په بصره کې د ایران د کونسلګرۍ لمبې

تاند- د عراق په بصره شیعه مېشت ښار کې خلکو د ایران کونسلګرۍ ته اور ورته کړ.

په بصره کې له تېرو ۵ ورځو راهیسې د ایران د مداخلو خلاف مظاهرې روانې دي او د دوشنبې له ورځې را په دې خوا د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ په اخوډب کې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په بصره کې، چې د عراق تر ټولو مهم بندري ښار دی، د ایران پر کونسلګرۍ د مظاهره چیانو حمله غندلې او په عین حال کې یې ویلي چې د کونسلګري کارکوونکي روغ رمټ دي.

په زرګونو عراقیان د بصرې ښار واټونو ته راوتلي او پر دولتي ودانیو حملې کوي.

د العربیې تلویزیون او نورو رسنیو راپورونه وايي چې مظاهره چیان په بصره کې د ولسمشرۍ د ماڼي لور ته روان دي.

 نن لږترلږه یو تن وژل شوی او ۱۱ نور مظاهره چیان ټپیان شوي دي.

مظاهره چیان غواړي په بصره کې د ولسي مبارزین ځواکونو پر مرکز برید وکړي. دا مرکز، چې د ایران پلوو عناصرو دی، د بصرې ښار د مرکزي برخې په جنوب ختیځ کې دی.

ایران وروسته له دې چې په بصره کې یې کونسلګري وسوځول شوه، له عراق سره د شلمچې بندر وتاړه او له ایرانیانو څخه یې وغوښتل چې له بصرې ووځي.

د بي بي سي د راپور له مخې ایران، عراقي چارواکو ته وویل چې د دیپلوماتیکو مرکزونو د ساتنې لپاره خپل مسوولیتونه په پام کې ونیسي.

مظاهره چیانو د عراق بیرغونه په لاسونو کې نیولي او په خپله خاوره کې د ایران د لاسوهنې پر ضد شعارونه ورکوي.

دوی وايي چې ایران د بصرې اوبه د ځان په ګټه پرچاو کړي او عراقي چارواکي د ایرانیانو غلامۍ ته سرونه ټیټ کړي دي.

دوی په بصره کې د ایران پلوه الصاحب الحق ملېشه ډلې پر مرکز هم برید وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *