دویمه برخه:
ســـــرچـــــــــینې:
دوهم : د انرژیو برخه :
الف : ــ داوپو سرچینې ( د برښنا یي تولید اود ځمکوخړوبولوبندونه ) :
افغانستان له انرژیو ډک شتمن هېواد:
دا زما د هغې مقالې عنوان دی چې مخکې نشرشوې ده ، خودلته یې راوړل ځکه اړین دي چې د طبیعي سرچینوموضوع ور پورې تړلې ده.
داوبواوانرژۍوزارت د کره معلوماتوله مخې افغانستان د (۲۳۰۰۰) مېګاواټه اوبو، (۱۰۰۰۰۰۰) مېګاواټه د لمر،(۱۵۸۰۰۰) مېګاواټه د باد او (۳۰۰۰) مېګاواټه له ککړو مودو څخه دانرژۍ تولیدولو سرچینې او ظرفیت لري چې ټوله (۱۱۸۱۰۰۰)مېګاواټه تولیدي انرژۍ په کورد ننه جوړولی شي . خودکورنیوتولیدي انرژیورسمي شمېره په (۱۳۹۴) لمریز کال کې (۳۰۰) میګاواټه اود وارداتي انرژۍ رسمي کچه (۵۰۰) مېګا واټه ښوول شوې ده . دا مهال په افغانستان کې (۱۵۰۰) مېګا واټه برښنا شتون لري .خو د کورنۍ تو لیدي انرژۍ اهمیت په دې کې دئ چې له یوې خوا زموږ ؤلسي اودولتي ستونزې ورسره هوارېدای شي ، هېوادموپه صنعتی اوزراعتي دواړوبرخوکې دخودکفا کېدواواقتصادي پراختیا پرخوا وده کوي ، پرخپلوپښودرېږي، هیوادله پردیومرستوپرې ژغورل کېږي اوله بله اړخه دپردیووارداتی انرژیومخه ورباندې نیول کېږي اودولت همدا اوس خپل جوړ شوي پلانونه ورباندې عملي کوي .
څرنګه چې دلته زموږدخبرواصلي موضوع (په افغانستان کې دتولیدي انرژیوسرچینې اوظرفیتونه) دي ، نوموږخپل متن هم په همدې ټکي کې رانغښتی چې په لاندې توګه ورته اشارې شوې دي :
دایومسلم حقیقت دی چې افغانستان دآسیا په زړه کې دانرژیوډک یوداسې ستراتیژیک هېواد دی چې دټولې سیمې اونړۍ پام یې ځانته وراړولی دی، له دغه برښنایې انرژیوڅخه دځمکې پرسرپه اوبو،ترځمکه لاندې په غازونو ،په هوا اودسردپاسه په لمریزه رڼاکې ډېرسترظرفیتونه اولوېې وړتیاوې په افغانستان کې شتون لري. خوتراوسه یې له فعالولوڅخه ځکه عاجزدئ او دومره مالي امکانات یې په لاس کې نه شته چې له امله یې دامهال په افغانستان کې په هرودرېیوتنوکې یوازې یوتن داسې برښناته لاس رسی لري چې په ژمي او ؤړي کې دلږې برښنا اوپه ښارونوکې دنا مناسبولګښتونوله امله د پارچویوبهیرهم د هغوی پراوږو بار دی .
غواړو دغه شتمنۍ په څو برخو کې در وپيژنو :
د انرژۍ هغه سرچینې چې په افغانستان کې شته اوخلک کارترې اخلي دوه ډوله دي:
پاکه انرژي او کثافت لرونکې انرژي :
لومړی : ـــ پاکه یا برښنایي انرژي :
داوبو انرژي .
لمریزه انرژي .
بادي انرژي .
دبرښنایي انرژۍ سرچینې :
الف : د تصفیه یا له کثافاتوڅخه دپاکې انرژۍسرچینې دری دي :
(1) :د افغانستان د پرېمانه اوبوسرچینې .
(2) : د لمریزې انرژۍ سرچینې .
(3) : په بادونوکې د انرژۍ سرچینې .
په دغه ډول دری واړوانرژیوکې کثافت ځکه نه شته چې په هغوکې د سون عضوي مواد نه کارول کېږي اویوازې دفازونوپه فعالولوسره دبرښنایي مزو په واسطه له یوې سیمې څخه بلې ته د انتقالېدواواستعمال قابلیت لري . خوڅه وخت چې له دغه ډول انرژۍ څخه په تودوخه کې کاراخیستل کېږي ، برښنايي رڼا یې محراق ته برابرېږي اودتودوخې اوپخلي له پاره په برقي بخاریو، برقي منقلونو، برقي داشونو، اوتوګانواونوروسامان آلاتوکې کارترې اخیستل کېږې .
که څه هم دغه ډول انرژي دهستوګنې پرسیموباندې هم کوم منفي اغېزنه لري،خوبیه یې ګرانه اودیادې انرژۍ ظرفیت په اوسنیوشرائطوکې د افغانستان تیت پرک نفوس ته درسولو امکان نه لري ځکه خوپه غرني افغانستان کې یوازې (۲۰٪) خلک له دغه ډول انرژۍڅخه ګټه اخلي . (1)
دافغانستان دولت هم په دې هڅه کې دئ چې ددغه ډول کورني تولیدي انرژۍ ظرفیت زیات اودخود کفایۍ ترکچې پورې ورسوي ترڅودګران بیې وارداتي انرژۍ مخه پرې ډپ ، بیه یې راټیټه اوخلک دامکان ترکچې د کورني تولیدي انرژۍکارولوته رامات کړي .
چې په دې کارسره به له یوې خوا زموږدکورني تولید کچه د کمیت اوکیفیت له مخې معیاري شي اوله بل پلوه به د افغانستان کورنۍ پانګه پردیو بانکونواوجیبونوته نه لوېږي .
څرنګه چې افغانستان ټول ټأل (۲۳۰۰۰ ) مېګاواټه داوبود انرژۍ تولیدولوظرفیت اووړتیا لري .خوله بده مرغه چې د جګړو، نا امنیو او خپل ګوډ او مات اقتصاد له امله دخپل یاد پوتنشیل له فعالولوڅخه وروسته پاتې شوی . په (۱۳۹۴) لمریزکال کې موږ په رسمي ډول یوازې(۳۰۰)مېګاواټه تولیدي او(۵۰۰) مېګا واټه وارداتي انرژي لرله چې ټوله (۸۰۰) مېګاواټه ته رسېدله ، خودا مهال په (۱۳۹۶) لمریزکال کې موږ(۱۵۰۰) مېګاواټه برښنا لرو چې ( ۶۷۴۰۶۳۲۲۰۸) کیلوواټه في ساعت برښنا له تاجکستان ، ترکمنستان ، ازبکستان اوایران څخه واردوو ، او پاتې نوره (۱۱۶۴۵۶۸۰۰) کیلوواټه فی ساعت برښنا له نغلو، سروبي ، ماهيپر، درونټې ، کجکي ، سلما نوروسرچینو څخه په کورد ننه تولیدوو . خوکېدای شي دغه ارقام بیا کتنې او تصحېح ته له سره اړتیا پیدا کړي . یاده دې وي چې د اوبو تولیدي انرژي په (۱۳۹۴) لمریزکې (۳۲) سلنه او په (۱۳۹۵) لمریز کال کې بیا (۲۱ ) سلنه زیاته شوې ده . خو دولت په دې هڅه کې دئ چې تر(۲۰۲۰) زیږدیزکال پورې به دغه کچه (۲۰۰۰) مېګا واټه ته ورسوي چې په هغو کې به (۵۰) سلنه له بادي انرژۍ څخه ، (۳۰) سلنه د خصوصي سکتوراو پاته (۲۰) سلنه به له نورو منابعو څخه ترلاسه کړي . ولې بیا هم افغانستان د خود کفا کېدو کچې ته نه پرې رسېږي ځکه چې افغانستان په کوردننه (۵۰۰۰) مېګاواټه تولیدي انرژۍ ته اړتیا لري، ترڅود خود کفایۍ کچې ته پرې ورسېږي . (2)
د لازیاتو معلوماتو له پاره دې لاندې لېنک وکتل شي:
ــ زموږهېواد په طبیعي ډول(۳۰۰)ورځې لمرلري چې که سولرونه ورته ولګول شي یوازې لمریزه برښنایي انرژي زموږتراړتیا ډېره په کې تولیدېږي .خواوس مهال په ټول هېواد کې(۱۵۰۰) مېګاواټه تولیدي اووارداتي برښنایي انرژي شتون لري . له لمریزې برښنایي انرژۍ څخه په تودوخه اوپخلي کې هم په هغه صورت کې ګټه اخیستل کېدای شي چې محراق یې یوې نقطې ته متمرکزشي.
له نېکه مرغه چې دسولرونودغه ډول سیستمونه اوس مهال دهېواد په ډېروولایتونوکې فعال شوی دي ، ځکه ددې سیستم فعالېدل اوعام کول هېواد والوته خوراارزانه تمامېږي.
د یادولوده چې افغانستان ټول ټال د (۱۰۰۰۰۰۰) مېګاواټه لمریزې انرژۍ تولیدولوظرفیت په ځان کې لري . (3)
که چېرته ددغه لمریزظرفیت د په کاراچولوله پاره دجاپان یاکوم بل دوست هېواد سره روغ قراردادونه لاس لیک اونړیوال له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي ، کېدای شي چې زموږهېواد له خپل دغه شته پونشیل(ظرفیت) څخه دسیمې هېوادوته هم خپله انرژي صادره کړي اودا بیا د افغانستان د کورني اقتصاد بل باب افغان ؤلس اوافغان حکومت ته پرانیزي .
ــ (۱۵۸۰۰۰) مېګاواټه یې بل پوتنشیل (ظرفیت) اټکل شوی چې د بادي انرژۍ د تولید له لارې ترلاسه کېدای شي . (4)
افغانستان ډېرې بادي سرچینې هم لري ، خومتأسفانه دسامان آلاتود زیاتې بیې اود افغانستان دکمزوري اقتصاد له امله له دې ظرفیت څخه په بشپړه توګه کارنه دئ اخیستل شوی ، ځکه ددغه ډول انرژیوتولیدوونکې دستګاه وې چې لږترلږه یو مېګاواټ انرژي تولیدولای شي د (۱۵۰۰۰۰۰۰) ډالرو په ارزښت جوړېدای شي چې موږ په دې بیه په افغانستان کې د اوبو(۱۵) داډول انرژي تولیدوونکې دستګاه وې جوړولای او فعالولای شو . (5)
د یوې مقالې لیکوال په خپله مقاله کې لیکلي چې همدا اوس افغانستان له تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان او ایران څخه ټول ټال (۱۰۶۴) مېګاواټه برښنایي انرژي واردوي. چې له تاجکستان ، ازبکستان اوترکمنستان څخه واردوونکې(۹۰۰) مېګاواټه برښنایي انرژي د افغانستان په شمالي ولایتونواوکابل کې اوله اېران څخه پاته (۱۶۴) مېګاواټه برښنا بیا په هرات ، فراه اونیمروزولایتونوکې مصرفېږي،خومتأسفانه چې افغانستان له تېروکلونوراهیسې دخپلوسیندونوپه شتون کې همداسې اړاومحتاج پاتې شوی او زموږ د اوبوله انرژۍ څخه د افغانستان ګاونډ یان په ناقانونه توګه ګټه اخلي .
که موږددغه دری واړوظرفیتي انرژیو(داوبو،لمراوباد)ارقام سره یوځای کړو، د په لاس راتلونکودری واړو انرژیوشمېره (۱۱۸۱۰۰۰) مېګا واټه تولیدېدونکې انرژۍ ته رسېږي . (6)
افغانستان داوبودانرژۍ دوړتیا له امله په سیمه کې خورا بډای هېواد اودغرونو، سردرو او وادیوتسلسل یې دې هېواد ته د همېشنیوبهاندوسیندونود اوبوظرفیت وربښلی دئ چې له امله یې خورا ډېره انرژي پرې ترلاسه کېدای شي .
د بېلګې په توګه :
آموسیند چې د ټول هېواد د آبي انرژۍ په پرتله د (۵۰٪) انرژۍ په کچه ظرفیت لري ، خوتراوسه پورې له دغه ظرفیت څخه افغانستان کارنه دئ اخیستی .
د آموسیند په پوتنشیل اوظریت کې ټول ټال په یوه ساعت کې (۳۷،۵) میلیارده کیلوواټه برښنایي تولید شته چې له دې جملې څخه په یوه ساعت کې (۳۳) میلیارده کیلو واټه په پنج سیند پورې اړه لري . ځکه پنج سیند د ذرقول سیمې څخه سرچینه اخلي چې د بحرله سطحې څخه په (۴۱۲۵ )متره جګه ارتفاع کې موقعیت لري او په یوه دقیقه کې (۲۰۵۰) مترمکعبه اوبه جوړوي .
د حیرتانو په سیمه کې بیا ددې سیند ارتفاع د بحرله سطحې څخه (۳۰۰) متره جګوالی لري ، په همدې ډول ددې سیند جګوالی وروسته له هریوکیلومترڅخه تر(۳،۸ ) متروهم ډېردئ اوموږکولاس شوپه دغه سیند باندې ډېرداسې بندونه جوړکړو چې هم زموږ ځمکې پرې خړوبې شي اوهم برښنایي انرژي ورباندې تولید کړو . (7)
خواوس دآمود سیند ګټه زموږ شمالي ګاونډیانوته ډېره ده اوموږدآموسیند له اوبوڅخه د ګټې پرځای دوه تاوانونه ګالو :
لومړی : تاوان زموږ د اوبومفت بهېدل دي چې نه زموږ ځمکې ورباندې خړوبې شوې اونه هم موږ له خپلودغواوبوڅخه برښنایي انرژي پرې ترلاسه کړه ، داځکه چې د آمود سیند د تولیدي انرژۍ پوتنشیل زموږ په لاس کې نه شته خود اوبو ظرفیت یې هرکال موږ ته دګټې پرځای فزیکي مشهود تاوانونه را اړوي.
دوهم : هرکال زموږخاوره ، کلي اوناحیې د خپل طغیان پرمهال وړي ، استینادي دېوالونه نه لرواوآموسیند دتېرپه څېرهمداسې د افغانستان په خاوره کې د ننه د یوه طبیعي سرحد په نوم بهېږي.
همدا سې د مرغاب سیند چې په یوازې ځان په فی ساعت کې(۰،۶)میلیارده کیلوواټه اودخپل مرستیال( ارغنداب) سره یوځای (۲۱،۵) میلیارده کیلوواټه برښنایي انرژي تولیدولی شي ، ددې بند د برښنایي انرژۍ ظرفیت (۷۰۰) میګا واټه په پام کې نیول شوی ، خو(۳۰)کاله مخکې یې (۴۵۴) کیلوواټه برښنا تولیدوله .
دوهم سروبي توربینونومخکې د برښنایي تولید کچې (۱۵۰۰)کیلوواټه ظرفیت درلود . (8)
دافغانستان د صنعتي کېدو او زراعتي کېدو له پاره د خپلو اوبو مدیریت کول اړین دي ، ځکه همدا اوس د افغانستان خپلې ډېرې دښتې بې اوبواو بې حاصله پرتې دي . په داسې حال کې چې افغانستان خپله د زرګونو مېګاواټه تولیدي انرژۍ او آبګردانو بندونوجوړېدو وړتیا لري اوباید بندونه ورته جوړشي ترڅوله یوې خوا د افغانستان اوبه مهاراو شاړې ځمکې یې خړوب شي اوله بل پلوه یې د تولیدي انرژۍ له لارې صنعت وده وکړي .
په افغانستان کې (۳۰۰) مېلیون هکتاره ځمکه خپله خلکواودوخت حکومتونوآباده کړې ده ، که چېرته آبګردان اود اوبودانرژۍ تولیدولوبندونه ورته جوړشي(۳۰۰)مېلیون هکتاره نوره ځمکه ورباندې آبادېدلی شي چې دټولې خړوبې شوې ځمکې شمېره به (۶۰۰۰۰۰۰۰۰)مېلیون هکتاره ته ورسېږي . (9)
د کیله ګي ، بکوا اوګمبېري په څېرد ښتي اوشاړې هغه ځمکې چې داوبوله نشتوالي څخه وچې اوبې حاصله پرتې دي ، که چېرته آبګردان بندونه ورته جوړشي له یوې خوابه هغه دښتې ټولې خړوبې اوپه زراعتي ځمکو بدلې شي ، اوله بلې خوابه برښنایي تولید زیات شي ، افغانستان به دغنمواونوروغلودانوپه ګُدام بدل ، په کوردننه به خودکفأ ، د صادراتوترکچې به ورسېږي اوهم به یوصنعتي اوزراعتي هېواد شي .
لنډه داچې په افغانستان کې دامهال دانرژیووضعیت داسې دئ چې یوازې په برښنایي سکتورکې په یوکال کې په سلوکې ایله له(۱،۸)سلنه برښنایي انرژۍ څخه ګټه اخیستل کېږي او(۲۶)مېګاواټه برښنا په یوکال کې همداسې په خپل سرپه مصرف رسېږي . (10)
ــ د انرژۍ یو بل ډول د یو رانیمو سرچینه هم په افغانستان کې شتون لري چې د ریاکتورونو اساس یې د سردار محمد داؤدخان د واکمنۍ په پنځه کلن پلان کې کېښودل شو . (11)
افغانستان په هلمند ، پنجشېراونوروسیموکې دیورانیموډېرې بډایې زېرمې لري چې دانرژۍ له دې سرچینوڅخه افغانستان پرخودکفاکېدوسربېره دانرژۍد صادرېدوخواته هم وراوړولی شي،ځکه هستوي بېطرۍ (۲۴) ساعته برښنا تولیدولای شي خود ریاکتورونودنصب اوکنټرول خطرات یې هم ډېردي چې افغانستان اوس مهال د هستوي ریاکتورونودکنټرولولوجوګه او وړنه دئ .
ددغه ډول انرژیویوبل ډول یې دیوې ساده دستګاه (ګبرګېس)پرمټ له حیواني فضله موادوڅخه ترلاسه کېدای شي ، هغه هم داسې چې دیوې زراعتي غوا فضله مواد هره ورځ یوه عادي کورته د همدې دستګاه له لارې برښنااوتودوخه برابرولی شي ، ځکه دغوا فضله موادپه(ګبرګېس)کې په غازباندې بدلېږي اوغازپه پایپ لینونوکې د روښنایۍترڅراغونواود تودوخې ترمنقلونوپورې رسېږي اویوه عادي کورته برښنا اوتودوخه دواړه برابرولی شي.
دوهم : نا پاکه یا کثابت کرونکې انرژي :
کثافت لرونکې انرژۍ څلوردي :
1. نفت ( تېل ) :
2. غاز:
3. ډبرو سکاره :
4. لرګي :
ب: دانرژۍ دغه ډول هغه سرچینې دي چې په عضوي موادو( نفتو، غازو، ډبروسکرواولرګیو)کې موندل کېږي . (12)
د سون د ککړوموادو دانرژۍ د دې سرچینې پرمټ به افغانستان تر(۲۰۲۰) زیږدیزکال پورې وکولی شي چې (۳۰۰۰) مېګا واټه برښنا تولید کړي .
ــ موږ په افغانستان کې (۱،۵۶۹) میلیارده بشکې دنفتوکشف شوې ذخیرې ، (۱۵،۶۸۷) میلیارده فټ مکعب ګاز، (۵۶۲۰) میلیارده بشکې د مایع ګازاوله (۱۰۰) تر(۴۰۰) میلیون ټنو پورې داوبلن غازذخیرې لرو، چې هغه تراوسه پورې ګټې اخیستو ته نه دي سپارل شوې اود افغانستان خلک په سلوکې (۸۰٪) له لرګیوڅخه ګټه اخلي . ځکه دولت دا مهال په افغانستان کې له ټولوتولیدي منابعواووارداتي انرژیوڅخه (۱۴۰۰) مېګاواټه برښنا برابره کړې چې دا هم رسمي نه ده اعلان شوې ، ځکه افغانستان په رسمي ډول د (۳۰۰) مېګاواټه تولیدي او(۵۰۰) مېګاواټه وارداتي انرژۍ پخلی کړی دئ ، خودغه تولیدي اووارداتي (۸۰۰) مېګاټه انرژي د افغانستان له پاره بسنه نه کوي ځکه افغانستان ټول ټال (۵۰۰۰) مېګاواټه برښنا ته اړتیا لري چې تراوسه موږ لاس رسی نه ورته لرو .) (13)
په دې برخه کې دولت ځینې لاسته راوړنې هم لري، ځکه د سلما ، کچکي ، دوهم سروبې اونوربندونه څه نا څه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي اوپرپاتې نوروآبي پروژو باندې کار روان دي چې کېدای شي ډېر ژرګټې اخیستنې ته وسپال شي . اوهمداسې د لمریزې او بادي اننرژیو پو تنشیل هم ورځ تربلې مخ پرزیاتېدودی .
موخه:
افغانستان له هررازانرژیوڅخه ډ ک یوداسې شتمن هېواد دی چې نه یوازې خپل ځان پرې بسیا کولی شي ، بلکې نورو هېوادوته ترخود کفاکېدو وروسته هم خپله انرژی صادرولی شي . افغان مشرتابه په دې هڅه دې دئ چې د افغانستان انرژیکي سرچینې په سمه توګه مهاراومدیریت کړي ، کېدای شي چې له دې سره به زموږ هېواد د خپلوانرژیو په شتون کې په یو صنعتي او زراعتي هېواد بدل او افغان دولت اوملت دواړه به له فقرڅخه د غنا خواته مخ ورواړوي .
دولت هم د ؤلسمشرترمشرۍ لاندې د ملي تدارکاتود (لسګونو بندونو) پروسې د همدې موخې له پاره په عملي بڼه پیل کړې ترڅود خپلو پیداوارو له لارې افغانستان اوافغانان د پردیو له احتیاج څخه په ګنډلي ګرېوان خلاص کړي .
پایله :
په افغانستان کې د انرژیوهرډول سرچینې شته چې خپله د افغان دولت او ګاونډیانو پام یې ځانته وراړولی . خوزموږ دولتي مشرتابه د خپل ملي مکلفیت له مخې هوډ لري چې ګام په ګام دخپلومنظموتدارکاتي پلانونوعملي کولوپربنسټ د خپلو کورنیوتولیدي انرژیوترلاسه کولودې مدیریت ته اوږه ورکړي ، ترڅود افغانانوملي هیلې په کوردننه ورسره پوره اوسیمې اونړۍ ته دځواب ویلوچوګه شي .
ادامه لري
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخذلیکونه :
1) انرژي درافغانستان دانشنامه آزاد ، ( برقي انرژی )
2) انرژي درافغانستان ، دانشنامنه آزاد ، ( وزارت انرژي وآب )
3) انرژی درافغانستان ،دانشنالمه آزاد ، ( انرژی خورشیدي درافغانستان )
4) انرژي درافغانستان ، دانشنامه آزاد ، ( انرژی بادي درافغانستان )
5) انرژی درافغانستان ، دانشنامه آزاد ، ( انرژي بادي درافغانستان )
6) د هغې مقالې لیکوال چې په افغانستان کې یې د ټولو انرژیو ظرفیتي آماراو ارقام سره جمع کړي .
7) د اوبو او انرژۍ وزارت خپل کلنی راپور.
8) داوبو او انرژۍ وزارت کلنی راپور .
9) د مقالې لیکوال
10) د اوبواوانرژۍ وزارت کلنی راپور .
11) انرژی در افغانستان دانشنامه آزاد ، (یورانیم )
12) د اوبو او انرژۍ وزارت کلنی راپور. (نفت ، غاز، د ډبرو سکاره ، لرګي )
13) د اوبو او انرژۍ کلنی راپورد معادن او پطرولیم وزارت د راپور پر بنسټ .
محترم دانشمند ورور ولید صاحب جزاکم الله خیرا.
د تاسی لیکنی بالاخص دا سلسله د طبیعی سرچینی چی د خالق متعال د بی حسابه نعمتونو مجموعه ده ، ډیر عالمانه تعمق غواړی او داپر موږ مؤمن ملت د الله لورینه او لوی احسان دی نو موږ منحیث دولت او ملت ،په وړاندی یی څه مسؤلیت لرو او باید څه وکړو.
اول : له محتویاتو او مراجعو داسی ښکاری چی ذیربط اداروته دا لیکنی ور رسیدلی او ان شاءالله چی زموږ متخصصینو ورباندی کار شروع کړی خو زه منحیث یو افغان لاندی موارد پیشنهادوم که تری ګټه واخیستل شی او ارزښت ولری چی غور پری وشی
دوهم: به موجوده حالت کی دولتی یا خصوصی داسی یو مسلکی کمیسیون دی دحکومت تر اداری لاندی د لمریز انرژی د ښو او اقتصادی وسایلودجوړولو ، توریداو تحقیق لپاره کار وکړی تر څو زموږ د منځنی او ټیټی طبقی د ملت د انرژی ضروری اړتیاوی پوره کړی ، چی دا کار د هغو ملکونو له تجربی نه په ګټی کیدای شی ،کوم چی انرژی آفتابی کی ښه او مناسب تجارب لری
دریم: د اوبو انرژی او مدیریت ترټولو اهم حیاتی سرچینه ده چی همدا اوس آمو سیند داسی جهت نیولی چی د کلونو راهیسی زموږ سرحدی سیمی خوری او په زرګونو متره ، سیند د ننه راغلی چی نه تنها مخنیوی یی وشی بلکی باید خپل لمړنی مسیر ته وروګرځی، چی بند و نهر ورسره دوهم کار دی
څلورم: یورانیوم او نور رادیواکتیف عناصرو په اړه هم لازمی توجه باید هیره نشی البته د بشر او حیه موجوداتو د عام وژنی لپاره نه بلکی جایز استفاده لکه د شهید داود خان په دور کی د کوبالت شصت د تداوی مرکز ته ورته د طبابت ، انرژی او نورو جایزو ساحو کی تر ریاکتور و پوری چی برقی انرژی تولیدوی باید په نظر کی وی
پنځم: د اقتصادی پرابلم د حل لپاره د جاپان ،جرمنی او نورو هغه دولتونو له علمی ،تخنیکی او اقتصادی مرستی جلب شی چی شر یی اقل وی
بل داخلی حل دا کیدای شی چی داخلی مفسدینو ته لکه هغه تنظیمونه چی ان جی او غوندی کار کوی او تنظیم یی وسیله د عوایدو او معاملو ګرځولی وی، دجهاد غله چی اوس میلیونران یا میلیاردران دی او نور متفرقه قاچاقبران او خاندانی مفسدینو ته که مجمع فقهی علمای افغانستان د دوی سرمایی ته فتوی د جواز ورکړی نو بیا کیدای شی دا خلک حکومت تشویق او بیا مدیریت کړی چی بند و نهر ،انرژی آفتابی او زراعت و مالداری کی پانګونه وکړی او تفهیم شی چی حلال او حرام تمیز او په حلال او جایزو لارو تجارت او ګټی ډیری دی او دی مفسدینو ته به مو هم نجات ورکړی وی
اوزموږ یواځینی د نجات او عزت لار پاکی او کامله پیروی د رسول الله صلی الله علیه و سلم کی نغښتی ده ځان او خلک غولول نور بس را ځی حلال او حرام دقیقا تمیز کړو یا اولی الابصار افلا تعقلون؟
یادونه او معذرت: امید چی زما شیر او شکر پښتو مو ستومانه نکړی
محترم دانشمند ورور ولید صاحب جزاکم الله خیرا.
د تاسی لیکنی بالاخص دا سلسله د طبیعی سرچینی چی د خالق متعال د بی حسابه نعمتونو مجموعه ده ، ډیر عالمانه تعمق غواړی او داپر موږ مؤمن ملت د الله لورینه او لوی احسان دی نو موږ منحیث دولت او ملت ،په وړاندی یی څه مسؤلیت لرو او باید څه وکړو.
اول : له محتویاتو او مراجعو داسی ښکاری چی ذیربط اداروته دا لیکنی ور رسیدلی او ان شاءالله چی زموږ متخصصینو ورباندی کار شروع کړی خو زه منحیث یو افغان لاندی موارد پیشنهادوم که تری ګټه واخیستل شی او ارزښت ولری چی غور پری وشی
دوهم: به موجوده حالت کی دولتی یا خصوصی داسی یو مسلکی کمیسیون دی دحکومت تر اداری لاندی د لمریز انرژی د ښو او اقتصادی وسایلودجوړولو ، توریداو تحقیق لپاره کار وکړی تر څو زموږ د منځنی او ټیټی طبقی د ملت د انرژی ضروری اړتیاوی پوره کړی ، چی دا کار د هغو ملکونو له تجربی نه په ګټی کیدای شی ،کوم چی انرژی آفتابی کی ښه او مناسب تجارب لری
دریم: د اوبو انرژی او مدیریت ترټولو اهم حیاتی سرچینه ده چی همدا اوس آمو سیند داسی جهت نیولی چی د کلونو راهیسی زموږ سرحدی سیمی خوری او په زرګونو متره ، سیند د ننه راغلی چی نه تنها مخنیوی یی وشی بلکی باید خپل لمړنی مسیر ته وروګرځی، چی بند و نهر ورسره دوهم کار دی
څلورم: یورانیوم او نور رادیواکتیف عناصرو په اړه هم لازمی توجه باید هیره نشی البته د بشر او حیه موجوداتو د عام وژنی لپاره نه بلکی جایز استفاده لکه د شهید داود خان په دور کی د کوبالت شصت د تداوی مرکز ته ورته د طبابت ، انرژی او نورو جایزو ساحو کی تر ریاکتور و پوری چی برقی انرژی تولیدوی باید په نظر کی وی
پنځم: د اقتصادی پرابلم د حل لپاره د جاپان ،جرمنی او نورو هغه دولتونو له علمی ،تخنیکی او اقتصادی مرستو جلب چی شر یی اقل وی
بل داخلی حل دا کیدای شی چی داخلی مفسدینو ته لکه هغه تنظیمونه چی (ان جی او )غوندی کار کوی او تنظیم یی وسیله د عوایدو او معاملو ګرځولی وی، دجهاد غله چی اوس میلیونران یا میلیاردران دی او نور متفرقه قاچاقبران او خاندانی مفسدینو ته که مجمع فقهی علمای افغانستان د دوی سرمایی ته فتوی د جواز ورکړی نو بیا کیدای شی دا خلک حکومت تشویق او بیا مدیریت کړی چی بند و نهر ،انرژی آفتابی او زراعت و مالداری کی پانګونه وکړی او تفهیم شی چی حلال او حرام تمیز او په حلال او جایزو لارو تجارت او ګټی ډیری دی او دی مفسدینو ته به مو هم نجات ورکړی وی
اوزموږ یواځینی د نجات او عزت لار پاکی او کامله پیروی د رسول الله صلی الله علیه و سلم کی نغښتی ده ځان او خلک غولول نور بس را ځی حلال او حرام دقیقا تمیز کړو ځکه حرام ، انحراف او فساد د تباهی اساسی عوامل دی نور ځان او ملت مه تباه کوی یا اولی الابصار افلا تعقلون؟
یادونه او معذرت: امید چی زما شیر او شکر پښتو مو ستومانه نکړی
دافغانستان د تر ټولو لوړ علمي کدر سره تړلو ښاغلو ( ډاکټر اتل ) صیب !
سلامونه او نېکې هیلې مې ومنۍ: تاسو چې موږ ته زما په دې وړه او نیمګړې لیکنه پنځو مهمو او اړینو ټکو ته توصیه کړې الله پاک دې په دنیا او آخرت اجرونه درکړي ، ډېر تشکر ، خو زما دغه کینه او راټولونه څلور برخې لري چې لومړۍ او دوهمه یې د تاند ویب پاڼې نشرکړې الله دې اجرونه ورکړي خو تمه لرم چې پاتې دوې نورې ( درېیمه او څلورمه ) یعنې ( اقتصادي او تجارتي ) برخې یې هم نشر کړي ، تر ځو له یوې خوا درنو لستونکو ته موضوع څه ناڅه روښانه شي او سوالو نو او اندېښنو ته يې تر یوې کچې پورې څواب وویل شي ، ډېره به ښه وي، ځکه نیم مطلب نشر شوی او نیم نور یې پاتې دئ .ستاسې د علمي نېکو مشورو ، توصیو او تظریاتو په تمه له توجه ، ډېره ډېره مننه ډاکټر اتل صیب . ستاسې یو ورور ( محمد انور ولید )
په افغانستان کې د علمي کدرد تر ټولو دلوړ کاروان غړو ښاغلو ( ډاکټر اتل ) صیب! سلامونه او نېکې هیلې مې ومني ! زما ددغې وړې او نیګړې لیکنې په تړاو چې تاسو ښاغلو موږ ته په پنځو او پرمعنا ټکو کې توصیه او رغنده لارښوونې کړې نړۍ مننه . الله (ج) دې په دنیا او آخرت کې اجرونه درکړي . له تاند ویب پاڼې څخه هم مننه کوم چې کله نا کله هر وخت زما مطالب نشر ته سپاري . خو د تاند ویب پاڼې ددفترله چارواکو څخه تمه لرم چې زما پاتې دوې نورې برخې چې په همدې موضوع پورې اړه لري ( درېیمه او څلورمه برخه ) د مطلب د بشپړوالي او د درنو لوستونکو د شکونو او ابهاماتو لیرې کېدو په خاطر راته نشر کړي ، ځکه له درېیمې او څلورمې ( اقتصادي او تجارتي ) برخې پرته زما دغه لیکنه نیمګړې ده ، له تاسو درنو علمي مشرانو څخه هم تمه لرم چې ماته همداسې ، او دېته ورته نورې لارښوونې هم وکړي ، ترڅوزما لیکنې هم د تاسو د علمې لارښوونو په برکت په علمې او منل شوي چوکات کې برابرې او په تول سمې وخېژي . ستاسې ورور ( محمد انور ولید )