کابل ۱۴ تله ۱۳۹۲ د پوهنې وزیر ډاکټر فاروق وردک د نیما (د ادارې او مدیریت ملي انستیتوت) د کمپلکس د څلورو ودانیو د بنسټ ډبره کېښوده، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې نیما کمپلکس یو له هغه لسو هغو څه دی چې دوی یې په ټول هیواد کې د جوړولو پلان لري.

د پوهنې د وزیر په خبره دا کمپلکسونه به درې په کابل کې او همدارنګه به یو یو په ننګرهار، کندهار، هرات، مزار، غزني، خوست او کندوز کې جوړ شي.

ده وویل چې د نیما د ټول کمپلکس د جوړېدو مالي لګښت به ۷ میلیونه ډالر وي او د افغانستان د ملي بودجې په چوکاټ کې، د نړیوال بانک د (ASDP-2) يا د افغانستان د مهارتونو د انکشاف پروگرام، له خوا ورکول کیږي او په  پنځو کلو کې به بشپړ شي.

په دې ټول کمپلکس کې به ٥ تدريسي بلډنگونه، ٢ ليليې (يوه د هلکانو يوه د نجونو) ٢ طعام خورۍ، يوه کتابخانه، يو د داخلي او خارجي استادانو د استوگنې مسکن، د سپورت مجهز جمنازيوم، تخنيکي شاپونه، د کمپيوتر مرکز، نور اداري ملحقات او خدمات موجود وي.farooq_wardak

په دې کمپلکس کې به په يوه وخت کې له نړيوالو معيارونو سره سم، د ٤ زره زده کوونکو لپاره تدریسی اسانتیاوې برابرې وي.

او د دوه نیمې تدریسي دورې په ترڅ کې به په مديريت او اداره، کمپيوترساينس، اکونټنگ او حسابدارۍ، اقتصاد، پلانگزارى او په همدې رشتو کې د داخل خدمت د مسلکي تربيه معلم اکادمۍ زده کوونکي وروزي.

د پوهنې وزارت د دې کمپلکس د طعام خورۍ د ۲ ودانیو، ۲ د لیلیو ودانیو، او یوه هم د اوبو د ذخیرې او ملحقاتو د بنسټ ډبره کېښوده.

د دې ودانیو بشپړ جزیات په لاندې ډول دي:

۱- د طعام خورۍ دوې ودانۍ:

دغه طعام خوري چې د نجونو او هلکانو لپاره به وي، مالي لګښت یې ۲۵ ميليون افغانى

دا طعام خوري په دوو وختونو کې د ۲۰۰ زده کوونکو د ځایولو وړتیا لري او لاندې برخې لري:

پخلنځی، د طعام خانې د مسئول دفتر، د خوراکي توکو ګودام، حمام، تشناب، د پخلنځي د مسئولینو د جامو بدلولو کوټه او بله برخه به یې د ډوډۍ خوړلو سالون وي چې د لاس پرېوللو دوشۍ به هم ولري.

په دې ودانۍ کې به د ګرمولو او سړولو ټول تخنيکي وسایل او د برېښنا رسولو سیسټم موجود وي.

ساختماني شرکت: د مګنا ساختماني شرکت

۲- د هلکانو لیلیه:

ظرفيت: د هلکانو د لیلیې درې پوړیزه ودانۍ به د ۲۰۰ زده کوونکو وړتیا ولري، د لیلیې ودانۍ به درې پوړه او ۴۸ کوټې ولري چې په هره کوټه کې به ۴ تنه اوسیږي. په دې ودانۍ کې به همدارنګه د لیلیې د ښوونکي لپاره یوه کوټه، او په دوو پوړو کې به د زده کوونکو د راټولېدو او لېدو ساحه موجوده وي.

مصرف: شاوخوا ٧١ ميليون افغانۍ

ساختماني شرکت: د حکمت کاروان ساختماني شرکت

۳- د نجونو لیلیه:

مصرف:  شاوخوا ۴۵ ميليون افغانى

ظرفيت: د نجونو لیلیه به په درې پوړه کې د ۲۰۰ تنو د ځایولو وړتیا او ۵۰ کوټې ولري چې په هره کوټه کې به ۴ تنه د اوسېدو اسانتیاوې ولري، په دې ودانۍ کې د ښوونکي لپاره یوه کوټه او د زده کوونکو د راټولېدو او لېدنو لپاره به په دوو پوړو کې ځانګړې ساحې ولري.

ساختماني شرکت: شمس انترنيشنل گروپ ساختماني شرکت

۴- د اوبو ارتفاعي ذخیره:

مصرف:  څه د پاسه ٥ پنځه ميليون افغانۍ

ساختماني شرکت: د صباح مهندسي او ساختماني شرکت

ظرفيت: دا ذخیره د ۲۴۰۰۰ لیترو اوبو ساتلو وړتیا لري.

ضمايم: له دې سره په څنګ کې به  ۴ عصري تشنابونه، سیپټیک څاه، اوبو رسولو سیسټم او کانالیزاسیون هم جوړ شي.

د یادونې وړ ده چې په دې کمپلکس کې به په نژدې راتلونکې کې د داخل خدمت ښوونکو د روزنې انسټیټیوټ لپاره نړیواله لیلیه، د همدې انسټیټیوټ لپاره د تخنيکي ورکشاپ ودانۍ، او د لیلیو د سرپرستانو لپاره د کورونو ودانۍ جوړولو کار پیل شي.

د دې ترڅنګ به په راتلونکې کال کې د جمنازیم، اوسنیو ودانیو د بیارغونې او د شا او خوا ټولې سیمې د باغدارۍ او لارو جوړولو چارې پیل شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اړه معلومات ١٣٩٢

د موسساتو تعداد: ٢٥٠ (١٠٥ انستيتوت او ١٤٥ مسلکي عالي ليسى)

د شاگردانو تعداد: ٨٢ زره (٣٠ زره په انستيتوتونو کې ٥٢ زره په ليسو کې)

د استادانو تعداد: ٣٤٥٠ تن (١٥% اناث) درې کاله مخکې دغه فيصدي ٦% وه

د مامورينو تعداد: ٣٥٠٠ تنه (٤٠% اناث)

د تعليمي رشتو تعداد: ٧٢ رشتې، درې کاله مخکې دغه رشتې ٣٣ وې

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کې راتلونکي بنيادي پلانونه

د تحقيقات د ملي مرکز جوړول، چې عنقريب به يې د بنسټ ډبره کيښودل شي

د لس زون کمپلکسونو جوړول، چې په څلورو باندې يې کار روان دى، تر اوسه ٢٠ ميليون ډالر د کابل په دريو کمپلکسونو لگښت راغلى (تخنيکم کابل، د نيما کمپلکس، د تخنيک ثانوى کمپلکس) په مزار شريف کې د ٣٠ ميليون ډالرو په ارزښت د کمپلکس چارې په ٥٠٠ جريب ځمکې باندې په لنگرخانه کې روان دى

د ٥٧٠ عنوان کتابونو د تاليف او ترجمې تکميلول (په پښتو او دري)

د تعليمې رشتو اضافه کول، ١٥٠ رشتو ته، په راتلونکو ٤ کلونو کې

د ٣٠ زره نويو محصلانو جذبول، په ١٣٩٣ کال کې، په انستيتونو کې

د ٢٠ زره نويو شاگردانو جذبول، په ١٣٩٣ کال کې، په ليسو کې

د ٦٥ نويو موسسو تاسيس، په ١٣٩٣ کال کې

د ٢٠ نويو تدريسې ودانيو تعميرول

د ٥ نويو ليليو تعميرول

٢٠٠ کسان په خارجي او داخلي بورسيو کې شاملول (هندوستان، قزاقستان، روسيه، ترکيه او داخلي پوهنتونو کې)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *