تاند- د شهید اوونۍ او د جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د اوولسم تلین په مناسبت د هغه د پلویانو له لوري په ډزو او ګډوډیو کې یو شمېر کسان ژوبل شوي او یو شمېر نور نیول شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، لږترلږه ۱۵۰ تنه یې د خلکو د ځورولو او ترهولو په تور نیولي او ۲۰ میله وسله یې ورڅخه ضبط کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د لنډغرو ۳ موټرونه یې هم صبط کړي دي.
د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود پلویان، چې د کورنیو چارو وزارت غیرمسوول وسله وال بللي، په واټونو کې د موټرو په کاروانونو کې ګرځېدل او په هوايي ډزو او د وسلو او چاړو په ښودلو یې خلکو ته خپل زور ښکاراوه.
د دوی په ډزو د ټپي شویو دقیق شمېر معلوم نه دی خو د کابل روغتونونه وايي چې تر ۳۰ زیات ټپیان وررسول شوي چې یو شمېر یې په انتحاري برید کې ژوبل شوي او یو شمېر نور د خپلسرو وسله والو په ډزو ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د مسعود د پلویانو په ډزو د ټپیانو شمېر نژدې ۱۵ تنو ته رسېږي.
د کابل یو شمېر ښاریانو د پولیسو له لوري له لنډغرو سره د چلند هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا لومړی ځل دی چې امنیتي ځواکونه تر یوه حده د خپلسرو وسله والو په وړاندې درېږي.
واشنګټن پوسټ د کابل ښار د نن ورځې تصویر په یوه راپور کې انځور کړی او ویلي یې دي چې نن ښار د پخواني قوماندان د وژل کېدو د تلین په مناسبت د هغه د پلوي وسله والو له لوري د ګډوډۍ په میدان بدل شوی، وسله او چاړه په لاس کسان واټونو ته راوتلي، هوايي ډزې کوي او خلک یې مجبوره کړي چې له کورونو راونه وځي.
واشنګټن پوست وايي چې ګډوډۍ څه باندې ۸ ساعته دوام وکړ او له وسله والو طالبانو او نورو سختدریځو سره په جګړه کې د ښکېل افغان حکومت کمزورتیا یې نوره هم ښکاره کړه.
ورځپاڼه وايي چې د خپلسرو وسله والو له لوري ډزې هغه مهال کمې شوې چې انتحاري برید وشو.
د انتحاري برید په نتیحه کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي.
ددې نه معلومیږي چې په افغانستان کې دولت نشته، ځکه ددې ویډيو په لیدلو هماغه د کورنۍ جګړې وخت رایاد شو. که دولت یو څو کسه لوفر، لنډغر او لوچک په پلازمینه کې نه اداره کولی شي او نه یې مخه نیولی شي نو دا دولت په نشت حساب دی او دې ته باید دولت ونشي ویلی.