برېښنا - له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا انتقال

تاند- ترکمنستان د حرارتي بریښنا د تولید یو لوی مرکز پرانیست چې افغانستان او پاکستان ته د کال ۳ ملیون کیلوواټ ساعت برېښنا صادره کړي.

د ترکمنستان د دولتي تلویزیون د راپور له مخې، دا برښنا کوټ، چې ګاز په برښنا بدلوي، پرون /شنبه/ د ترکمنستان مروې ښار ته نژدې پرانیستل شو.

دا برېښناکوټ، چې پر جوړولو یې یو ملیارد او ۲ سوه ملیون ډالره لګېدلي، د ترکمنستان د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي په بېلابېلو لارو خپل ګاز صادر کړي.

د ترکمنستان اقتصاد تر ډېره په ګازو متکي دی.

د دغه هیواد پر اقتصاد هغه مهال بد ګوزار وشو چې روسیې ورڅخه د ګازو پېرودل بس کړل.

اوس دا هیواد هڅه کوي چې د افغانستان له لارې د ټاپي نللیکې په وسیله پاکستان او هندوستان ته ګاز صادر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *