تاند- د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور ښار ادارې د ۱۰ ورځو لپاره افغان کډوال پېښور ښار ته له تګه منع کړل.

د خیبر پښتونخوا د پېښور ځايي ادارې له افغان کډوالو غوښتي چې د محرم د میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې له خپلو کمپونو ونه وځي.

د پېښور مرستیال کمیشنر ډاکتر عمران حمید شیخ په یوه بیان کې ویلي چې افغان کډوال دې په لسو ورځو کې پېښور ښار او په ځانګړي ډول صدر ته نه ځي.

تر دې پخوا هم د محرم په لومړیو لسو ورځو کې په پېښور کې د افغان کډوالو پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز لګول شوی دی.

د پاکستان په بېلابېلو شارونو کې د محرم په میاشت کې فرقوي نښتې او حملې ډېرې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *