تاند- په پلازمېنه کابل کې نن /یکشنبه/ یوې انتحاري حملې لږترلږکه ۲ تنه وژلي او لږ ترلږه ۹ تنه نور ژوبل کړي دي.
د کابل د پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزي پېښه تایید کړه، ویې ویل چې ځانمرګی پر موټر سایکل سپور و او د تایمني په سیمه کې یې د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود پلویان په نخښه کړل.
روغتوني سرچینې وايي چې تراوسه پورې د دې حملې ۹ ټپیان وروړل شوي دي.
تر دې پېښې څو ساعته مخکې د افغانستان د ملي امنیت ریاست وویل چې امنیتي ځواکونو یو انتحاری حمله کوونکی یې ماسپښین مهال مخکې تر دې وویشت چې حمله وکړي.
ګومان کېږي چې حمله کوونکي غوښتل چې د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت د هغه د پلویانو په منځ کې ځان والوزوي.
د ملي امنیت ریاست وايي چې ځانمرګی یې د امریکا سفارت ته نژدې له پېژندلو سره سم وویشت او وواژه.