پر تاري بورۍ څاڅکې څاڅکې وینې شپول جوړ کړی و، بورۍ د یوې لوېشت په اندازه تکه سره اوښتې وه.
اوس هم چې څه ورپورې ولگېږي، له غومبرو مې وچه شوې وینه ودوړېږي او تازه وینه غوټه غوټه راووځي.
د پیشکې سترګې د بورۍ په تیاره کې تکې شنې ښکارېدې او شوبین يې کاوه. د سترګو شوبین يې تر څو شېبو مخکې لږ پيکه او کله کله به بېخي ورک شو.
له مړوندو مې تاو شویو ریتاړو کې پنچې وښورولې، ریتاړه لږ څه ارته شوه. لاسونه مې په زحمت له ریتاړو راوایستل، حلقې ته ورته ریتاړه مې د چپ لاس په مړوند کې پاتې شوه او په لاس پورې مې زنګېده.
د مخ ټپونو مې سوی وکړ، بېرته مې ګوتې ترې لرې کړې، بیا مې لاسونه اوږده کړل؛ خو ومې نه شوی غځولی. بورۍ تنګه وه او دوه ساه کښان پکې پراته وو. د تارینې بورۍ له سوريو سړه هوا رادننه شوه، په سپوږمو مې ښه اوږده ساه وکښله، د پیشو هم ستمی وخوت، لکه چې دغې هوا هغې ته هم خوند ورکړی و. د سترګو شوبین يې بیا تازه شو او ومې انګېرله، چې خوب يې تښتېدلی دی. دواړه لاسونه مې د پیشو پر مخ تېر کړل، د سترګو شوبین يې یوه شېبه زما د لاس له وروړلو سره زما له نظره پناه شو. پیشو هماغسې ارامه پرته وه، نوکارې يې راباندې ونه لګولې، سترګې يې پټې کړې، ژبه يې پر شونډو تېره کړه، خوله يې وازه شوه، تالو کې يې تار تار لاړې ښکاره شوې. اوس نو سباوون راختلی و.
دغې بورۍ ته د شپې نژدې نهه بجې لاس تړلی اچول شوي یم. زه هغه وخت پر ځان ونه پوهېدم، چې څومره وډبول شوم؛ خو اوس تر اووه ساعتونو وروسته مې څټ، ملا او کوناټیو کې ژور درد احساسوم. په وروستي ګوزار خو ان د بېلچې لاستی راباندې دړې وړې شوی و. اکا مې مور ته ویلي و: «د نه سړي د زوی له خولې بیا ډډوزې لټېږي.» پلار مې سړی و؛ خو نه سړی يې څوک باله، دا خبره مې تر اوسه په ذهن کې انګازې کوي.
پیشو ته چې ځير شوم، یو غوږ يې تور و، د ټنډې له وچ نیمايي څخه يې تر پوزې توره پلنه لیکه تللې وه. له لکۍ پرته نوره تکه سپینه ښکارېده. ومې پېژندله. اکا مې په لومړي ځل د خوړ غاړې ته چې هغه مهال پيشونګورې وه، موندلې وه. اکا مې ویلي و، چې لږ په حال راشي او له بدنه يې اوبه ونينېږي، سم له واره يې له کوره وباسئ؛ خو نه پوهېږو، درې ساعته وروسته چې باران ودرېد، مور مې د سید اضغر اکا د کلا تر څنګ چې زموږ تر کلا پنځه کلاوې ورهاخوا د لمرخاته خوا ته ودانه شوې وه، خوشې کړې وه؛ خو د هغې له راننوتولو سره سم پشنګورې د میاو میاو په غږ بدرګه کړې وه. بیا مو چې هر څومره له کوره وباسله، زموږ کور يې پرېنښود. اکا مې یو ورځ له کلي بهر په یوه دښته کې پرېښې وه؛ خو پر هماغه شپه يې زموږ د ډوډۍ پر پاتې شونو بیا شوخند واهه.
پیشو سترګې راواړولې، برېتونه یې وښورېدل، لکه چې څه يې راته ویل، ښايي راته غږېدله به، زه يې پر ژبه نه پوهېدم. موږ دوه ژبه ور خو دوه ګونګیان سره اوسېدو. ما په دغه یوازيتوب کې له سره د خپګان احساس نه کاوه، زړه ته مې وړوکي درد هم لاره نه وه کړې او د پخوا په څېر بې حسۍ چاپېر کړی وم، تر پخواني حالته مې دا بې حسي لویه نېکمرغۍ ګڼله؛ خو کله کله به مې په پیشو زړه وسوځېد. دا پيشو يې زما په سر مجازات کړې وه. اکا مې دا پيشو زما د اذیت لپاره په بوجۍ کې راسره اچولې وه؛ خو زما پر ځای پيشو اذیت کېدله، د دې لپاره چې له ما سره واوسېږي. په یوه دوزخ کې يې مجبوره کړې، چې ساه وکاږي. له داسې یوه کس سره چې ټول بدن يې زهر زهر دی، زه ووېرېدم، چې زما پر مخ د نوکارو له امله خو دا زهر هغې ته نه دي لېږدول شوي؟ وروسته بیا ډاډه شوم، چې نه داسې نه ده، ځکه څه کم اووه ساعته کېږي، رکه روغه ده او لا هم ژوند ته هیله منه ښکاري.
سترګې مې پرانیستې، پیشو هم په ما کې سترګې ښخې کړې وې، په ځير ځير يې راکتل او ان د سترګو رګونه مې يې جوت ولیدلی شوی. ما ورته کړه: «د هيلو د رغون لپاره بله لار نه وه راپاتې، ورمخه مې کړه، ښه به وم، د یو څو شېبو لپاره به په ځان نه وم خبر. پر ما د نورو کسانو په څېر نړۍ نه راڅرخېده؛ بلکې زه له نړۍ ګردچاپېر تاوېدم؛ خو دا سفر به لنډ و، ژر به پای ته ورسېد او بیا به هماغه پخوانۍ کيسې وې او یوه ګودال ته ورته سمڅه کې به مې ژوند و. دغې سمڅې ته د رڼا واړه څرک هم لاره نه شوی کولی.»
ناڅاپه کړپ شو، پيشو وښورېده، سپږمې يې کش کړې. ګومان کوم، د موږک بوی به يې تر سپږمو شوی وي. اکا مې یوازې د موږکانو د خوړلو لپاره دا پيشو خوښوله؛ خو که به د اوړو بورۍ سورۍ شوې وه، شک به پر موږک راته، بیا به يې پر پيشو قیامت راټيټ کړ. یوه ورځ يې پيشو په ستوني کې کله نیولې وه، د پيشو سترګې ټاغې ټاغې راختلې وې او اکا مې درګرده ویل، چې د ښوروا کاسه پيشو اړولې ده او ده په خپلو سترګو پيشو لیدلې هم ده؛ خو وروسته پته ولګېده، چې کاسه پيشو نه؛ بلکې خپلې لمسۍ يې غرڅنۍ چپه کړې وه.
پیشو هماغسې سپږمې بوڅې نیولې وې، وروسته مې پام شو، چې ښايي زما د خولې بوی به ورځي. دې بدمرغه ترخو اوبو بد خراب کړی وم. اوس اوس مې په ښي وزر کې هم درد زیات شوی و؛ خو په لومړي سر کې چې د بېلچې لاستي هم راباندې مات شوي وو، کوچنی درد مې هم نه و احساس کړی او ځان مې نېکمرغه باله. اوس يې اغېز پيکه شوی و، ځکه خو بیا دردونو رامخه کړې وه.
*****************
پیشو ناڅاپه ټوپ کړ، ښغ شو او له بورۍ ووته او د سترګو په رپ کې رانه ترۍ تم شوه. د بورۍ په خوله کې مې دوه جوړه بوټان ولیدل. پر یوه جوړ بوټانو پايڅې راپرتې وې او په بل جوړ بوټانو کې پنډ لېنګي دننه شوي وو. غبرګ لاسونه راوږده شول، ومې پېژندل، پلار مې و. اکا له چپې پښې کش کړم؛ خو له بورۍ يې ونه ویستلی شوم، بورۍ هم راسره وښويېده. اکا مې وویل: «ملا صاحب! د بورۍ پر ها بل سر پښه کېږده، چې دا د خره زوی ورنه راوباسو.» د بورۍ په بل ځل کشونې سره يې بوټ ترې وایستم.
********************
چې سترګې مې وغړولې، په کوټه کې مې ډله خلک ولیدل، بالښتونو ته يې ډډې وهلې وې. په توفداني وار نه وه، په مېلمستون کې ګرده ورده تاوېدله.
– ښه! د کلي جومات ته به ځي او توبه به باسي!
په هوجره کې ټولو کسانو شور ځوږ جوړ کړ او د ملا صاحب خبره يې تاييد کړه. د کوټې له بره کونجه پلن او غوښن سړي له ناستو کسانو د خبرو اجازه وغوښته او ویې ویل: «دُرې (قمچینې) مو هېرې دي!»
زموږ یوه ګاونډ پرې ورنارې کړې: «نه، داسې مو په زړه وې، لکه په ډوډۍ کې مالګه.»
په کوټه کې یو کس هم زما له مجازاتونې سره مخالف نه و. دا محاکمه یو اړخیزه محاکمه وه او ما ته يې د خبرو کولو چانس نه راکاوه. دلته تورن ته د ځان سپيناوي فرصت نه ورکول کېده. هر څه د سپينږيرو په پرېکړو فیصله کېدل.
په هوجره کې ټولو پرېکړه وکړه، چې سبا پر نهه بجې به د کلي جومات کې تر توبې وروسته اویا دُرې وهل کېږم او دا مجازات باید د کلي ټول خلک وویني.
د کلي ډم د هوجرې په دروازه کې ناست و. ملا ورغږ کړ: «بر کلی هم درسره خبر کړه.» ډم مخکې له مخکې ځان د «هو» ځواب ته چمتو کړی و.
پلار مې له مټ نیولی وم، درز شو، د کادانې ور يې راپورې کړ، د وره تر راپورې کولو وروسته هم تر دروازې ها خوا د کړپا غږ راته. کړپا ښه شېبه وغځېدله. ګومان کوم، چې کولپ به يې پسې اچاوه، چې هسې نه مور مې د کادانې ور راته خلاص کړي.
سر مې پر زنګنونو کېښود، د سیوري او نمجنې مځکې بوی مې تر سپږمو شو، د بدن درد مې تر پخوا زیات شوی و. اوس مې پر ملا، کوناټيو او لاس سربېره ټول بدن څړیکه څړیکه کوي؛ خو دلته راسره هېڅ څه نشته، چې دا دردونه مې پرې تسکین کړم. د غره د بېخ کمرونو ته نه شم تللی، چې تر ډبرو لاندې يې وپلټم، ګوندې په کوم بوتل کې غوړپ نیم پاتی وي؛ خو له هغه ځایه مې اوس کرکه کېږي. ورېرې غرڅنۍ مې پلار ته شک وراچولی و، چې تره يې تر ډبرو لاندې ښیښه يي ښکلي بوتلونه پټوي او تر هغه وروسته زه د پلار تر څار لاندې راغلی وم؛ خو د هغه له څار څخه ناخبره وم.
په کادانه کې مې کښی واورېد. کښا زیاته شوه. پیشو په موږک پسې منډې کړې، موږک په وښو کې ننوت. پیشو راغله، پر شونډو يې ژبه تېره کړه. پښو ته مې کېناسته، ما له زنګنو زنه پورته کړه، پلترۍ مې ووهلې، یو خلی مې رواخیست او یو څو کرښې مې پر ځمکه کش کړې. دا کرښې زما د برخلیک په شان جړ رسم شوې. یو په بل کې ننوتلې وې او سر او بر يې له ما هم ورک شوی و. دغو کرښو سربداله کړم، اسوېلی مې وایست. د پيشو میاو مې تر غوږو شو.
ــ یوازیتوب ګران نه دی، هېڅ ګران نه دی. پوهېږې، له کوم حالته سړی روغ نه شي رواتلی؟
پیشو یو ځل بیا غوږونه څک کړل؛ خو بېرته يې سر زما پر پښه کېښود.
ــ چې د ګڼو خلکو په منځ کې واوسې؛ خو بیا دې هم د یوازیتوب احساس پرېنږي، ګرانه به نه وي؟
د پيشو پر سر مې لاس راکاږه، بخښنه مې ترې وغوښته، چې کرۍ شپه يې زما له لاسه په عذاب کې تېره کړې وه. ما د دې د عذابونې نیت نه لاره. اصلاً پلار مې هغه زما د اذیت لپاره په یوه بوجۍ کې راسره اچولې وه.
ــ ته پوهېږې؟ چې هر ځل به مې اکا ته ورغلم، زما خبره به يې په خوله کې راوچه کړه. سوڼ قدرې غږ يې زما نه اورېد. یوه ورځ مې غوښتل ورته ووایم، چې له دوه شپو راهیسې یې په خوب کې وینم، هر ځل چې به مې په خوب کې لیده، خپل لاس به لکه مار له مرۍ ورتاوو و او د دې پر ځای چې د ده ساه بنده شي، زما ساه به بنده بنده کېده خو هغه ان زما یو لفظ هم وانه ورېد.
زه پيشو ته په خبرو وم، چې دروازه خلاصه شوه. زما باور نه راته، شپه دومره ژر تېره شوې وه او بل سبا پيل شوی و. ټیګ نیم ساعت وروسته به دوی په ما په جهر توبه وباسي او اویا دُرې به مې ووهي. زه نه پوهېږم، ولې مې په دُرو وهي. دوی وايي، زما لار غلطه ده. دوی په ښه روان دي؟ پلار به تل ویل، پردي نه خپلېږي، لاره یې سمه ده؟
یوه ورځ مې ترې پوښتنه کړې وه، چې ولې يې له یوې کونډې سره چې یو بچی يې لاره، واده وکړ؟ خو ده زما خبره راځواب نه کړه. يوازې نېغ نېغ يې راته وکتل. زما ګیله به له هېچا ونه شي او ان دا چې د دُرو درد به احساس نه کړم.
پای
۱۳۹۷/وږی/۱۶ – سید نورمحمد شاه مېنه