له هغې ورځې چې پاکستان د طالبانو په ژبه د افغان حکومت پر ځای د سولې د مذاکراتو د پاره امریکا وټاکل تقریباً  ممکنه مذاکرات تر ناممکن لوري یوړل ځکه امریکا چې د نړۍ یو زبر ځواک دی د طالبانو غوندي یوې اجرې ډلې سره خبرې یې د ځان سپکاوی ګاڼه خو د بلې خوا د امریکا د تاریخ اوږدې جګړې  کورنی فشارونه او په افغانستان کې جګړې د نامعلوم حالت دوام امریکا دې ته و هڅول چې د طالبانو سره خبره یوې خوا ته کړي.

خو د بلي خوا یې د طالبانو سره  مستقیم مذاکرات  د افغانستان د استقلایت او د افغانستان سره د اتحاد پر ضد هم یو ګام باله او تل یې د مذاکراتو لوری افغان حکومت  معرفي کاوه ځکه  افغان دولت  د طالبانو سره د ټولو هغو مذاکراتو سخت مخالف کاوه چې دوی په پکې دخیل نه وي.

بصیر عاصم

خو دا چې پاکستان  د طالب په مټ ځان پر افغان دولت لوړ ګاڼه او د هغو امتیازاتو هیله یې هم نه ځینې لرل چې د امریکا یې لرلې.
خو په دې ورستیو کې د ترهګرۍ پر خلاف د ولسمشر ټرمپ جدیت او پر پاکستان سیاسي او اقتصادي فشارونو که څه هم پاکستان له ستونزو سره لاس وګریبان کړ خو د ترهګر پاللو د بهرنۍ پالیسۍ په توګه د ترهګرو له استعمالولو ونه شو ګرزولای. خو د خپل غرور سره سره امریکا د افغان حکومت په سلا په ورستیو کې زړه ښه کړ  چې  د طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي خو  د روان کال د وږی پر ۱۴ د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپیو زلمی خلیزاد د افغان سولې په تړاو ددغه وزارت د مشاور په توګه وټاکه او په ورته وخت کې مایک پمپیو د افغان سولې ته د رسېدو تر تیر وخت ډېر هیلمندي وښوده او ظاهراً یي خلیلزاد د سیمي وضعیت او سیاست سره دده بلدتیا یاده کړه.

خو داسې ښکاري چې امریکا د سولې په تړاو د خلیلزاد اهمیت د دده د نژاد په اساس بشپړ درک کړی دی چې هم  یو افغان دی هم امریکایي ، هم به د سولې په تړاو د امریکا استاذیتوب وکړي او هم افغان حکومت ته د یو افغان امریکایي په صفت اعتمادي شخصیت وي ، دی که د امریکا تر څنګ د افغان حکومت غیرمستقیم استاذیتوب کوي ښایي افغان حکومت پرې اعتراض هم ونه لري ځکه  د پاکستان پر ضد د خلیلزاد سخت دریز به د افغان حکومت هغه اندېښنې تر ډېره لیري هم کړي چې د خلیلزاد په استثنا به یې د بل امریکایي چارواکي د پاکستان سره د سولې په باب لرلې.

خو شک نشته چې پاکستان به د امریکا د خارجه وزارته د خلیلزاد پر ټاګنه خوښ نه وي ځکه دوی چې کمي هیلې لرلې د خلیلزاد یې توقع نه شي کولای خو له اعلان شوی مذاکراتو له کولو پرته به پاکستان ته بل سم انتخاب پاته هم نه وي.
بصیر عاصم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *