تاند- د امریکا په متحدو ایالتونو کې د لومړي ځل لپاره یوه افغانه د متحدو ایالتونو په ګوندمنځي ټاکنو کې له خپل ګوند څخه د ایالتي کانګریس لپاره کاندیداتورۍ ته بریالۍ شوه.
۲۷ کلنه صفیه وزیر د خپل دیموکرات ګوند په منځ کې د نیوهمپشایر ایالت د کانګریس په انتخاباتو کې کاندیداتورۍ ته بریالۍ شوه.
د کومې انتخاباتي حوزې لپاره چې اغلې وزیر بریالۍ شوې، پر هغې د دې د ګوند بل کاندید ډیک پاټن څلور دورې کاندید شوی او انتخابات یې هم ګټلي و.
پاټن د انتخاباتي مبارزو په لړ کې ویلي و چې اغلې وزیر سیاسي تجربه نه لري.
خو صفیې وزیر د انتخاباتي هلوځلو په لړ کې ډېر ټینګار پر کورنیو چارو او پوهنه کاوه. د دې په باور کورنۍ باید سره ونه پاشل شي.
په نیوهمپشایر کې د اغلې وزیر پلویان وايي چې ښه ده چې یو نوی استازی ولري.
صفیه وزیر له خپلې کورنۍ سره په ۲۰۰۷ م کال امریکا ته تللې او له هماغه پیله په نیوهمپشایر ایالت کې مېشته شوې ده.
که اغلې وزیر د جمهوریپال ګوند کاندید دنیس سوسي ته د نوومبر د میاشتې په انتخاباتو کې ماتې ورکړي، نو لومړنۍ مهاجره به وي چې په دې ایالت کې دومره لوړې چوکۍ ته رسېږي.