لیک او ترتیب: نور الله احمد

دا غونډه (۲۶/ذوالحجه/۱۴۳۹ هـ دا ۱۶/۶/۱۳۹۷ سره سمون خوري) چې دارالعلوم افغان ـ کابل کې ترسره شوه او نن جمعې ورځ (۲۷ ذوالحجه ۱۴۳۹) پای ته ورسېده د غونډې عنوان (د اسعارو تبادله) ټاکل شوی وو چې په دې اړه د افغانستان له ټولو ولایتونو مشهورو علماء کرامو او مفتي صاحبانو خپلې علمي مقالې ځان سره راوړې او هلته هیئت یا کمیټې ته تسلیم کړې چې ما احقر هم په دې موضوع یوه وړوکې مقاله په دې اړوند له وړاندې نه دوی ته سپارلې وه.
ټولو ګډونوالو د افغانستان فقهي مجمعې په دویمه ناسته کې چې کابل کې دائره شوې وه، د پوښتنپاڼې په دوو جزؤنو اجماع او د نظر اتفاق وکړ:
۱ـ دا چې اوسنۍ پولي واحد اثمان عرفي دی او ثمن خلقي او حقیقي نه دی.
۲ـ د دین تأخیر سره د اداء کولو په صورت کې زیاتوالی اخیستل سود دی.
البته د پوښتنپاڼې درېیم جزء په اړه چې د مختلف الجنسه پولي واحدو تبادله په نسیئه سهر ده، په اړه یې د څېړونکو نظرونه په دوو ډلو وېشل شوي دي:
۱ـ سدا للذریعه دا معامله ناجائز ده. ۲ـ د دې معاملې په حرمت او نارواوالي دلیل شتون نلري، نو مباح او روا ده.
د همدې اختلاف په اساس قطعي مصوبه راتلونکې ناستې ته وځنډېده څو په دې اړه دقت او لا زیات تحقیق وشي او د هیواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د سترو علماؤ نظرونه او اراء راټولې شي، که د الله جل جلاله رضا وه، نو ان شاء الله تعالی اتفاق ته نږدې پرېکړه به صورت ومومي.
که څه هم د علمي غونډې ګډونوال ډېر وو خو ځینې علماء کرام درته معرفي کوو:
د شیخ العرب والعجم شیخ الهند حسین احمد مدني خاص شاګرد شیخ المشائخ ولي الحق صدیقي د مفتي عبدالحق صدیقي زوی چې اصل د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ او نظرآباد کلي کې زیږېدلی بیا له لومړنیو زده کړو وروسته هند ته تللی او هلته یې تر دوره حدیث پورې زده کړې ترسره کړي بیا خپل هیواد افغانستان ته راستون شوی او له ۱۵ کاله تدریس وروسته پاکستان ته مهاجر شوی او اوس خپل آخري عمر خپل ټاټوبي کې تیروي. د دغه ستر شیخ په هکله به نور معلومات هم تاسو سره شریک کړم. شیخ صاحب غونډې ته لنډه ارزښتانه وینا هم واوروله او علماء کرام یې خپلو مسئولیتونو او دندو ته متوجه کړل تر څو د علم میدان کې رښتیني خدمتونه ترسره کړي او خلکو ته په حقیقي توګه اسلامي علوم ورسوي.
له هند یعنې ازهرالهند ام المدارس دارالعلوم دیوبند نه مفتي محمد نعمان او مفتي حکمت الله چې دی اصل د هرات دی خو هلته هند کې اوسيږي او دارالعلوم کې مدرس او مفتي هم ده ـ دغسې ایران نه مفتي زکریا دهواري عین العلوم ګشت سراوان او مولوي رحمت الله هم ګډون کړی وو او دوی د دغه مجلس خصوصي میلمانه ؤ.
مفتي محمد نعمان دیوبندي هم غونډه لنډه وینا واوروله او افتاء دغسې د مفتي لپاره ځینې لازمي شرائط او صفات بیان کړل ـ د مفتي لپاره دا لازمي دي چې د مسئلې په هکله پوره معلومات او څرګنده مطالعه ولري دغسې له معلوماتو او مطالعې سره سره مفتي باید تقوا ولري ترڅو د فتوې صادرولو وخت کې د چا پلوي ونکړي بلکې فتوا د حق پر بنسټ صادره کړي او دا هم لازمي دي چې فتوا ځانته یعنې یوازې صادره نکړي بلکې نورو علماء کرامو یعنې ملګرو مفتي صاحبانو چې دارالافتاء کې ورسره ګډونوال دي د هغوی نظر هم واخلي او صحیح او پر ځای فتوا صادره کړي.
نور ګډونوال: شیخ محب الله ترابي، شیخ محمد عمر صدیقي پکتیکا نه، مفتي محمد حسین سعید الافغاني کابل نه، مفتي عبدالرحیم له بغلان نه، مفتي عبدالرؤف قاسمي له کابل نه، مفتي عبدالحق حقاني کابل نه، مولوي نور الله عزام کابل نه، احمدالله حبیبي نیمروز نه، مفتي عبدالحق عتیق، مفتي محمد یونس او مفتي اسحاق کابل نه، مولوي صاحب محمد ابراهیم سادات کابل نه، مفتي عبدالرحمان دیوبندي، مفتي عبدالصمد، مفتي عبدالمنان دیوبندي، مفتي نثار احمد کابل نه، مفتي عزیزالله آغا کویټې نه، مفتي فضل الرحمان قاسمي فاضل دارالعلوم دیوبند….
دغسې له هلمند، کندهار، فراه، هرات، نمیروز، بدخشان، بلخ، تخار، بغلان، کندز، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، کابل، ننګرهار، کنړ، لغمان، نورستان، پروان، کاپیسا، غزني، پنجشیر، زابل، غور، بادغیس، فاریاب، سمنګان، پکتیکا… دغسې د هیواد ټولو ولایتونو نه سترو علماء کرامو او مفتیانو دغه علمي مجلس کې ګډون کړی وو. په ورته وخت کې راتلونکي غونډه کې به له هند نه ستر عالم شیخ امین عثماني، علامه خالد سیف الله او عتیق الله بستوي هم ګډون وکړي. دغسې د هند نوموتي عالم شیخ عیسٰی عثماني لنډ پيغام هم قرائت شو او بیا شیخ محب الله ترابي اختتامیه وینا وکړه او غونډه د مفتي محمد زکریا په اختتامیه دعاء پای ته ورسېده.
د غونډې په آخر کې دا اعلان هم وشو چې بله مجمع الفقه الاسلامي غونډه به اته میاشتې وروسته دایریږي او بیع الوفا او مروجه ګروي باندې به بحث کوي.
د یادولو وړ ده چې د مجمع الفقه الإسلامي اداري کمیټې مشر ښاغلی مفتي محمد یونس سادات وټاکل شو او معاونین یې مفتي عبدالحق حقاني او مفتي عبدالحق حبیبي وټاکل شول. او د علمي کمیټې مشري د ښاغلي عبدالله وثیق په غاړه ده.
باید یادونه وکړو چې افغان دارالعلوم لخوا په دغې غونډې یا علمي مجلس نږدې څوارلس لکه افغاني لګښت هم راغلی ـ الله تعالی دې دوی ته د دې په بدله کې په ملیونو ملیونو رقم ورکړي او ستر اجرونه دې هم په برخه شي.
یاداښت: د دغه علمي مجلس یا مجمع الفقه الاسلامي له برکته درس حدیث او نورو شیخانو او استادانو فرصت نه په ګټې اخیستنې له شیخ المشائخ حضرت علامه ولي الحق صدیقي نه د (الإجازة المسندة لسائر الکتب والفنون المتداولة) اجازې هم واخیستل شوې او هغه مبارک دا اجازت نامې او سندونه په خپل لاس ټولو استادانو او شیخانو ته لاسلیک او ورکړل. پاتې دې نه وي چې دغه اجازه او ستر اعزاز که ووایم زما د ژوند تر ټولو ستر سند او اعزاز به هم دا وي دا ماته هم هدیه کړای شو او د سند په آخر کې د دارالعلوم دیوبند نائب مفتي حضرت مفتي محمد نعمان دیوبندي او د ایران ستر سني عالم د عین العلوم مفتي حضرت مولانا محمد زکریا هم زما سند لاسلیک کړ چې له دوی ټولو ډېر منندوی یم. دعا کوم چې دغه سند ماته د دې باعث وګرځي تر څو د ټولو دیني علومو رښتینۍ او په سمه توګه خدمت ترسره کړم.
یاداښت: د خبرو په جریان کې مو د ډېرو علماء کرامو نومونه ونشو لیکلای؛ نو د هغو علماء کرامو چې نومونه یې لیکل شوي نه دي یا ځینې نورې خبرې چې دلته له موږ پاتې دي په هغې معذرت غواړم ـ ما هڅه وکړه تر څو د دغې مجمعې لنډیز بیان او ملګرو ته یې په لنډه توګه ورسوم.
د شیخ المشائخ حضرت علامه ولي الحق صدیقي لنډ تعارف:
نوم او نسب: شیخ المشائخ ولي الحق صدیقي بن مفتي عبدالحق صدیقي بن مولانا قاضي صاحب ګل صدیقي بن احمد ګل صدیقي په قوم باندې خواجه نسب یې حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه ته رسیږي او د ده په نسب کې تر ابوبکر صدیق رضي الله عنه پورې ټول عالمان تېر شوي دي.
پيدایښت: په ۱۳۰۵ هـ ش کال کې په ننګرهار ولایت او د سرخرود ولسوالۍ او د نظرآباد کلي کې زېږیدلی ده.
تعلیم: لومړنۍ تعلیم یې په خپل کلي نظرآباد کې شروع کړ ـ او کتابت یې د ملا عبدالرحیم نه د جالوان په کلي کې او د ملا باباجي اخندزاده نه ده بلو کلي کې حاصل کړي او د ګلستان اکثره حصه یې د خپل کاکا مولانان عبدالخالق خان صدیقي نه ویلی او یو څه اندازه د فقهې کتابونه یې د مولوي غلام محي الدین صاحب نه ویلي او صرف میر یې اولا د جناب مولوي حضرت ګل صاحب کابلي نه د کمبو په کلي کې او دویم ځل د ملا اکرام الدین د جلال آباد په یو کلي کې ویلی ده. او د صرف اکثر کتابونه د مولوي صاحب باجوړي نه او د نحوې اکثر کتابونه د خپل کاکا نه ویلي دي بیا په کال ۱۳۱۹ هـ ش کې د دیارلس کلنۍ په عمر د دیني علومو تحصیل دپاره ازهرالهند ام المدارس دارالعلوم دیوبند هند ته سفر کړی دی او هلته په دیوبند کې د ۱۳۱۹ هـ ش نه تر ۱۳۲۹ هـ ش کال تر آخره پورې لس کاله کې څوارلس مروجه علوم لکه فقه ـ عقائد ـ صرف ـ نحو ـ معاني ـ اصول ـ منطق ـ ادب ـ میراث ـ مناظره ـ تفسیر او حدیث په اعلٰی درجې سره حاصل کړي او په ۱۳۲۸ هـ ش کال کې د دوره حدیث شریف نه هم هلته فراغت وشو ـ په هغه وخت کې د ده سره په دوره حدیث کې د درس ملګري خطیب الاسلام حضرت مولانا سالم قاسمي رحمه الله او امیرالهند حضرت مولانا سید اسعد مدني رحمه الله ؤ. د اول بخاري شرف او د اول ترمذي شریف استاد یې شیخ الاسلام حسین احمد مدني صاحب رحمه الله وه او شیخ الادب مولانا اعزاز علي صاحب رحمه الله او جامع المعقول والمنقول حضرت مولانا ابراهیم بلیاوي صاحب رحمه الله او حضرت مولانا سید فخرالحسن صاحب رحمه الله د دوره حدیث شریف د نورو کتابونو استادان ؤ.
شیخ صاحب وایي چې هغه وخت کې ۷۰۰ کسان دوره حدیث کې وو او ۳ کسانو به د کتاب عبارت ویلو چې دی هم د هغو دریو نه یو وه او دی به د استاد مخې ته کېناستلو.
درس او تدریس او تألیف: خپل هیواد ته د راستنیدو نه وروسته او د فراغت نه بعد یې د الٰهي رضا پخاطر خپل عمر تدریس کولو دپاره وقف کړ او په ننګرهار او د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې دا مشغله ترسره کوله او د دې سره سره یې بل طرف ته د معلمي دنده هم ترسره کوله ـ شپاړلس کاله یې په افغانستان کې دا دنده ترسره کړه بیا یې پاکستان ته هجر وکړ او هلته یې هم په مختلفو مدارسو کې دغه د درس او تدریس مشغله ترسره کوله.
د افغانستان د ښوونځیو دپاره د (۷) ټولګي نه تر (۱۲) ټولګي پورې د هغو د نصاب دپاره عمل حدیث یا درس حدیث اړوند څو کتابونه هم ولیکل چې د هغو نه اکثر چاپ شوي هم دي.
همدارنګه په طریقت کې په څلور واړه طریقو کې اوو (۷) لویو مشهورو علماؤ ده ته خلافت هم ورکړی دی چې د هغوی نومونه په لاندې ډول دي:
۱ ـ خلیفه جهاني چې مشهور په ملا صاحب کجوري باندې وه. ۲ ـ جناب سید ارشاد پاچا صاحب. ۳ ـ مولانا محمد نظر چې مشهور په ملا صاحب پچیر باندې وه. ۴ ـ جناب سید قاسم پاچا صاحب د لغمان. ۵ ـ او په نقشبندیه کې جناب سید سرور آغا صاحب د کابل. ۶ ـ جناب مولوي پاینده محمد کابلي دیوبندي صاحب چې هغه خلیفه د شیخ الاسلام حسین احمد مدني رحمه الله وه. ۷ ـ جناب سید قیوم پاچا صاحب.

و آخر دعوانا ان الحمدلله رب العالمین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *