تاند- د افغانستان حکومت غواړي چې په پلازمېنه کابل کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره کابل ښار په څلورو زونونو وویشي.
دا خبره ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د دشت برچي له یو شمېر اوسېدونکو سره په کتنه کې وکړه.
ښاغلي غني وویل چې د پلازمېنې اوسني امنیتي تدابیر کافي نه دي.
ارګ په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي«ولسمشر د محرم په ۱۰ ورځو کې پر جدي امنیتي تدابیرو لپاره ټینګار وکړ او امنیتي ځواکونو ته یې امر وکړ چې د شهید اوونۍ او د محرم د لسو ورځو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر غوره کړي.»
ولسمشر د دشت برچي له اوسېدونکو سره په غونډه کې د کابل د لوېدیځې حوزې د جوماتونو لپاره د موقتي وسلو د ورکولو په باب هم امنیتي چارواکو ته امر وکړ چې هراړخیزې څېړنې وکړي او د امنیت د خرابېدو د مخنیوي لپاره د جوماتونو د ساتونکو نظارتي میتود جوړ کړي.
د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې دوو انتحاري حملو شاوخوا ۲۶ تنه ووژل او ۹۰ نور ژوبل کړل.