تاند- د فنلنډ د مهاجرت ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو پر پالیسۍ یې بیا کتنه کړې ده.

د فنلنډ د مهاجرت اداره (Migri) وايي چې نور به افغان کورنیو ته چې ماشومان ولري، ونه وايي چې بېرته افغانستان ته لاړ شي او په کابل کې دېره شي.

Migri همداراز وايي، د کابل وضعیت داسې شرایط رامنځته کړي تر تعقیب لاندې کسان ځان ونه ژغورلی شي او یا بل ولایت ته لاړ شي.

د دې ادارې عمومي ريیسې یانا یووریو (Jaana Vuorio) وویل«هلته ډېر کورني بې ځایه شوي شته. د دوی حالت دومره کړاوجن دي چې ژوند کولو شرایط یې محدود کړی دی.»

د فنلنډ د مهاجرت دې چارواکي دا خبره په داسې ورځ وکړه چې جرمني په همدې ورځ (چهارشنبه) یو شمېر نور افغانان کابل ته راواستول.

په جرمني او یو شمېر نورو اروپايي هیوادونو کې د څو افغانانو له لوري جنایتونو د افغان پناه غوښتونکو په وړاندې د اروپایانو نظر منفي کړی دی او د هغوی خواخوږي یې له افغانانو سره کمه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *