تاند- د چین یوه زنځیري رستوران ته وروسته له دې د ۱۹۰ ملیون ډالرو تاوان واوښت چې په سوپ کې یې مړ موږک وموندل شو.

موږک څه باندې یو کال پخوا د یوې اومیندوارې ښځې د سوپ په کاسه کې وموندل شو او عکس یې په ټولنیزو رسنیو کې بیا بیا خپور او شریک شو. دا چاره سبب شوه چې د چین د جیباو جیباو رستوران کاروبار په یوه کال کې خورا کم شي.

تر دې حده چې د چین په شاندونګ ښار کې دا رستوران موقتاً بند شوی دی.

چینايي رسنیو نن /پنجشنبه/ وویل چې د رستورانونو دې لړۍ اومیندوارې ښځې ته د ۵ زره ایوانه، چې ۷۲۹ ډالره کېږي، تاوان ورکولو وړاندیز کړی دی.

خو ښځې دا وړاندیز رد کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *