لنډغر

تاند – په کابل کې د ژوندون رادېوتلوېزیون ادارې په دغه ښار کې د سنبلې د ۱۸مې د لنډه غرو د کالنیو حرکتونو په وړاندې د جدي عکس العمل خبرداری ورکړ.

په یوه خبرپاڼه کې چې د یادې ادارې د مشر او مؤسس پوهاند محمد اسماعیل یون په لاسلیک د ادارې په رسمي پیډ لیکل شوې، لوی څارنوالي،‌ د اطلاعات او کلتور وزارت، ستره محکمه، د کابل امنیه قومانداني، د کابل د ملي امنیت ریاست او د کابل ګاردنیزیون په کې کاپي شوي دي، راغلي؛ (تفصیل په اعلامیه کې)

د سنبلې په ۱۸مه چې د سپتمبر له ۹مې او د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود د وژل کېدلو له نېټې سره برابره ده، هر کال د نوموړي یو شمېرپلویان د کابل ښار سرکونو ته راوځي او د چاقوګانو او تمانچو په ښودلو او د موټرو په ځغلولو د ښاریانو تر منځ وېره او ترهه خپروي او هغه وخت وحشتونه وریادوي چې دغې ډلې د برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود د واکمنۍ پر وخت په کابل کې جوړ کړي ول.

که څه هم چې د نظار شورا پاتې شوني خپل وژل شوی قوماندان مسعود اتل بولي، خو نور سیاستوال، تحلیلګران او ولسي خلک نوموړی د بشري حقونو ماتونکی بولي.

په ټولنیزو رسنیو د ملي مشارکت ګوند مشر او سیاستوال نجیب الله کابلی ته منسوب یوه پیغام کې د نظار شورا د پاتې شونو د پورتنۍ ادعا ځواب کې وایي،

#مسعود قهرمان چې؟
در تگاب از #زرداد_فریادی شکست خورد
در میرویس میدان از #مزاری
در چهلستون از #حکمتیار
در تپه تاج بیگ از #دوستم
در بالاحصار کابل از #جبار_قهرمان …کشمیر خان. شکست خورد
در دوران وزارت دفاع خود حتی په #پل_محمود_خان رفته نمیتوانست
در دوران جهاد با روسها #پروتوکول آتش بس امضا کرد
در دوران حکومت خودش در #کولاب زندگی میکرد
ــــــ بزرگترین کارنامه های مسعود بزرگ
قتل عام مردم بیچاره و بیگناه #افشار که به امر مسعود دوازده هزار فرزند افشار تیرباران شد
چور و چپاول #معدنیات لاجورد و زمرد پنجشیر و بدخشان
چور آردهای سیلو مرکز .. چور سرای شهزاده
فروش اسلحه تانگ و توپ و دستگاه های ثقیله نظامی به پاکستان
فروش طیاره های نظامی و مسافربری به پاکستان و ایران در دوران وزارت دفاع اش
انتخاب جنرال حمیدگل ریس isi وقت بحیث مشاور نظامی کشور عزیز ما افغانستان
دسیسه علیه مشی مصالحه ملی و بغاوت علیه ملت رنجدیده افغانستان
به اوج رسانیدن تضاد های قومی و زبانی در وطن جنگ دیده
رها کردن ده ها هزار زندانی جنایی و خاینین ملی از زندان های کشور
پروتوکول از بین بردن حزب وحدت و حزب اسلامی با طالبان در میدان وردگ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *