تاند- نننۍ جمعه د افغانانو لپاره یوه بله خونړۍ ورځ وه. وسله والو طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو څو ډله ییزې حملې وکړې چې په لړ کې یې په لسګونه تنه وژل شوي دي.
په لوېدیځ کې له فراه رانیولې، په شمال کې تر سمنګان پورې لږترلږه په څلورو ولایتونو کې ۴۳ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
په فراه ولایت کې تېره شپه د طالبانو په حمله کې، چې تر سهاره یې دوام وکړ، ۲۹ پولیس او د ملي اردو سرتېري شهیدان شوي دي.
په دې جګړه کې طالبانو ته هم نامعلوم شمېر مرګ ژوبلې اوښتې دي.
په میدان وردک کې بیا لږترلږه ۷ پولیس وژل شوي او یو ټپي شوی دی.
دا پولیس په هغه نښته کې ووژل شول چې د میدان وردک د مرکز میدانښار په اړونده سیمه (افغانان) کې تېره شپه پیل شوه او تر سهاره یې دوام وکړ.
د ننګرهار د خوږیاڼي ولسوالي په کږه بازار کې نن سهار د چاودنې په نتیجه کې لږترلږه ۵ تنه ټپیان شوي دي.
د غزني په مُقر ولسوالي کې د وسله والو طالبانو او ملي اردو په نښته کې د ملي اردو ۱۲ سرتېري شهیدان شوي دي.
له بلې خوا دفاع وزارت وايي چې په ۱۲ هوايي عملیاتو کې، چې کومانډو ځواک پکې برخه لرله، ۶۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دفاع وزارت وايي دا عملیات په ننګرهار، پکتیا، لوګر، کندهار، بادغیس، فاریاب، بغلان، بلخ او هلمند ولایتونو کې شوي دي.
دا مرګ ژوبلې په داسې ورځ شوي چې ولسمشر غني له وایس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل«زما د کار تر ټولو بده برخه سهار وختي وي. کله چې لومړنی امنیتي راپور اخلم او د تلفاتو شمېرې وینم. زما زړه یوازې د امنیتي ځواکونو، چې ریښتیاني اتلان دي، پر وژل کېدو نه دردېږي، بلکې پر طالبانو هم خوږېږي؛ دوی هم افغانان دي او زه د ټول افغانستان ولسمشر یم.»