د ډنمارک په هیدرسلیف نومي ښار کې، هر کال د سپتمبر میاشتې د پیل په لسو ورځو کې د
« Stafet for Livet» (د ژوند له پاره منډې) تر سرلیک لاندې د منډو سیالۍ جوړیږي چې سږکال د سپتمبر له اتمې او نهمې سره برابر و.
لکه څنگه مې پخوا هم لیکلي وو، دا لوبې نه بایلونکي لري او نه هم څوک څه لاس ته راوړي، بلکې ټول گډون کونکي په ټاکلو ټیمونو کې تنظیمیږي او د خپلو ټیمونو له لارې ټاکلې پیسې یوه ځانگړي فونډ ته ورکوي چې له سرطاني ناروغیو سره د مبارزې فونډ دی.
دا سیالۍ د ډنمارک د هیدرسلیف په ښار کې د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۳ کال په سپتمبر کې پیل شوې او تر اوسه لا روانې دي او له نیکه مرغه په مثبت لوري روانې دي. د لومړۍ سیالۍ له پاره ما څه و نشول لیکلای، خو په بل کال (۲۰۱۴ کال سپتمبر) کې مې یو رپوټ ډوله مقاله لیکلې وه، د یادې مقالې په یوه برخه کې داسې راغلي وو:
«… د منډو د سیالیو د جوړیدو ځای د اوبو یو ډنډ دی. د یو نیم کیلومتر په واټن د پیاده تگ او منډو له پاره لار ور نه را تاو کړای شوې ده، زه هره ورځ څو ځلې پلی پر دې لار گرځم. د سږنیو منډو له جوړیدو نه دوې ورځې مخکې د منډو له پاره کار پیل شو، د بیلابیلو ټیمونو له پاره ځایونه په نښه کیدل او د هر ټیم مسولینو خپلې کیږدۍ درولې.
ما چې دا حالت ولید، دا توري مې پر ژبه او ذهن کې کته پورته کیدل:
دلته ټول مثبت شیان په غځیدو او پراخیدو دي، له هغې ډلې دا منډې او د راتلونکي ژوند له پاره فکر او پلان، خو زما په پلرني وطن کې…؟»
د سږنیو (۲۰۱۸) منډو د سیالۍ په دویمه ورځ، چې د سپتمبر د میاشتې له نهمې سره برابره وه، دلته هر انسان د یو چا د ژوند د ژغورلو له پاره پل اوچتاوه، خو په همدې ورځ او په همدې ساعت زما د پلرني وطن په پلازمینه کابل کې د وحشت لوبه روانه وه، د موټرو کاروانونه له مسلح خلکو نه ډک، هوايي ډزې، په چغو سره د نفاق شعارونه، د خلکو ډارول او…
په افغانستان (کابل) کې او ډنمارک (هیدرسلیف) کې دا دواړه کارونه هر کال تقریباً په یوه نیټه ترسره کېـږي. زما له پاره دردونکې دا ده چې ولې افغانان هم د ډنمارکیانو په څېـر، د انسانانو او بیا خپلو هېوادوالو د ژوند د ژغورلو او ښېگڼې په باب فکر نه کوي؟
او له دې هم د بیخي ډیرې خواشینۍ او ژړا وړ دا ده چې د ایله جاري او بې مسولیته مسلح افرادو دا نا انساني اعمال د پارلمان د یو غړي له خوا ښه، پر ځای او قانوني گڼل کیږي.
دا ډله مسلح اله گوله جوړونکي، د ټوپکوالو څویم نسل دی چې د وسلو له کارولو، د خلکو له زورولو او وژلو نه خوند اخلي.
د دوی دا اعمال که له یوې خوا د وطنوالو د زوریدو، ټپي کېدو او ان وژل کېدو سبب کیږي، په نړیواله کچه په افغانستان کې دننه او له وطن نه د باندې د افغانستان ملي او نړیوال دریځ ته سخته فرهنگي او دیپلوماتیکه صدمه رسوي. د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر په نهمه چې ایله جاریانو د کابل په واټونو کې انډوخر جوړ کړی و، افغانستان او افغانانو ته د صدمې یو مثال، د وطن یو زړه سواندي دانشمند داسې لیکلی دی:
«در سه روز گذشته کانفرانس بين المللی البيرونی در کابل تدویر يافت، همه تلاش مان اين بود تا مهمانان بين المللی مان را به اين اصل باورمند بسازيم که ما ميراثدار آن مرد بزرگ و امثال او همچو مولانا و ابن سينا هستيم. مهمانان صبح امروز به طرف ميدان هوايی حرکت کردند که در طول راه با هواداران مسلح قهرمان ملی؟ برخوردند، اين هواداران پر افتخار با انسداد سرک عامه و فير های هوايی از يک سو وحشت فردی خود را به نمایش گذاشتند و از سوی ديگر به همه تلاش های مان جهت ثابت ساختن آدم بودن مان تيزاب سمی ريختند.
… راهت ادامه دارد…»
په ډنمارک کې د منډو په دې سالۍ کې، په هغو لارو کې چې د سیالۍ گډون کونکي منډې وهي، د لارو په اوږدو کې سپین کاغذي پاکټونه ایښودل کیږي،
د پاکټونو په منځ کې میده شگه او د شگو په منځ کې یوه ډیوه (شمع) ایښی وي، د لوبو د لومړۍ ورځې په ماښام ډیوې لگول کېـږي او تر سهار پورې بلې وي، د دې سپینو پاکټونو پر ډډو باندې، د پاکټونو د ایښودونکو له خوا بیلابیل مسیژونه، شعارونه، شخصي هیلې او ځینې نومونه لیکل شوي وي. دا یې یوه بیلگه ده: