احمدشاه مسعود د ګل محمد نومي یوه پوځي افسر زوی او په ۱۹۵۲ م کال کې د افغانستان په پنجشېر کې وزیږید او له لیسه يي زده کړو وروسته د کابل پوهنتون د انجینرۍ په پوهنځي کې شامل شو، خو دا چې د افغانستان د اسلامي نهضت یا اخوان المسلمین غړی و نو په دې وجه د وخت له حکومت سره وران او پوهنتون ترې پاتې شو.

احمدشاه مسعود وروسته د داود خان په وخت کې د خپلو څو تنو نورو کسانو سره د پنجشېر په دره کې و، چې د حکومت لپاره یې سر دردی جوړاوه.

کله چې د ثور کمونېستي انقلاب را منځ ته شو، نو دغه جنګیالی  ځوان پاکستان ته لاړ او داسې ویل کیږي، چې هلته د ګلبدین حکمتیار سره نږدې او بیا ډېر زر یو له بل څخه منفور شول، ویل شوي چې په دغه وخت کې دی فلسطین ته ولاړ، د فلسطین د ازادۍ غوښتونکو غورځنګونو سره یو ځای شو او هلته  یې ځینې چاریکي زده کړې تر لاسه کړې او تر یوې مودې پورې هلته د اسرایيلو خلاف د فلسطنیانو تر څنګ وجنګید.

کله چې په افغانستان کې جهاد زور واخیست نو مسعود پاکستان ته راغی، دلته د استاد رباني سره نږدې شو او وروسته افغانستان پنجشېر ته راغی او دلته د یوې مودې لپاره د شوروي پوځونو په ضد وجنګېد.

احمدشاه مسعود په قوم تاجک و نو ځکه ونه توانېد چې د افغانستان  لوی قوم پښتون کې تلپاتې ملاتړ تر لاسه کړي.

داسې فکر کیده چې احمدشاه مسعود په مستقیم او غیر مستقیم ډول تقریبا په دې ټول ژوند کې د هغو ډلو سره په جګړه کې و چې اکثریت یې پښتانه وو.

کله چې شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ، نو احمشاه مسعود په ۱۹۸۲ م د شوروي لښکرو سره اوربند وکړ او په دې توګه سره یې خپل ټول قوت یوازې د پښتنو او آن د خپلو مجاهدینو په ضد په کار هم واچوه.

داسې ویل شوي چې ده به د جهاد په وخت کې اکثره پښتنو مجاهدینو قومندانانو سره د خپلو قومي او شخصي تضادونو په اساس جنګونه کول او داسې فکر کیده چې ده هم یو غیر ملي او نېشنلېستي فکر درلود، کوم چې دا ناعلمي مفکوره په وروسته کې د افغانستان او په خاص طور د کابل د ښار د ړنګیدو باعث شوه.

داسې معلومیده چې احمدشاه مسعود ۤ۱۹۹۲ م کې په پټه سره د جبل السراج په نوم د  پخواني دولت د ځینو پوځي افسرانو او نورو وسلوالو ډلو یو ایتلاف جوړ کړ چې قومنده یې د جنرال دوستم تر مشرۍ لاندې د جنبش ګوند په لاس کې وه، دغه ایتلاف موخه دا وه چې تر څو حزب اسلامي حکمتیار کابل ته را نه شي او د مسعود هدف یوازې دا و چې په کابل د خپل غیرمشروع  قدرت او د رباني د واک موده لا پسې اوږده کړي، چې وروسته دې ایتلاف چې په واقعیت کې مسعود او رباني هم ورسره وو، د حزب په ضد جګړې پیل کړې چې په نتیجه کې د کابل اکثره برخې ورانې او نږدې اویازره د کابل ښاریان ووژل شول.

ویل کیږي چې احمدشاه مسعود په ۱۹۹۲ کې کله چې د وخت دفاع وزیر و په کابل کې په ځینو سیمو توغندي ګذار کړل، چې په نتیجه کې د کابل دغه  سیمې سختې زیانمنې او په زرګونو کسان په کې ووژل شول.

په ۱۹۹۳ م کال کې چې کله طالبان را پیدا شول نو د نورو جهادي ډلو په شمول یې  احمدشاه مسعود سره په جګړو لاس پورې کړ؛ چې بالاخره په ۱۹۹۶ م کې طالبانو کابل ونيو او احمدشاه مسعود پنجشېر ته وتښتېد.

احمدشاه مسعود د کابل له پريښودو وروسته په شمال کې د طالبانو سره سخت جنګونه وکړل چې تر ټولو زیات د مقاومت زړی یې پنجشېر و، طالبانو څو ځله هڅه وکړه چې پنجشېر ونیسي، خو ناکام شول.

طالبانو په شمال کې نورې سیمې په تدریجي ډول وخت ناوخت تر لاسه کړې، تر دې چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د افغانستان پنځه نوي فیصده خاوره تر لاسه کړه.

په ۲۰۰۱ م کال کې شمال ټلوالې  هغه وخت خپل ټول مورال او روحیه وبایلله چې کله احمدشاه مسعود د تخار په ولایت کې د دوو عربانو له خوا چې ګومان کیږي د القاعده غړي وو، په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د احمدشاه مسعود له مرګ دوې ورځې وروسته د نېویارک او وشنګټن پېښې چېرته چې په زرګونو کسان مړه شول تر سره شوې او لامل یې په افغانستان کې مېشت د القاعده مشر اسامه بن لادن وګڼل شو.

کله چې طالبانو د اسامه بن لادن له سپارلو ډډه وکړه نو امریکا او متحدینو یې د القاعده او طالبانو پر ضد هوايی عملیات وکړل چې په نتیجه کې طالبان سقوط شول او د مسعود څخه پاتې شوي حامیان  د امریکا په زور او قوت په کابل کې قدرت ورسیدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *