تاند – د فراه په ولایتي شورا کې د دغه ولایت استازو د شهیدانو له نامه څخه په استفادې سره دایره شوې غونډه ګډه وډه کړه.

په یوه لنډه ویډیو کې چې د غونډې له جریان څخه ثبت شوې او په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، لیدل کیږي چې د لنډه غرو یو پلوي د فراه ولایت له مقاماتو څخه غوښتنه کوي چې په ټولو ولایتونو کې دې د جنګسالارانو زامن په مهمو پوستونو وګوماري او سپارښتنه کوي چې همدا یې د بریا لاره ده.

د فراه والي، عبدالبصیرسالنګی، د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود له ډلې څخه دی چې ویل کیږي په لوټلو پیسو یې د نورو شتمنیو تر څنګ یو ډېرمجهز کورجوړ کړی دی.

د ویناوال د خبرو په ترڅ کې، د فراه د ولایتي شورا رییس فرید بختور ورپورته کیږي او ورته وایي چې خپل پلاستیکي قهرمانان په خلکو باندې مه تپئ.

د ښاغلي بختور له غبرګون سره غونډه ګډه وډه کیږي او د ټوپکونو لټونه وهل کیږي او ویډیو پرې کېږي.

ویل کیږي چې د غونډې برخوالو او د شهیدانو وارثانو د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود عکسونه څیرې او تر پښو لاندې کړل او پلویانو ته یې وهل ورکړل.

د مسعود له مړینې راهیسې د یادې ډلې یو شمېر پلویان هر کال د سنبلې په ۱۸مه په کابل ښار او یو شمېر نورو ځایونو کې وحشیانه حرکتونه او ډزې کوي او د یادې ډلې پخواني یادونه خلکو ته ور یادوي چې سږ کال یې هم د تېرو کالونو په څېر ګڼ شمېر کسان په ډزو سره ټپيان کړي دي.‌

One thought on “فرید بختور: خپل پلاستیکي قهرمانان دلته خلکو ته مه ښیئ”
  1. دا افغانانو او ټولی نړی ته مستند طور واضح ده چی چا جهاد کړی او چا معاملی؟ نور که طرف یا تعصب وی د روسی جنرالانو لیکنی ولولی.
    فرض یی کړی چی یو قوم یا ولسوالی کوم قهرمان ولری نو د انسانیت په تاریخ کی دوه اهمی مراجع شته یو یی دین او بل علوم نافعه
    ټول ملت ،امت او سالم بشریت قضاوت ته یی د انتر نیت له لاری وړاندی کړی چی دا ډول انحصاری
    نمانځنه د بشریت په تاریخ کی سابقه یا تائید لری که ټولو ته دالاندی سوالونه وریادوی؟
    په تیرو ۱۴ کلونو د کرزی کی وسلی ټولی او حکومت ته وسپارل شوی دا غیر مسؤل واجب الاحترام حضرات او د قانون نه پورته موجودات یعنی څه؟
    کله چی د بن د انحصاری معاملی د لاری دفاع او داخله وزارتونه او امنیت ریاست یا ټول امنیتی ارګانونه دوی سره وو ،آیا په لمړنی ۱۴ کلونو کی کومه دقیقه موجودی شوی چی اسله ،مهمات او ماشین آلات یا عراده جات وښیی؟
    میلیونی او میلیارد ډالری غله چی اوس اصلاحات او حکومت ګواښی ، کوم حزب سره تړاو لری او د کوم حزب د ارکانو کم از کم ۹۵٪ جوړوی معنی دا چی همدا لوټ او فساد د دوی مرام او برنامه ده نور کمال نلری خو د بن معاملی دی ملت باندی حاکم کړی ځکه دا ملت ةؤمن او مجاهد دی
    اونور سلګونه حیاتی اهم سوالونه چی دا ځای یی ظرفیت نلری خو بیا هم د والی په خبره دوی او د دوی حرامیان باید حکومت وکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *