تاند- ټاکل شوې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن / شنبه/ کابل ته راشي چې له افغان مشرانو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.
قریشي به د پاکستان د نوي حکومت لومړنی چارواکی وي چې د صدراعظم په توګه د عمران خان له غوره کېدو وروسته افغانستان ته سفر کوي.
دا د ښاغلي قریشي لپاره هم د عمران خان په حکومت کې لومړنی بهرنی سفر دی.
کابل ته د ښاغلي قریشي تر سفر مخکې پرون /جمعه/ په اسلام اباد کې د صدراعظم عمران خان په مشرۍ د لوړې کچې غونډه جوړه شوه چې په لړ کې یې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کابل د سفر پر اجنډا خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه، د آی ایس آی عمومي رييس نوید مختار، د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې او نورو جګپوړو چارواکو ګډون کړی وو.
پاکستاني رسنۍ وايي چې په دې غونډه کې له ګاونډیو هیوادونو سره د پاکستان پر اړیکو او امنیتي مسلو هم خبرې وشوې.
همداراز د آی ایس آی رييس نوید مختار له افغانستان سره د پولې د مدیریت (منجمنټ) سیستم او نورو امنیتي مسلو په اړه معلومات وړاندې کړل.
پاکستاني رسنۍ وايي چې ښاغلی قریشي به د کابل د یو ورځني سفر په لړ کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په شمول له بېلابېلو جګپوړو چارواکو سره وویني.
ټاکل شوې ده چې قریشي د افغانستان ولسمشر ته د پاکستان د صدراعظم له لوري د پاکستان د سفر بلنلیک وسپاري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وروسته له دې کابل ته د سفر اعلان وکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې له عمران خان او نورو پاکستاني چارواکو سره وکتل.
It looks like Ashraf Ghani stragedies are working.