تاند- په ننګرهار کې د سیمه ییزو پولیسو هغه قوماندان ونیول شو چې پر ضد یې پرون /سې شنبه/ یو شمېر خلکو په مومندره ولسوالي کې مظاهره کړې وه او د اعتراض په لړ کې یې خونړی انتحاري برید وشو.
په برید کې، چې د مظاهره چیانو په خیمه کې وشو، لږترلږه ۶۸ تنه شهیدان شوي او ۱۶۵ نور ژوبل شوي دي. د ټپیانو په منځ کې د ۲۰ تنو حال نازک دی.
د ننګرهار د ولایتي شورا ځینې غړي وايي چې په برید کې ۷۳ تنه شهیدان شوي او ۲۳۰ نور ژوبل دي.
مظاهره چیانو د اچین ولسوالۍ د سیمه ییز قوماندان بلال پاچا د لېرې کېدو غوښتنه کوله. دوی ویل چې بلال پاچا د خلکو مځکې غضب کړي او د قتلونو ترڅنګ یې نور جنایتونه کړي دي.
تراوسه پورې هیڅ وسله والې ترهګرې ډلې د پرونۍ حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. له همدې کبله قوماندان بلال پاچا ته د شک په سترګه کتل کېږي.
طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي خو داعش تراوسه پورې څه نه دي ویلي.
د ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، پولیسو بلال پاچا او د هغه دوه وروڼه میرویس او جلیل نیولي دي.
ده همداراز وویل چې سیمې ته یو پلاوی استول شوی چې شخړه حل کړي.