د کړکۍ څنګ ته په ناستو ورو ورو زنګیده. سپین ویښته یې د مازدیګرني لمر وړانګو ته ځلیدل.
کوټه لا توده وه خو له پښو سره یې پرته توره کمپله ورکش کړه. موبایل ترې ولوید، دستي یې راپورته کړ، ښیښې ته ېې وکتل. ګوته یې پرې تیره کړه، خپل زوی ته یې زنګ وواهه، هغه ورته وویل:
« مورې بیا درته ووایم چې په کار کې یم زنګ مه وهه»
دې موبال له غوږه لرې کړ، بیرته یې خوله ورنژدې کړه:
« د پسرلي رخصتیانو ته خو راشه»
ځواب یې وانه ورید، ټیلفون قطع شوی و. سترګې یې پټې ونیولې. د پیشو له میو سره یې د ورغلي تندي ګونځې څه هوارې شوې. خړې پیشو ته یې خواړه کتار کړل. د موبایل زنګ راغی، د زوی زنګ و. موبایل یې پر میز کیښود، پیشو یې غیږې ته ورنژدې کړه. هغې خپله ژبه وڅټله، ورو ورو رهي شوه. دې تر ژبې لاندې وویل:
« مه ځه»
پیشو روانه وه. ښځې خپلې شونډې پر مصنوعي غاښونو وریودې، کمپله یې پر ټټر واچوله، هغه ورځ ورپه زړه شوه چې د لومړي ځل لپاره سمندر غاړې ته تللې وه، بیا یې ملګری خپه شو ترې ولاړ، د ملګري څیره یې داسې مخې ته راغله لکه په زنګنه هنداره کې چې چاته ګوري. د واده محفل یې تر سترګو تیر کړ، خو دستي یې د میړه د مرګ ورځ وریاده کړه.
لکه د کوټې کوم څراغ چې وسوځي، په کوټه کې رڼا کمه شوه، شاوخوا یې سترګې وغړولې، د کړکۍ لور ته یې مزغی کوږ کړ، لمر ګرځیدلی و.
پراګ