تاند- بریتانیايي پوځي اوین ډافیس ته، چې یو کال یې د افغانستان له سیمه ییزو پولیسو سره تېر کړی، د بریتانیا د جګړې دوهمه ستره جایزه ورکړای شوه.
اوین ډافیس پنځه ویشت کلن دی. ده په هلمند ولایت کې له افغان سیمه ییزو پولیسو سره یوکال د طالبانو پرضد جګړه کړې، له سیمه ییزو پولیسو سره په یوه خیمه او پوسته کې اوسېدلی، له هغوی سره یې ډوډۍ پخه کړې او یوځای خوړلې ده.
ده په دې موده کې د افغانانو په شان جامې اغوستلې، توره لونګۍ یې په سروله، ږیره یې پرې ایښې وه، په پښتو ژبه یې خبرې کولې او د افغانانو کلتور یې خپل کړی و.
ډافیس ته د جایزې د ورکولو په مهال وویل شول چې تراوسه پوري بل بریتانیايي پوځي د افغانانو منځ ته د دافیس په اندازه نه و ننوتی.
د لندن چاپ ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې ډافیس شپه او ورځ له افغان سیمه ییزو پولیسو سره په نهرسراج ولسوالۍ کې یو ځای و او د هغوی په پیاوړتیا کې یې د پام وړ مرسته کړې ده.
ده ته «د نیولارونس اف عربیا» لقب ورکړای شوی دی.
لاورنس اف عربیا، هغه بریتانیايي افسر و چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په کلونو کې یې عربان د افریقا په شمال کې د عثماني ترکانو پرضد وپارول.
ویل شوي چې ډافیس دومره روانه پښتو زده کړې چې له افغانانو سره یې د دوی د شپې په ناستو کې شعرونه او لنډۍ ویلې.