تاند- وسله والو طالبانو له تېرې شپې څخه د سرپل ولایت پر مرکز، سرپُل ښار له درو خواوو حملې پیل کړي چې لا هم دوام لري.

د سرپُل د والي ویندوی ذبیح الله اماني نن /دوشنبه/ رسنیو ته وویل چې که کومکي ځواک ورونه رسېږي ممکن د ولایت مرکز د طالبانو لاس ته ولوېږي.

اماني وايي چې حاضردمه د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه روانه ده خو د مرګ ژوبلو په اړه کره معلومات نه لري.

ځینې راپورونه وايي چې طالبان د ولایت د مرکز ۳ کیلومترۍ ته رسېدلي او په ځانګړي ډول د ښار له لوېدیځې او شمالي خواوو څخه پر ښار د درنو وسلو ګولۍ اوروي.

همداراز ادعا کېږي چې طالبانو په سرپُل کې یو مهم پوځي مرکز نیولی دی خو د سرپُل چارواکي دا خبره ردوي.

د سرپُل – جوزجان لویه لاره بنده شوې ده. دا لار سرپل ته د اکمالاتو تر ټولو لنډه لار ده.

طالبانو تېره میاشت (تر اختر مخکې) غزني ښار د لنډې مودې لپاره ونیوه چې په نتیجه کې یې د ولایت اکثره دولتي تاسیسات، تجارتي مرکزونه او د خلکو ګڼ شمېر دوکانونه ویجاړ شول.

د سرپل د ولایتي شورا یوه غړي اسدالله خُرم پژواک خبري اژانس ته ویلي چې وسله والو طالبانو د بلغي د پوځي اډې په شاوخوا کېد ملي اردو، ملي پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو ۸ پوستې نیولي دي.

ده همداراز ویلي چې په همدې سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې طالبانو د بلغي د سیمې په شاوخوا کې ټولې پوستې نیولي دي او افغان امنیتي ځواکونو ته یې سخته مرګ ژوبله اړولې ده.

ده دا هم ویلي چې کومکي ځواک ډېر ورو سیمې ته ورروان دی ځکه چې طالبانو یې په لاره کې خنډونه پېښ کړي دي.

دا خبر بیا بیا تازه کېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *