د اوبو او انرژۍ وزارت د (۸٬۸) اته اعشاریه اته میلیونه افغانیو په ارزښت د کونړ ولایت د برېښنا ریاست اداري ودانۍ د جوړېدو چارې نن سې شنبه د کونړ والي عبدالستار میرزکوال ،ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼي ،د برېښا د ختيځې حوزې مشر اکرام الله عابد او یو شمېر نورو مشرانو په لاسونو د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې .

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د خبرو په ترڅ کې وویل چې خوښ دی نن په هغه برخه کې خښته ږدي چې د ولسونو سخت ضرورت دی،په وینا یې د خلکو لومړیتوبونو ته په کتو به د برېښنا په برخه کې کوټلي ګامونه اخیستې او اخلي یې.

کونړ والي د خبرو په دوام وویل چې د برېښنا کوټ ،لمریزې او وارداتي برېښنا په برخه کې د مرکزي حکومت له لوري شوې ژمنې په کلکه تعقیبوي .

د برېښنا د ختیځې حوزې رئیس اکرام الله عابد د څرګندونو په ترڅ کې د ژمنو شویو پروژو د ژر پیل ډاډ څرګند کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *