تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، یو انتحاری حمله کوونکی نن /یکشنبه/ ماسپښین مهال مخکې تر دې وویشتل شو چې حمله وکړي.
ګومان کېږي چې حمله کوونکي غوښتل چې د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت د هغه د پلویانو په منځ کې ځان والوزوي.
د ملي امنیت ریاست وايي چې ځانمرګی یې د امریکا سفارت ته نژدې له پېزندلو سره سم وویشت او وواژه.