ژباړه: ضمیر ساپی

بریا یوازې د نېکمرغۍ او ښه قسمت له کبله نه ترلاسه کېږي. دې موخې ته د رسېدو له‌پاره مبارزې او سخت کار ته هم اړتیا ده. که وګورو هر چا ته د بریا فرصت او چانس نه برابرېږي، خو دا د دې مانا نه‌لري چې نوموړی/نوموړې به په‌خپل ژوند کې بریالی/بریالۍ نه‌وي، ځکه بریالي خلک ځینې ځانګړتیاوې او شخصیت لري چې په دې سره کولای شي له نورو متفاوت واوسي. د ماهرینو او متخصصینو له‌مخې لاندې هغه ځانګړنې دي چې بریالیو خلکو له نورو سره

ضـمـیر ساپی

شریکي کړې دي.

۱ – د خپلو موخو ټاکل

که غواړئ په ټولنه کې له تاسې بریالي خلک جوړ شي، باید خپلې موخې مو په منظم ډول ترتیب کړئ. ځکه بریالي خلک د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو له‌پاره منظم او روښاله هر اړخیز لید لوري لري. د دې ترڅنګ د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو له‌پاره مهالویش هم لري چې په کوم وخت کې خپله کومه چاره ترسره کړي. له بل پلوه، ناکام خلک خپل اهداف نه‌ منظموي، که خپل اهداف مشخص هم کړي، خو دې اهدافتو ته رسېدو او ترلاسه کولو له‌پاره يې هلې ځلې نه‌کوي.

۲ – تمرکز مو له لاسه مه ورکوئ

که څه هم د هر کار په پیل کې ستونزي موجودې وي، خو بریالي خلک خپل کارونه په منظم ډول ترسره کوي او هېڅ‌کله خپل تمرکز له لاسه نه‌ورکوي، خو ناکام خلک بیا برعکس د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو په لومړي قدم کې ابتدايي ستونزو ته غاړه ږدي او ماته مني.

۳ – د وخت ارزښت

بریالي خلک د وخت په ارزښت ډېر ښه پوهېږي او په ټاکلې مودې خپل کارونه سرته رسوي. دوی نه یوازې خپل وخت ته ارزښت ورکوي، بلکې د نورو وخت ته هم   خورا ارزښت لري، خو نابریالي خلک نه یوازې دا چې خپل وخت ته ارزښت نه ورکوي، بلکې د نورو وخت هم ضایع کوي.

۴ – پر ستونزو تمرکز

بریالي خلک د خپلو ستونزو پر حل‌لارو کې ډېر تمرکز کوي، ځکه دوی پوهېږي چې له ستونزو نه د تېښتې پر ځای باید ورته د حل مناسبه لار ولټول شي. دوی د ستونزو د حل له‌پاره خپل فکري، ذهني او جساني مهارتونه کاروي، خو ناکام خلک د ستونزو په حل کې ښه نه وي، نو د یوې ستونزې پرمهال پر نورو تکیه کوي او یا خپلو ستونزو ته ډېر زر تسلیمېږي.

۵ – ننګونو ته ښه راغلاست ویل

که ستونزې او ننګونې کوچنۍ یا سترې وي، بریالیو کسانو ته هېڅ توپیر نه‌لري او د مبارزې له‌پاره یې پخه اراده نیسي او پر وړاندې يې عملي اقدامات کوي، خو ناکام خلک له خپلو ننګونو تېښته کوي، ځکه دوی نه غواړي چې د ننګونو له تالابه ځان وژغوري.

۶ –  نیوکه منل

بریالي خلک یوازې ستاینه نه خوښوي، د دې ترڅنګ نیوکه، انتقاد او د خپلو کارونو په اړه د نورو نظر هم اوري/مني. دوی هرې نوې نظرې ته هرکلی وايي، خو نابریالي خلک یوازې خپله ستاینه خوښوي او د نیوکې منل ورته ډېر سخت دي، په ځانګړې توګه منفي انتفادونه.

۷ – د ځان پرمختګ

بریالي خلک تل د خپل پرمختګ په اړه فکر کوي. دوی د سیالیو او رقابتونو، نویو نظریو او تګلارو په جوړلو کې تل فکر کوي. همداراز، د خپلو نویو نظریو او تګلارو د تقویت او سمون له‌پاره له بېلابېلو لارو چارو کار اخلي، خو ناکام خلک هېڅ‌کله د خپل پرمختګ په اړه فکر نه‌کوي، ځکه دوی په خپل اوسني حالت خوښ وي.

۸ – په ناکامۍ کې فرصت لټول

بریالي خلک ان په‌خپلو ناکامیو کې هم فرصتونه لټوي او هېڅ‌کله  خپله انګېزه له لاسه نه ورکوي. دوی په دې کار سره خپلو ناکامیو ته هم د خپل پرمختګ او زده‌کړې په نظر ګوري، خو نابریالي خلک د پاتې راتلو پرمهال د دې وړتیا نه‌لري چې له ناکامۍ څخه څه ډول زده‌کړه وکړي چې دا چاره دوی له ناهیلۍ سره مخامخ کوي.

۹ – د کار اخلاقي قوانین

د بریاليو خلکو پیاوړی شخصیت دوی هڅوي چې په‌خپل کار کې صداقت، سپېڅلتیا، ښه اخلاق او مسوولیت  ومني چې دا چاره دوی ته د یو ستر لرلید احساس وربښي، خو نابریالي خلک بیا برعکس د صداقت پرځای ځان غولوي، بد کاري اخلاق لري او هېڅ‌کله مسوولیت نه‌مني.

۱۰ – له بدلون وېره

طبعي خبره ده چې بدلونونه زموږ د تمرکز د بدلون سبب ګرځېدلای شي، خو دا چاره د بریالیو کسانو له‌پاره د اندېښنې وړ نه‌وي. بریالي خلک بدلونونه ته هرکلی وايي او ننګونو ته يې د حل‌لارې پیدا کوي، تر څو په سمه توګه خپلو اهدافو ته ځان ورسوي، خو ناکام خلک له بدلونونه سر ټکوي چې دا چاره يې د پاتې راتلو سبب ګرځي.

۱۱ – مسوولیت منل

بریالي خلک هېڅ‌کله د خپل کار امتیاز یوازې په‌خپله نه‌ اخلي. په ورته وخت کې دوی د خپل کار د ناوړه او منفي پایلو ترڅنګ د تېروتنو او پاتې راتلو مسوولیت هم پر خپله غاړه مني. همداراز، پر بل چا د خپلې ناکامۍ پړه نه وراچوي، خو ناکام خلک د پاتې راتلو پر مهال تل هڅه کوي چې د خپلې ناکامۍ پړه پر نورو ورواچوي.

۱۲ – نورو ته امتیاز ورکونه

بریالي خلک تل د خپلې بریا راز د دوی په شاوخوا خلکو کې چې له دوی سره يې د هدف په ترلاسه کولو کې مرسته کړې، ویني. کله چې بریالي خلک خپل اهداف ترلاسه کړي، له نورو مننه او ستاینه کوي چې د خپل هدف په ترلاسه کولو کې يې ورسره مرسته کړې، خو نابریالي خلک په اصطلاح ټول اوښ سره له وړیو په بډه وهي او بل هېچا ته د خپلې کوچنۍ لاسته راوړنې امتیاز نه ورکوي.

۱۳ – مننه او ستاینه

بریالي خلک په رښتیني ډول، صداقت او له غوړه‌مالۍ او چاپلوسۍ پرته له نورو ستاینه او مننه کوي، ځکه مننه او ستاینه د بریالیتوب له رازونو څخه یوه ده. د مشرتوب مانا د نورو تشویق، هڅونه، مننه او ستاینه ده، خو نابریالي خلک هېڅ‌‌کله د حسادت، کرکې او بدنیتۍ له کبله له نورو ستاینه او مننه نه‌کوي او یا دا چاره د غوړه مالۍ له کبله کوي.

۱۴ – جادو

بریالي خلک پوهېږي چې بریا ته رسېدل په جادو او منتر نه کېږي او نه هم اسانه لارې د سترې بریا لور ته غځېدلې دي. بریالي کسان همدا سختې او پېچلې لارې په حوصلې او زغم سره وهي، ځکه دوی پوهېږي چې پایله او ثمره يې ارزښت‌منه ده، خو ناکام خلک تل په دې فکر کې وي چې خپلو اهدافو ته به جادو او لنډو لارو ورسېږي چې دا چاره هېڅ ممکنه نه‌ ده.

۱۵ – پر اهدافو او خلکو تمرکز

بریالي خلک پر خپلو اهدافو د تمرکز ترڅنګ هغه کسان هم څاري چې له دوی سره په یو مسیر کې ملتیا کوي، ځکه د بریا راز تر ډېره په همدې کې وي چې د نورو له تجربو هم کار واخېستل شي، خو ناکام خلک هڅه کوي چې یوازې په‌خپلو اهدافو تمرکز وکړي او په‌خپل ټيم هم فشار زیاتوي چې په دې سره خپله کاري فضا خرابوي چې دا لامل مستقیماً پر پایلو اغېزه کوي.

۱۶ – ژمنتیا او باور

بریالي خلک د روڼتیا او مسوولیت په ارزښت پوهېږي، ځکه دا چاره د ټیم د غړیو ترمنځ د باور فضا رامنځ‌ته کوي، خو ناکامه خلک تل هڅه کوي چې د خپل کار شریک رازونه له خپل ټیم څخه پټ وساتي چې په دې سره د باور فضا ته زیان رسېږي او اصلي اهداف ورسره په لوی لاس اغېزمنېږي.

۱۷ – له نورو مشوره اخېستل

بریالي خلک تل په دې لټه کې وي چې نورو ته غوږ ونیسي او نوي څه زده‌‌کړي، خو ناکام خلک فکر کوي چې دوی په هر څه پوهېږي او داسې انګيري چې نور څوک ورته نوي څه نه ورزده‌کوي. دوی ډېر بد غوږ نیوونکي دي، نورو ته د غوږ نیوولو او فرصت برابرولو پرځای چې خپل نظر شریک کړي، د خپلو تجاربو په اړه خبرې کوي.

۱۸ –  حرکت او شکایت

حرکت نه یوازې د صحت او سوله‌ییز ژوند له‌پاره اړین دی، بلکې هغه کسان چې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو له‌پاره منډې ترړې وهي، حتمي به خپلې موخې ترلاسه کوي، خو ځینې خلک شته چې تل شکایت کوي، دا ډول خلک نه‌شي کولای چې خپلو اهدافتو ته په ډېرې اسانۍ سره ورسېږي.

د بریالیتوب له‌پاره ډېرو مهارتونو ته اړتیا ده چې دا مهارتونه ځنې وخت الهی هم وي، خو ډېر زیات يې بیا د خپلو تجربو له‌مخې زده‌کېږي. ښايي د بریاليتوب له‌پاره نورې لارې چارې هم وي، خو پورته ذکر شوې يې عامې او ډېرې موثرې دې. تل په یاد ولرئ چې ستاسې بریا یوازې د قسمت او نیک‌مرغۍ له‌مخې نه ده. د بریا له‌پاره باید سخت کار وشي چې پورته يې هم یادونه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *