تقریبا ټول دا منو چې ښه شخصیت درلودل د یوه کس تر ټولو غوره ځانګړنه ده او په غوڅه توګه ټول د ښه شخصیت غوښتوونکي يو ، خو مهم د داسې شخصیت روزنه ده چې تاسو ته د ویاړ او غرور احساس درکړي او په نفس باور مو ډېر کړي ، تاسو غواړئ داسې شخصیت ولری چې د هغه په واسطه هغه وګړي چې غواړئ یې، ځان ته نيږدې کړی؟ نو ښه داده چې هغه لارې چې د شخصیت په وده او روزنه کې ونډه لري مطالعه کړئ… نو راځم هغه لارې چې د شخصیت په روڼتیا کې مرسته کوي تاسو ته وړاندې کړم.

لومړۍ لار: هغه ټکي چې د شخصیت د ودې سبب کېږي.
۱ـ خوشحالي غوره کړئ هڅه وکړئ د نړۍ خوندونه درک کړئ له نورو سره وخاندئ نه په هغه پورې، موسکا او خوشحالي د ښه شخصیت لویه برخه جوړوي.
۲ـ هڅه وکړی په سختو شېبو کې ارام وی، ډېری خلک با شخصیته ښکاري، خو په یوه سخته شېبه کې ډېر بدل ښکاره شي، تاسو باید داسې نه وی! په سخت حالت کې باید ارام او د حل په لارو چارو کې غور ته موقع مساعده کړی.
۳ـ خلاص ذهن ولرئ د یو ښه شخصیت لپاره باید پراخ ذهن ولرئ او د لیدلوري بدلون منونکي شی. نورو ته غوږ ونیسی او همیشه د ذهن د مثبت بدلون لټون وکړئ یوازې په دې نه، چې ستاسو لیدلوری بدل دی قضاوت مه کړی یو پراخه ذهن ستاسو سره کمک کوي تر څو ډېر ملګري پیدا کړی اړتیا نشته چې ټول د ستاسو سره موافق وي.
۴ـ خاک سري وکړی تاسو کولای شی هوښیار او ځانکړی کس په نړی کې وی خو که خاک سره نه وی په ژور احتمال چې با شخصیته به هم نه وی. همیشه منځلاري اوسئ، ځان غوښتونکی کس د هېچا نه خوښېږي.
دوهمه لار: نورو ته ارزښت ورکول
۱ـ زده کړی چې نوروسره مینه ولری، ډېر خلک ښه شخصت نه لري ځکه چې یو بل نه شي بخښلای او د ننه له نفرت او کینې نه ډک وي، هڅه وکړی ټولو سره مینه ولری.
۲ـ د نورو حال واخلئ پوښتنه یې وکړئ حال اخیستل نورو ته د ارزښت ورکول دي هڅه وکړی چې وپوهیږی نور د څه شي سره علاقه لري او څه ورته ارزښت لري په دغه کار سره تاسو ډېر څه زده کوی چې د هغه په واسطه د ارزښت ورکولو انګیزه نورو ته انتقالولی شئ.
۳ـ وفادار اوسی با شخصیته خلک نسبت هغه خلکو ته چې مینه ورسره لرې وفادار وي، کوښښ وکړی په ستونزمن حالت کې د خپلو ملګریو سره په څنګ کې پاتې شی.
۴ـ د لارښونې او لاس نیوي وړاندیز وکړی، داسې مه ښیئ چې په هر څه پوهیږی هر وخت په اړین وخت کې نورو ته وړاندیز وکړی او یوه ځانګړي حرکت ته یې مه اړ باسئ د نورو هوډ ته درناوی وکړئ.
درېیمه لار: په شخصیت کې په نفس باور رغول
۱ـ هم د ځان او هم د نورو په اړه مثبت فکر وکړی، زموږ فکرونه ډېر ژر په کلیمو اوړي او کلیمات زموږ د کړنلارې شکل غوره کوي، په ځان کې مثبت فکرونه رغول په نفس د باور او ځان ته د درناوي سبب کېږي.
۲ـ تاسو باید په خپله ثابت وی هره ورځ موږ ته د خپل شخصیت د بیان چانس پیدا کېږي، د شخصیت لرل په دی معنی نه دي چې د نورو په شان وې مثلا د نورو سره په غونډه کې خپل نظر باید په ښکاره او روڼه توګه په ډاګه کړئ د نورو تر اغیز لاندې راتلل ستاسو شخصیت ته زیان رسوي.