تاند- د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند نن/ یکشنبه/ اعلان وکړ چې د دغه ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان د ولسمشرحامد کرزي په بلنه راتلونکې اوونۍ کابل ته سفر کوي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند ویندوی جان اڅکزي وویل چې د ګوند مرکزي کمېټې پرېکړه وکړه چې کابل ته د مولانا فضل الرحمن د سفر لپاره د افغانستان د ولسمشرحامد کرزي بلنه ومني.

مولانا فضل الرحمن به د یوه پنځه کسیز پلاوي په مشرۍ کابل ته لاړ شي. له ده سره به په دې سفر کې ویاند جان اڅکزی، مولانا ګل نصیب خان، مولانا عبدالواسع او مفتي ابرار ملګري وي.

ښاغلي اڅکزي کابل ته د فضل الرحمن سفر د خلکو ترمنځ د تماسونو پراساس د ښه نیت نښه وبلله. ده همداراز وویل:«څرنګه چې د افغانستان ولسمشر فضل الرحمن ته بلنه ورکړې نو د خبرو اجنډا به هم افغان ولسمشر وټاکي.»

د افغانستان ولسمشر مخکې هم د فضل الرحمن په ګډون د پاکستان بېلابېلو سیاسي او مذهبي مشرانو ته د افغانستان د سولې په پروسه کې د مرستې لپاره د افغانستان د سفر بلنې ورکړي دي.

ښاغلي کرزي په وروستیو ورځو کې د بهرنیو چارووزارت له لارې مولانا فضل الرحمن ته د کابل د سفر بلنه لېږلې وه.

مولانا فضل الرحمن به د افغانستان د ولسمشر او د سولې د عالي شورا د غړیو په شمول له بېلابېلو افغان چارواکو سره په سیمه کې د سولې او ثبات پر لارو چارو خبرې وکړي.

3 thoughts on “مولانا فضل الرحمن د ولسمشرکرزي په بلنه کابل ته سفر کوي”
  1. دا شیطان د څه له پاره غواړي؟ د دغه قاتل په شیطانۍ خو په لکونو افغان کورنۍ له خپلوسرپرستانو بې برخې شوې. خدای دې دی په دا سپینه ږیره د نورو ملایانو په څېر له کوم هلک سره وشرموي.

  2. دا فضل رحمن خرڅ شوی او غولول شوی پښتون دی

    دا یوازینی پښتون دی چې لر پښتانه ېې د پنجاب غلام کړیدي (اسلامي اخوت ېې ورته مثال ګرځولی دی). کرزی باید دا ډول ګمراه شوي پښتانه وهڅوي ترڅو د ډیورڼد لاین پرضد خپل غږ پورته کړي. پښتانه د ډیورنډ لاین ویشلي او کمزوري کړیدي او له همدې کبله نن له یوې پرې پنجاب له بلې خوا پرې شمال ټلوالې، امریکا او هندوستان اور بل کړیدی.

  3. د فضل الرحمن عجیبه فکر بادی پوهه نشوم

    د اسلام په تاریخ کښی خو دده په شان لنګوټه د کوم اسلامی عالم نشته البت

    په هندوانو کښی ددغه زیړ دستمال تړل زیات رواج دی

    ځانته عالم وایی ولی د نواقض الاسلام د اتم حد له مخی

    د پاکستان قانون چه وضعی هغه قانون ده چه د فرنګیانو پر عقل اوفکر

    تصویب شوی ده چه پّ همدی سبب د پاکستان قانون ته غاړه ایښودل

    هم کفر ده او شرک ده نو دی مولی جان څنګه پکښی کار کوی؟

    زه خو وایم دا تر اوسه هم کیدای شی یا هندو پاته وی یا به [ چنګړی وی

    د افسوس خبره داده چه زمونګ د علماو او مشرانو له لاسه دی حال ته

    رارسیدلی یو چه د چنګړیانو ته هم یوه رسمی بلنه ورکوو او د کابل

    د ګل خانی ماڼی پری ګورو والا د هضم وړ خو ما ته نده تاسو ته که د هض وړ

    وی نو ستاسو هاضمه به ډیره قوی وی او ډبری به هم هضمولای شی

    خو کرزی ښکاری بیا هم د امریکایانو په خوله لکه د تل په شان غولیدلی ده

    فضل الرحمن ته اوس هغه ثبوتونه چه د فضل الرحمن لاس د افغانستان په

    بی امنتی کښی ثابتوی اول ورته ښکاروی او بیا به یو ډول تهدیدی غوښتنی

    ورڅخه کوی . خو دکرزی دومره سترګی ړندی دی چه همدا خلک پخپله د

    هیڅ کار کولو جرات نلری بلکه هر څه دامریکا سره په ګډ او مشترک پلان تر

    سره کوی چه د امریکا کړکیچن او مجبور افغانستان په کار ده او د پاکستان هم

    غلام او تل کمزوری بی وسه زخمی او ړوند افغانستان د خپلی بقا په خاطر

    په کار ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *