کې مې واچوه . هغه وویل، موږ یوه کوټه هم تشه نه لرو. ما اېټالوي خدمتیانو ته د هغوی په ژبه وویل، ورشی که یوه کوټه تشه وي، ما په کې ور دننه کړی. یو کس راته وویل، ټولې کوټې تشې دي، ته د دې روغتون لمړی مریض یې.
تر هغه زما حوصله ختمه او د درد زغم مې نه لرلو نو په چیغه مې وویل، د خدای لپاره یوه کوټه کې مې څملوی. دوی ژر د یوې کوټې دروازه پرانسته چې هر څه پکې نوي وو او زه یې په کټ څملولم. ما د ډاکټر غوښتنه وکړه نو نرسې راته وویل، چې هغه په بل ښار کې دی. بیا مې د کاترین برکلي پوښتنه وکړه نو راته یې وویل، چې په روغتون کې په دې نوم څوک نرسه نه وه. خدمتیانو ته مې یو څو پیسې ورکړي نو ټول رانه ولاړل. شېبه وروسته زه تږی شوم نو د اوبو لپاره مې د کټ سره جوخت لګیدلی زنګ وغږوو خو هیڅوک را نه غلل.
زه هم همغسې ویده شوم. سهار یوه ځوانه نرسه راغله او زه یې پاک کړم. بیا سپین سرې هم راغله او دواړو راته پاکې جامې واغوستې او دری ګیلاسه اوبه مې وڅښلې. دوی راته وویل، چې ډاکتر ته خبر ورکړل شوی دی او دی به نن سبا کې راشي.
په بله ورځ ځوانې نرسې راته وویل چې د شپې له خوا کاترین نومې نرسه زما لیدو ته راغلې وه خو زه ویده وم. ما ترې غوښتنه وکړه چې یو نایي (ډم ) د راته راولي چې ږیره او ویښته جوړ کړم. کله چې ډم راغی نو ما ترې د ښار حال وپوښت، خو ده سم ځواب رانه کړ. راته یې وویل، په هره کوڅه کې د اتریش موټرې ګرځي او زه د خپل ملت دښمن سره خبری نه کوم. زه غلی شوم چې هسې نه د ږیرې خرېیلو پر ځای دا چاقو راته په خیټه کې ومنډي. د ده کار چې خلاص شو نو پیسې مې ورته ورکړی. د ماتو پیسو بخشش یې رانه وانه غوښتو او په قهر ټولې سیکې یې پر میز راته پرېښودي او ولاړو.
ما یو خدمتي راوغوښت او پوښتنه مې ترې وکړه چې دا ډم لېونۍ و؟ هغه وخندل او ویې ویل، دی داسې پوه شوی وو چې ته د اتریش اوسېدونکی یې هغه په زوره زوره وخندل نو ما و ویل، که په چاړه یې زما څټ غوڅ کړی وی نو اوس په دې ژړل. دی چې له دروازې ووت نو څوک رادننه شول. دا کاترین وه او له وړاندې راته ډېره ښکلې ښکاره سوه. ماسره یې روغبړ وکړ او زما له کټ سره جوخته په څوکۍ کېناسته. موږ تر ډېره وخته خبرې کولې اوله مانه هېر شول چې زه په روغتون کې یم. هغې راته وویل چې ډاکتر به مازیګر ته راورسېږي. ما غوښتل چې هغه ښکل کړم خو په سخته یې منع کړم او راته ویې ویلو چې ستا حالت ښه نه دی. بیا یې وویل، د نورو خلکو په وړاندې به ډېر احتیاط کوې چې دا زما د اوصولو خلاف خبره ده.
مازیګر محال ډاکټر راورسېد او سمدلاسه یې د اکسرې لپاره بوتلم. د دې ماشینونو چلوونکي ډېر په جوش لګیا وو او زما په زنګون او لنګو کې یې د اوسپنې وړې ټوتې ومنډلې. راته یې وویل چې ماښام به د اکسرې د ماشین عکسونه راته ښیي. ډاکتر راته یو نوي دارو وښودل چې د عملیاتو په ځای به یې وموښو او د درد احساس به یې لرې شي.
ده د اسټېلو (فولادو) جوړ نویو سامان الاتو په کارولو زما د پتون له غوښې د اوسپنې څو وړې ټوټې راووېستې چې ما په خپلو سترګو لیدلې. وروسته یې خپلې کوټې ته بوتلم او ماښام راته کاترین هغه عکسونه راښکاره کړل چې پکې زما د هډوکو کې خښ فلزي ټوټې مو لیدی شوی. ما کاترین ته وویل چې راسره پاتې شي. خو هغې عکسونه بېرته په یو لوی سور رنګ پاکټ کې کېښودل او د بیا راتلو وعدې سره له کوټې ووتله.
په بله ورځ دری ډاتکران راغلل او زه پوه شوم چې دوی ټول په خپل مسلک کې کمزوري وو، ځکه کله چې ډاکتران په ډله کې ګرځي نو د یو بلل نه مشوره اخلي او پر ځان باور نه لري. په دوی کې یو جراح و، راته یې د علاج په اړه معلومات راکړل چې شپږ میاشتې وخت یې اخیستو. زما دا خبره خوښه نه شوه. هغه ډ اکتر مې راوبللو چې زما له پتون یې د اوسپنې ټوتې ویستې وې او ورته مې وویل چې زه شپږ میاشتې په کټ نه شم تېرولای. ده وویل، ضرور نه ده چې ته د په کټ پروت اوسې. موږ غواړو چې لومړی ستا پرهرونه لمر وخوري چې ژر جوړشي. بیا به نورې ټوټې درنه وباسو او ورپسې به د هډوکو د جوړېدو علاج پیل کېږي.
ما ورته وویل چې زه په هغه ځوان سرجن (جراح) باور نه لرم او ماته د بل ښه کس راوغواړي. ده راته د ځوان صفتونه کول خو ما نه منل. اخر یې راته دیو بل سيینږيري جراح نوم واخیستو چې ما پېژندلو او په بله ورځ یې را وغوښتو. هغه د راتلو سره سبا ته د لومړی عملیاتو فیصله وکړه او راته یې وویل، ته باید نن د شپې څه ونه خورې.
کاترین د شپې تر ناوخته راسره وه. په بل سهار زه یې عملیاتو ته بوتلم او چې په هوش کې راغلم نو په خپل کټ پروت وم. نرسه راغله راته یې وویل چې عملیات دوه نیم ساعته روان وو. ما غوښتل چې کاترین ووینم خو هغه په ډیوټي نه وه. او په دې روغتون ته نور مریضان هم راوړل کېده او کاترین به په خپل نوبت د دوی پالنه کوله. یوه ورځ نرس هیلن فرګیسن زما لیدو ته راغله او ټوکې یې راسره کولې چې ما په سر ګوزار خوړلی و او ښایي چې یوڅه لېونۍ شوی یم. زما ټپونه جوړشول نو کله کله به له کټه ښکته کېدم.کاترین به د رخصت په ورځ زه په څرخي څوکۍ کېنولم او بهر به یې ویستلم. په مازدیګر کې به هوا سړه شوه نو په پارک کې به کېناستو. ورو ورو زما په پښو کې توان پیدا شو او زه به کله کله په ډانګورو وګرځیدم. کله د کوټې مخ ته د برنډې په یوه چوکۍ کېناستم او په اسمان کې مې د توتکیو سیل کاوه.
د روغتون په کښته پوړ کې د نرسانو د ویده کېدو ځایونه وو. یوه ورځ کاترین زه په پټه خپلې کوټې ته بوتلم هلته مې له دې سره ښې ډېرې خبرې وکړې. د کار پر وخت به د ټولو نرسانو ویښته په خولیو کې پټ وو او ما چېري د کاترین ویښته نه و لیدلي. اوس دې خولۍ او تر ویښتانو تاو شوي سیخونه لرې کړل نو ما ولیدل چې هغه څومره لوی او ښکلي ویښته لرل. نو موږ د راتلونکي ژوند په اړه خبرې کولې او غوښتل مو چې واده وکړو خو د جنګ له امله راته اندېښنې وې.
ما به ورځپاڼو کې د یوې او بلې غاړې د بریاوو خبرونه ولوستل او ارمان مې کاوه چې دا جنګ ژر پای ته ورسېږي. اوړی هم دغسې تېر شو او د مني په سر کې ما له ډانګرو ځان خلاص کړ او د یوې امسا سره مې قدم وهلی شو. خو کله چې زه د کاترین سره ښار ته تلم نو ډانګورې به راسره وې ځکه کاترین بیا راسره په اسانه راتلای شوه. که مې داسې نه وای کړي نو ټولو به هغه ته پېغور ورکاوه.
بیا زما د هډوکو علاج هم پیل شوی و چې د زنګون د تاوولو تمرین و. څو ورزشونه د پلې د نرمولو او دبندونو د تاوولو لپاره یې را باندی کول. کله به یې مالش را کاوه او کله به په تودو اوبو کې کېناستم. زما د هډوکو معاینه وشوه او د تداوی ټول اسناد یې راته جوړ کړل چې زما فیرقې ته ور واستول شول. څو ورځې وروسته مې یو لیک تر لاسه کړ چې پکې د دریو اونیو د رخصت وروسته کار ته د حاضریدو امر شوی و.
کاترین راته خبر راکړ چې دماشوم سره وه او بیا یې پوښتنه وکړه چې زه ورته په قهر خو نه یم. ما ورته ډاډ ورکړ نو دې وویل،
کاترین: غم مه کوه، ټول خلک ماشومان راوړي، زه به د هر څه غم و خورم. ته خو ځان له ما سره قید نه احساسوي؟
زه : ستا سره نه! د دی حالاتو له امله ځان تړلی احساسوم.
کاترین: موږ به یو وارې بیا د یو بل سره ووینو.
زه: هو! ته ډېره زړه وره یې، خو مرګ هم شته.
کاترین: تا نه دی اوریدلي چې بې زړه کس سل ځله مري، خو د زړه ور مړينه یو ځل وي.
زه: هو که زړه ور هوښیار وي نو بیا د ژوند هره شېبه ورته مرګ وي. د جنګ نه وروسته به کوم ځای کې ژوند کوو؟
کاترین: ښايي د زړو خلکو په کور کې. د جنګ دری کاله وتلي او هر کال زما دا هیله وه چې دا د کرسمس پر وخت بند شي چې موږ یې په امن ولمانځو. خو اوس راته داسې ښکاري چې زموږ زوی به په پوځ کې وي او دا جنګ به بس شي.
ما هغه ته د خپلو کاغذونو او د رخصت په اړه خبر ورکړ نو ویې ویل، دا خو ډېره ښه خبره ده. ته کوم ځای ته تلل غواړې؟ ما ورته وویل، هېچ چیرته نه ، زه دلته پاتې کېدل غواړم. هغې وویل، د ماشومانو کانه مه کوه، یو ځای غوره کړه او زه به هم درشم. ما وویل، ته به څنګه راځې؟ ویل یې خبره نه یم خو معلوم به شي.
ما او کاترین پلان جوړ کړی وچې زما د رخصت دوه اونۍ به یو ځای تیر وو خو په بله ورځ زه بې شیمې وم او نرسې زما سترګې ولیدي نو ډاکټر یې را وبللو. هغه له معاینې وروسته وویل، چې زما ژېړی دی. پاتې روخصتي مې هم پدې ناروغی کې ضایع شوه. په روغتون کې په وروستۍ ورځ مې له ټولو سره مخه ښه وکړه او خپل سامان مې د یو خدمتي په لاس د میلان د اورګاډي تم ځای ته ور واستوو ګاډي ټورین نه د شپې په لسو بجو راتلو.
زه د کاترین سره بازار ته ولاړم. د وسلې په یو دکان کې مې خپل زړه توپنګچه خرڅه کړه او په بدل کې مې یوه نوې واخیسته. د ژمي هوا سړه شوې وه او باران هم کیدو. یو ځای په اس ګاډي کې کښېناستو او زه په تم ځای کې ښکته شوم، کاترین مې ښکل کړه او کوچوان ته مې د روغتون پته ورکړه چې دا هلته ورسوي.
د دوو ورځو د سفر نه وروسته زه بیرته ګوریزیا ته ورسېدم او هلته هر څه هم همغسې و چې په تیر ژمي کې مې لیدلی و. زه خپلې کوټې ته ولاړم او ومې لیدل چې رینالډي سامان هم همغسې ایښی و خو دی پخپله نه و. کله چې دی راغی نو له روغبړ وروسته یې زما لینګي او زنګانونه معاینه کړل او ويې ویل، ته باید نور هم په روغتون کې پاتې شوی وی، ځکه ته روغ نه یې. ما ورته وویل، په پښو درېدی شم، دا راته بس دي. د شپې د ډوډۍ په وخت مې نور ملګري ولیدل، تورن، پادري، جګړن، فریډي. په ډوډۍ کې د غوښې قورمه وه او خبرې د دښمن په اړه وې.
رینالډي: دا د اتریش د افسرانو غوښه ده چې داسې کلکه ده اې پادري صیب ته ولې نن غوښه خورې؟ نن خو جمعه ده.
پادري: نن د پنج شنبه ورځ ده.
جګړن: نن په لنګر کې ډېره خاموشي ده، ځکه داسې ښکاري هر څوک رخصت دي.
رینالډي: دا لعنتي جنګ به کله پای ته رسېږي؟ دا هر څه د سینټ پال د لاسه دي. اورې پادري صیب؟
جګړن: تر څو مو چې اتریش په ګونډو کړی نه وي، جګړه به روانه وي.
پادري: خو اتریش که دا جنګ وګټي نو بیا به هم وسله نه غورځوي. دوی به یو نوی محاز پرانیزي.
په بله ورځ زه هغه غونډۍ ته ولاړم چې د اتریش پوځ پرې پروت و او ښکته یې زموږ په محاز بمبارونه کول او زه پکې ټپي شوم. ډېر عجیب احساس مې کوو. له ځایه یو سړک ښکته تللی و او د بمباریو له کبله ډېر کورونه وران شوي و. د امبولانس ډریور جینو مې ولید چې د جنګ حال یې راته وویل. په هغه شپه شوي جنګ اېټالویانو ګټلی و او اوس ښکته د وړاندې نه زیات شمېر ګاډي ولاړ و.
جینو راته وویل چې د برېتانیې پوځ هم راغلی و او د اتریش شره بوسنیا او د کرویشیا پوځونه مله و. له سیند ور اخوا اوس په یوې بلې غونډۍ جنګ پیل شوی و او کله کله به د ډزو غږ مو اوریده. جینو زه یو کور ته بوتلم چې پکې د امبولانس ګاډي او د دې چلوونکي مېشت و. د کور بهرني دیوالونه مات و خو د د ننه خونې د اوسېدو وې، یو وخت د سیلۍ طوفان راپورته شو او اسمان خړ شو. بیا داسې باران وشو چې ځای ځای ډنډونه جوړ شول.
باران تر ماسپښین ورېدو او چې لمر راوتلو نو ما بره وکتل. د غونډۍ په سر اوس د توپو لوګۍ ښکارېده هغه کورونه چې په بمباری کې وران شوي و د دي ملبه کې په زرګونو د بمونو وړی ټوټي او ګولۍ پرتې وي. د موټرو د تګ لاره پاکه کړل شوي وه او موږ مازدیګر په دوو موټرو کې لومړۍ لکې ته روان شو. د سړک دواړو غاړو ته د پروړو څادرونه ودرول شوي و چې اوس د باران له کبله لامده و.
د شپې بیا باران پیل شو او دری بجې وې چې موږ محاز لوري ته نږدې شوو. د کرویشیا پوځ په تیاره او باران کې هم جنګېده او د باروتو بوی مې سپېږمې سېځلې. د ټوپوکو او بمونو سرې رڼا ګانې به مې لیدی شوی. آخر د مخالف لوري ډزې بندې شوې خو شمال لوري ته لرې بیا هم جګړه وه. موږ ګاډی ایله درولی و چې د وړاندې لیکو نه یې لومړي ټپیان راوړل. په دوی کې ځینې په تذکرو، نور د ملګرو په اوږو او یو څو پخپلو پښو د بل په اوږه لاس ایښي را روان و. دوی ټول لامده و او سخت وحشت وهلي و.
دوه موټرې له تذکرو ډکې شوې. کله چې ما د دويم امبولانس دروازه بنده کړه او پخپل سېټ کې کېناستم نو پر مخ مې لاس ووهلو چې د باران اوبه ترې پاکې کړم. هغه وخت زما په لاس کې د اوبو پر ځای د یخي وړې ټوټې راغلې. ما بهر وکتل نو د باران سره د واورې بڼکې هم په زوره را پریوتې.
سهار واورې نه وې خو اسمان خړ و، او نوې حمله پیل شوې وه، د اتریش توپونو د ځنګل نه ور اخوا په یوه کلي بمبارۍ کولې ، بیا دا غلي شول خو شمال لوري ته سخت جنګ روان و.
موږ خبر شو چې په جنوب کې دښمن ماتې خوړلې وه او اوس ټول زور یې شمال ته و. د شپې تورن راته د یو ډګرمن له خولې وویل چې موږ به محاز پریږدو او عقب نشیني به کوو. وروسته دا خبر دروغ شو او راته یې وویل چې په حال به په همدې ځای کې دفاعي جنګ کېږي. د امبولانس یو ډرېور راته وویل، چې اوس یې د جرمني په جنګ کې وردانګلي و. دا د وېرې خبره وه ځکه چې د جرمني په ګډون اوس د یو سخت جنګ امکان و. ما د قومندان نه پوښتنه وکړه چې زموږ لپاره څه امر کوې. ده وویل چې ټول ټپیان شاته میداني روغتون ته ور واستوئ.
زموږ د تیښتې امکان زیات و ځکه چې د اېټالیې په پوځ فشار ډېر شوی و. زه تر اوسه د شاتګ حالت سره نه وم مخ شوی. له هغه څخه مې وپوښتل چې د تیښتې په وخت کې به له ټپیانو سره څه وکړو؟ ده راته وویل، هر څومره چې له ځان سره وړای شې، وایې خله او نور هم دلته پرېږده. ما بیا پوښتنه وکړه چې په موټرو کې نور څه له ځان سره وړی شو؟ د ده ځواب لنډ و “روغتیایي سامان”
په بله ورځ له محاز نه شا تګ پیل شو. خبر راغی چې د اتریش او جرمني پوځ زموږ شمالي لیکې ماتې کړې وې او له غرونو ښکته را روان و. دا تېښته ډېره منظمه وه. د شپې زموږ موټرې په داسې سرک ورو ورو خوځیدې چې په سونو لانده خیشته پوځیان پرې روان و د توپو ګاډي چې اسونو راښکل، یابو، د وسلو لارۍ ټول محاز نه لیرې روان و. هغسې چې پوځ وړاندې حرکت کوي او پکې ګډوډي وي، اوس هغه ګډوډي نه لیدل کېده.
په هغه شپه موږ د میدان روغتون د ټپیانو تش کړ او دوی مو شا ته یو بل ځای ته یوړل. په بله ورځ په سخت باران کې مو د ټپییانو د وړلو کار پیل کوو چې د اوداین ښار روغتون ته یې واستوو. په دریمه ورځ د غرمې زه ګوریزیا ته راغلم نو باران نه و خو ښار راته تش ښکارېده. ومو لیدل چې ځینو خلکو له ښاره کډه کوله. زه خپل ځای ته ورغلم نو هلته هم څوک نه و. زما ټول ملګري پخپلو کارونو پسې وتلي و. په ګیراج کې مې د ځینو موټرو د جوړلو امر وکړ او ټولو ډریورانو ته مې وویل چې دری ساعته خوب نه وروسته به روانېږو.
دوی په موټرو اخته شول او هغه موټر چې جوړ و میشت ځای ته مې نږدې ودر وو. هلته زما ملګرو له وړاندې د روغتون سامان الات او د داریو په بکسونو کې بند کړي او راته پرېښي و. دا مو په ګاډي کې بارول چې باران په ورېدو شو. زموږ دری ګاډي په یوه قطار د ونو لاندې تیار ودرېدل. ما “ پیاني “ ته وویل چې په پخلنځي کې اور بل کړه او لمدې جامې پرې وچې کړه.
پیاني: زه د وچو اولمدو په غم کې نه یم، خوب غواړم.
بونیلو: زه خو به د تړرن په کټ ویده شم.
پیاني: هر یو کټ چې وي، خو غواړم چې سترګې پټې کړم.
بو نیلو: (دروازه پرانیزی) ما ویل چې په کوټه کې په څه وي، دا خو دوه کټونه لري.
پیاني زه به هم دلته پرېوځم.
بو نیلو: ته ویده شه او د اتریش پوځیان به دې پاڅوي.
پیاني: زه نور امبولانس نه شم چلولی، تر څو مې شېبه خوب نه وي کړی. تېره پېره کې مې سترګې پټې وې. ښه ده چې ټکر مې نه دی کړی.
بونیلو: خوب خو زه هم غواړم، خو راویښ به مو څوک کړي؟
ما ورته ډاډ ورکړ چې زه به مو رواویښ کړم او دوی دواړه د بوټانو سره په کټ باندې پریوتل. نورو په پخلنځي کې اور بل کړی او اوبه یې د ایشولو لپاره ایښې وې. چا خپلې جامې وچولې ورته مې وویل چې د لږ ارام نه وروسته به پنېر او د ډبو غوښه وخورو. خو دوی د خوب پر ځای د مکروني په پخولو اخته و. ما ورته په دیوال ځړیدلي لوی ساعت په ټېم برابر کړ چې که دری ساعته ورسته زه ښکته رانغلم نو ما دی راویښ کړي. بیا زه خپلې کوټې ته ولاړم او په کټ پرېوتم.
دری ساعته ورسته مو په پخلنځي کې ډوډۍ وخوړه. د شپې نهه نیمې بجې وې چې موږ سف ته ملا وتړله. کوم ډریوران چې تازه و، دوی ته مې د موټر چلولو وویل او خوب وړي مې ورسره کښېنول چې د لارې په اوږدو کې په ناسته خوب وکړي. د موټرو رڼا ګانې بندې وې او موږ په یوه لیکه کې د اوداین لوري ته روان شو. د ښار د ننه هر ډول ګاډي مو ولیدل چې په ځینو کې خلک او په نورو کې سامان بار او د وتلو په هڅه کې وو. زموږ مخ ته یو لویه لارۍ چې سامان یې په ترپال کې پټ کړی و ، روانه وه. لارۍ ودریده او بیا روانه شوه خو څو شېبې وروسته بیا پر ځای ودرېده.
زه له امبولانس ښکته شوم او وړاندې په سړک مې ولیدل چې چا لاره یې بنده کړې وه. خو د موټرو او لاریو د لیکې په سر کې د یو بل سرک نه د پوځیانو لارۍ تیریدې چې د ټولو لاره یې ډپ کړې وه. داسې ښکارېده چې دا لیکه به ژر نه خوځي نو زه راغلم له پیاني سره کښېناستم. ده د موټر په اسټیرنګ سر ایښی ویده و. زه هم ویده شوم او کله چې د لارۍ غراری مې واورید نو دی مې پاڅولو او وړاندې و خوځیدو.
لږ واټن وروسته بیا هم هغه حال و. باران بیا ورېدو او د لارې د خوځېدو هېڅ نښه مې نه لیده. ولاړم چې د نورو ګاډو له حاله ځان خبر کړم. په یوه کې مې دوه پوځي انجینیران ناست ولیدل چې په پله یې کار کوو او له خپلې ډلګۍ شاته پاتې شوي و. زه بیرته خپل موټر کې کېناستم او د کاترین په اړه مې سوچ وکړ چې هغه به ویده وي که ویښه. د سهار دری بجې ګاډي بیا ورو ورو خوځیدل خو د سپیده چاودي نه وړاندې بیا ودریدو. د ورځې په رڼا کې مې ولیدل چې په غرونو کې تاو راتاو په هغه سرک په سوونو ګاډي ولاړ دي. د شپې شاو خوا د کلیو خلک هم د خپلو اس ګاډو سره په دې لیکو کې ګډ شوي و. په دې ګاډو کې د خلکو د کور شیان بار و. یوه هینداره به د توشکو له مینځه را وځلېده، چرګان او بطې د ګاډو سره تړلې و. زموږ مخې ته په یو ګاډي کې د ګنډلو ماشین باران ته پروت و. دوی هر هغه څه چې ارزښت یې لرلو، را په مخه کړي و.
په ځینو ګاډو کې ښځې د باران څخه د پټېدو په هڅه د یوه بل سره جوختې ناستې وې. نورې په سړک پلې هر څومره یې چې کولای شول د ګاډي سره نیږدې روانې وې. سپي د باران له امله د ګاډو لاندې روان و. په سرک خټې وې او په کندو کې اوبه ولاړې وې.
زموږ لپاره اوداین ښار ته تللو بله لاره دا وه چې له سړک ښکته دې کلیو ته تللې وای خو د ونو نه وراخوا په پټیو کې دومره اوبه وې چې هېچا زړه نه ښه کاوه چې پکې تګ وکړي زه بیا له موټره کښته شوم شا او خوا مې وکتل چې که یوه وړوکې لاره نورو ځایونو ته تللې وي نو موږ پرې ورشو. خو دا مې هم نه غوښتل چې په نالیدلې لاره سفر وکړو. باران اوس هم ورېده که دا دریدلې وی او د اتریش الوتکو په څو لاریو بمباری کړې وای ټول به دلته پاتې وی.
اخر په یو ځای مې وړه لاره ولیده چې د شمال لوري ته تللې وه او دواړو خواو ته یې ونې او پټه وه. ما د نورو ګاډو چلونکي خبر کړل. هغه دوه پوځ انجینیران زموږ په کار و چې ګاډو ته یې ټېله وکولی شوه. زما ملګري اوس وږي و او زما په اشاره دوی ګاډي هغه وړوکي سرک ته ورتاو کړل.
مونږ ښه شېبه مزل وکړ او د کلي یو کور ته ورسېدو چې اوسیدونکو یې ترې کډه کړې وه. په یو طاق انګور ځړیدل او کوهی هم پکې و. یو چا بوکه ور د ننه کړه او اوبه یې را ویستلې چې د ګاډو په انجن یې وشیندي. نورو د ډوډۍ لټه وکړه او په پخلنځي کې یې پنېر او مڼې و موندلې. موږ ځانونه ماړه کړل او پاتې پنېر مو راواخیستل.
اوډاین ته لس کلومیټره لار پاتې وه چې موټر مو په خټه کې بند شو. اوس باران نه وریدو او دری ځلې اولوتکې زموږ د سر د پاسه تیرې شوې او لیرې د لوی سړک په لور مو لوګي لیدل چې د دوی په بمباریو راپورته کیدل. موږ د خټو نه د ګاډي د ایستلو بېړه کوله چې ومې لیدل دواړه انجینیران پلي یو خوا روان و. ما ورپسې منډه کړه چې را ایسار یې کړم او ګاډي ټیله کولو لپاره مې ورته وویل. دوي اوږي و غورځولې چې ته خو زموږ مشر نه یې او اشاره یې وکړه چې موږ هم خپل ګاډي پرېږدو او په پښو روان شو ځکه چې الوتکې به را باندې بمونه وروي.
دوی کړندي شول او ما ورته په چیغه وویل ودریږئ خو د دوی ګامونه لا چټک شول. ما بیا چیغه کړه نو دوی منډه واخیسته. ما د پیټۍ نه خپله توپنچه را وویسته او ډز مې پرې وکړ. زما نښه خطا ولاړه او ومې لیدل چې دوی ځغستل. ما دری ډزې نورې وکړې نو یو پکې راپرېوتو. بل د سرک خوا ته په بوټو کې له سترګو پناه شو.
بونیلو ډریور زما خوا ته راغی او وي ویل، توپنچه راکړه ، ما هم دغسې وکړل. ده منډه کړه او لومړی پوځي چې په خټو کې پروت و، له نږدې یې پرې ډز وکړ او وې وژلو. موټر په ټېلو او ډیکو هم له خټو را بهر نه شو، نو یو پړی مو ورسره وتړلو په سړک ولاړ بل موټر په زور مو راښکلو.
هغه لا نور په خټو کې ور دننه شو. اخر مې فیصله وکړه چې هغه ګاډي به په خټو کې پرېږدو. له دې مونور ټول سامان په دوو نورو ګاډو کې کېښودل او روان شوو.لږ وړاندې مو دواړه ګاډي په میدان کې ځغلوول خو په پایله کې دا هم په خټه کې ونښتل او موږ د اوداین ښار لوري ته پلي روان شوو چې اوس زموږ د سترګو په وړاندې وو.
د ښار سره نږدې یو سند و چې ورباندې د اوسپنې پول په منځ کې په بمبارۍ سوری شوی و. اخر مې ټولو ته وویل چې یویو به له پله تېرېږو. زه وړاندې ولاړم او د پله سر ته وختلم نو د سیند لوري ته مې وکتل.
لرې یو بل د تیږو لوی پل جوړ و او هم هغه وخت مې پرې یو موټر ولید چې پکې ناستو کسانو د جرمني د پوځ د افسرانو خولۍ په سر کړې وې ما خپلو ملګرو ته اشاره وکړه او په منډه د پله بلې غاړې ته د یو ټیټ دېوال شاته کېناستم.
دوی چې راغلل نو ورته مې د جرمني د ګاډي خبر ورکړ. ټول حیران شول او یو بل ته یې کتل. شېبه وروسته په بایسکل سپاره د جرمني د پوځ یوه ډلګۍ مو ولیدله. چې د سیند په بله غاړه په هغه بل پله تېر شول. ما وویل، دا ډېره عجیبه خبره ده چې د دوی د مخنیوي لپاره دلته هېڅوک نه و. د سېند سره سره د اور ګاډي پټلۍ تېره وه او موږ ورو ورو په هغې روان شوو. اوس مو د ښار ودانۍ او کلیسا لیدای شوای. ناڅاپه ډزې وشوې او یو تن مو را پرېوت، موږ ټولو ځانونه پر ځمکه واچول او ښه شېبه وروسته چې د خطر امکان لږ شو نو د خپل ملګري د پټۍ تابیا مو وکړه خو دی مړ و. ما دده له جیبه کاغذونه راویستل چې وروسته یې دده کورنۍ ته ورواستوم. په موږ د ښار لخوا ډزې شوې وې چې د اېټالویانو سره وو. او س د موږ ژوند له خپلو خلکو نه په خطر کې وو.
موږ د سیند تر څنګ بلې غاړې ته لاړو چې تر شپې پورې یو ځای پټ شو. هغې غاړې ته ډېرې ونې وې چې موږ ترې په پټه تېر شوو. د میدان بلې غاړه کې یو کلیوال کور و او نورو ته مې وویل چې یو یو به ورته ورځو. زه وړاندې ولاړم او د کور پرانیستې دروازې نه وردننه شوم. دوه ملګري راپسې وو او په پخلنځي کې د ایرو د پاسه تش دېګ پروت و. هلته د خواړو څه نه وو.
یو تن وویل، موږ په دې کور کې نه شو ایسارېدای او باید په غوجله کې پټ شو. د پخلنځي سره جوخت د تیږو جوړې پوړی ښکته تللې وې . زه ور ښکته شوم نو په غوجله کې یو څاروی هم نه و. یوې خوا ته بوساړه او ورسره دوه کړکۍ وې چې د خطر په وخت ترې تښتېدای شوی. موږ دری واړه په پروړه پرېوتو او خبرې مو کولې چې په دې ښار کې څنګه به ژوندي پاته کېږو.
د ښار شمالي برخې نه د ماشینګنو د ډزو غږ راتلو خو بمبارۍ نه وې. د شپې موږ له هغې غوجلې نه ووتلو او د ښار منځ ته ولاړو. هلته هرې خواته د خلکو ګڼه ګوڼه وه. یو چا وویل، جنګ پای ته رسېدلی دی. او ټول خپلو کورونو ته روان دي. موږ لا په پوره حال پوه نه وو چې جرمني پوځ ونیولو او د نووروبندیانو سره یې ودرولو. یو ډګر من یې د سیند لوري ته بوتلو او د ډزو په اواز پوه شوم چې دی به یې وژلی وي. د نورو بندیانو یو ډله یې راوستله نو زموږ د نیوونکو پام هغوی ته شو. ما ترې منډه کړه او په سیند کې مې ورټوپ کړل. څو کسانو راپسې ډزې وکړې او زه ترهغې چې ساه مې بندولی شوه په اوبو کې وم.
یووارې مې سر رابهر کړ چې ساه واخلم او بیا مې د اوبو په بهیر کې ځان پرېښود. کله چې پوه شوم، له هغې ښاره لرې راوتلی وم نو یو ځای مې څنډې ته ځان نیږدې کړ او بهر را ووتلم. زما په جیب کې پیسې لندې شوې وې خو کار یې ورکولی شو. زه د شمال نه جنوب ته روان شوم او اخر د ټرېسټ ښار په لور تلونکې د اور ګاډي پټلۍ مې وموندله. د یو پله سره نیږدې د یو ګاډي په انتظار شوم او کله چې د مال ډبی راته مخته تېرېده نو په لوی پمپر وروختم. د ګاډي د پاسه محافظ ولاړ و او مخامخ یې کتل. ما د ډبي (خونې) د پاسه د ترپال مزي پرې کړل او ځان مې وردننه کړ.
ګاډی سهار وختي چې میلان ته ورسېد نو ما د تم ځای نه وړاندې ترې ټوپ کړل او ځان مې یو کافي ته ورسولو. هلته مې څه وخوړل او روغتون ته ولاړم. منیجر سیم مې ولید او خبر شوم چې کاترین دوه ورځې وړاندې د خپلې ملګرې سره د سټریسا ښار ته تللې وه چې د سویس پولې ته نیږدې و. ده راته خپلې جامې راکړې او لارې ګودرې یې راوښودلې. د سټیریسا ټکټ مې واخیست او په اورګاډؤي کې کېناستم. یوه ورځ پاڼه راسره وه خو ما د جنګ خبرونه نه غوښتل. سیم راته یو وړوکی بیګ راکړی و چې دوه کمیسونه پکې وو. نور د پیسو پاسپوټ نه علاوه مې څه نه لرل.
خپل منزل ته رسېدو یو هوټل ته لاړم، کوټه مې ونیوله او د هوټل مېلمه پال نه مې پوښتنه وکړه چې دوه نرسان خویې نه دي لیدلي ده راته وویل، اوس د جنګ له کبله دلته څوک نه راځي او ټول هوټلونه تش پراته دي خو ده دوې نرسانې لیدلې وې. ما ورته وویل چې په دوی کې یوه زما مېرمنه وه. د هوټل د میخانې یو ملازم راته وویل چې هغه دوې نرسانې د اورګاډي د تمځای سره نیږدې په وړکي هوټل کې ایسارې وې. کاترین او هېلن فرګیسن په ډوډۍ ناستې وې چې زه د دوی هوټل ته ولاړم. زما په لیدو د کاترین مخ وځلېد او ما چې ښکل کړه سره واوښته. هلېن یو څه هیښه او په قهر وه.
هېلن: زه ستا په لیدو خوشحاله نه یم. زما ملګرې ته د د زړه مرض اچولی دی. له دې سره د چل وکړ.
کاترین: (په خندا) هو د سکاټلېنډ خلک ډېر نېک او با اخلاقه وي.
هېلن: زما دا مطلب نه و، دده دا چل ول مې نه خوښېږي. د اېټالویانو پوځي لباس یې اغوستی او د ننه لکه د امریکایی مار په شان خصلت لري.
کاترین: اوس خو یې پوځي لباس نه دی اغوستی.
هېلن: په دې کې یې هم چل دی، کله پوځي شي کله ملکي. ټول اوړی یې ستا پوښتنه ونه کړه، نه یې ستا لیکونه ځواب کړل او اوس را ښکاره شو. اې … ځوانه، دې جینی ته بدنامي مه اړوه، که غواړې یې نو په کار ده چې زر ترزره ورسره واده وکړې.
کاترین را پاڅېده او ویې ویل، ښه ده واده به هم وکړو اوس به لږ بهر ووځو، وروسته به درسره ووینم.
کاترین رانه ډېرې پوښتنې وکړې چې زه څنګه د جنګ له ډګره راووتلم هغه ډارېده چې پولیس به مې ونیسي. ما ډاډ ورکړ چې زه د یو ښار نه بل ته د تلو اجازه لرم. دې راته وویل چې موږ د جهیل نه وراخوا د سویس خاورې ته که ولاړو نو زما د نیولو خطر به نه وي. دا مې خپل هوټل ته راوسته چې یو بل سره نیږدې پاتې شوږ
د شپې لس بجې وې چې د هوټل یو ملازم زما د کوټې دروازه وټکوله چې زه بهر وتلم نو خبر یې راکړ چې په ښار کې پولیس راپسې کرځي او ښایي تر سهاره د ونیسي. ما ترېنه د تېښتې لاره وپوښتله نو ویې ویل چې زه یوه کیښتۍ لرم او موږ کولای شو چې د شپې د جهیل له لارې سویس ته ولاړ شو. ما ورته د کاترین او سامان وویل نو ویې ویل، که تاسو هر څه تیار کړی نو زه به یې غم وخورم. زه دننه راغلم او کاترین ته مې وویل چې ژر ځان تیار کړه. بیا مو خپل کالي راټول کړل او دوه بیکونه مو هغه ملازم ته ورکړل چې بهر راته په انتطار و. راته یې وویل چې دی به د نوکرانو د پوڼیو نه ښکته شي او موږ د لویې دروازې نه بهر ووځو او داسې چلند وکړو کله چې د چکر لپاره روان و. ښکته ولاړو نو په تالار کې مېلمه پال دومره وختي زموږ په لیدو حیران شو. موږ ورته وویل چې د سیند سره د طوفان نندارې
ته روان وو. دی ژر ولاړو او یوه لویه چترۍ یې راوړه. ما ورته لس لیرې نوټ په لاس کیښود او را بهر شو. موږ د سرک نه یو باغ ته ورغلو او له هغه ځایه مو جهیل ته مخه کړه. هلته د هوټل ملازم راته ولاړ و او ویل یې چې ستاسو بکسونه مې په کښتۍ کې ایښي دي. ما هغه ته پیسې ورکولې نو راته یې وویل، کله چې بلې غاړې ته ورسیدې پنځه سوه فرانکه به رالیږې. بیا یې د ډوډۍ یوه غوټه راکړه او په مخه ښه یې راته وویل. د شپې یوولس بجې وې او که مونږ ټوله شپه کښتۍ چولولې وای بیا به اوو بجو ته خپل منزل ته رسېدو. باران ورېده او موږ سره قطب نما هم نه وه خو ملازم راته د لارې نښې راښودلې وې.
ما د هوا په لوري په تیاره کې کښتۍ چلوله او په لاره کې د نورو ښارونو رڼاګانې مو لیدی شوی خو په لړه کې نه پوهېدم چې کومو ځایونو نه تېر شو. کله چې زه د چپوانو په وهلو ستړی شوم نو کاترین ته مې ورکړل او په کښتۍ کې سملاستم. زما لاسونه پولۍ شوي و او شیمه را کې نه وه. سهار وختې د سویس اوبو ته ورسیدو نو کښتۍ مو له نورو سره په تم ځای کې ایساره کړه. په یوه کلي کې مو ناشته وکړه او په ګمرک کې د پاسپورټ ښودلو وروسته مونتریخ ښار ته ولاړو.
کاترین اوس زما مېرمنه وه او موږ په یوه وړوکې کرایي کور کې نوی ژوند پیل کړ. هلته مو هیڅوک نه پېژندل خو د ښار خلک را باندې مهربان وو. کاترین را باندې د ماشوم زیری وکړ نو ما په امریکه کې خپله کورنۍ هم خبره کړه. موږ پلان جوړ کړ چې د ماشوم له زیږیدو وروسته به یې هلته وړو.
کاترین د ماشوم لپاره چې څه په کار و، هغه یې له بازار واخیستل. زه په لوی پلورنځي کې جمنازیم ته ولاړم چې هلته د سوک وهلو تمرین وکړم. نور کله به زه هلته سهار چې کاترین به لا ویده وه، تللم. په کومو ورځو چې د سپرلي په شان هوا ماته شوه نو سوک وهلو به خوند راکوو. وروسته به مې ولامبل او ورو ورو به په لاره راتلم. کله یو کافی مخ ته به ودرېدم، یا به پکې کښېناستم او د خلکو ننداره به مې کوله.
د کرسمس دری ورځې وړاندې واورې وشوې. یو سهار موږ راویښ شو نو هر څه سپین و. موږ په کټ کې ناست و. په بخارۍ کې اور بل و او بهر مو د واورو ننداره کوله. کاترین وویل، کاشکې زما په واورو د ښوېدو لوبه زده وی.
سپرلی راغی او یوه شپه زه راویښ شوم نو کاترین نا ارامه وه. هغې د درد احساس کاوه، نو ما د نږدې
ګراج نه ورته ټکسې راوغوښته او دا مې روغتون ته بوتله. هلته د دې نوم او نور معلومات یې په یوه رجسټر کې ولیکل او یوې کوټې ته یې ورواستولو. کاترین یې په کټ کې څملوله او نرسه ورته ودریده. د سهار رڼا خپره شوه نو کاترین راته وویل، چې ورشه، څه وخوره او بیا راشه. نرسې راته وویل چې بهر د روغتون مخ ته یوه کافي ده.
زه ښکته ولاړم او په کافي کې کښېناستم. هلته یوه بوډا سړي راته د کافي پیاله کېښوده او پوښتنه یې وکړه چې دومره وختي مې څنګه پېښه وکړه. ورته مې وویل، زما د مېرمنې اولاد کېدونکی دی، هغې سره راغلی وم. ده راته دعا وکړه او د خوړو شیان یې راوړل. له ناشتې وروسته زه بیا روغتون ته ولاړم او د کاترین د کوټې دروازه مې وټکوله. هلته هېچا ځواب رانه کړ نو زه ور دننه شوم. کټ تش و او د کاترین شیان پکې پراته و. په یو میز د هغه د ویښتو برس او د کټ سره یې چپلکې ښکارېدې.
ما چورت وهلو چې څه وکړم پدي وخت کې نرسه راغله او زه یې هغه بلې خونې ته بوتلم. له دروازي مې ولیدل چې کاترین په یوه مېز پرته وه او په مخ یې د اکسیجن نقاب و. ډاکتر هم ولاړ و، نرسې راته چپنه ونیوله چې ژر مې واغوسته او ور دننه شوم. کاترین نقاب لرې کړ او په کم زوري غږ یې ډاډ راکړ چې هر څه به سم شي. تر ماسپښینه زه هلته وم، بیا د کاترین په وینا هم هغه کافي ته د ډوډۍ لپاره لاړم. چې بېرته راغلم نو ډاکتر راته وویل چې ماشوم به په عملیات را وباسو. ماښام عملیات وشو خو ماشوم مړ و او کاترین هم ښه نه وه. دا یې بېرته خپلې کوټې ته یوړه او زه بهر په یوه بنچ کېناستم. ډېر وخت تېر شو یوه نرسه راغله او راته یې وویل، چې ورشه مېرمنې سره دې ووینه. زه چې د هغې کټ ته ولاړم نو د کاترین رنګ لکه د څادر سپین و. زما په لیدو یې راسره په کم زوري غږ خبرې وکړې او ډاډ یې راکړ چې دا به ښه شي. زما په سترګو کې د اوښکو په لیدو دې وویل ، چې ته را سره وی نو زه له مرګه نه وېرېږم. ما د دې لاس ونیولو او ورته مې وویل، داسې خبرې مه کوه. ته به ښه شې. دا وموسېده او ویې ویل، زه مرمه، خو وعده وکړه چې ډېر به نه را پسې ژاړې؟ د دې په سترګو کې هم همغسې مینه وه لکه ما چې په لومړۍ ورځ د دې په لیدو احساس کړې وه. زه په منډه ډاکتر پسې لاړم خو چې بېرته راغلم کاترین په ابدي خوب ویده وه. او زه له روغتون نه بهر راغلم او په باران کې یوې خوا ته روان شوم.
پای
ټایپ او سینګار: سیدزلمی سادات