تاند- اپل کمپنۍ دا شېبه /چهارشنبه/ درې نوي آیفونونه او همداراز نوی اپل ساعت په یوه غونډه کې نندارې ته وړاندې کړل.
د درو ایفون ټېلفونونو په منځ کې تر ټولو ټاپ یا سرخېل آیفون (XS Max) دی چې بیه یې له ۱۱۰۰ ډالره پیلېږي.
همداراز اپل دوه نور ایفونونه، چې (iPhone XS) او (iPhone XR) نومېږي، نن نندارې ته واړې کړل.
تر دې وړاندې د اپل تر ټولو ګرانه او بریالی ایفونX و چې بیه یې زر ډالره وه خو اوس هیله ده چې د ایفون ایکس بیه به ټیټه شي.
د اپل نوی ساعت تر پخواني هغه لوی دی او بیه یې ۹۹۹ ډالره ټاکل شوې ده.