تېرو دوه کلونو کې دا څویم ځل دی چې د کابل ښار لویدیځ کې عام شیعه مسلمانان په مدرسو، جوماتونو او عامه ځآیونو کې په نښه کیږي.

هر ځل برید زیاته مرګ ژوبله اړولې او هر ځل خلکو حکومت تر سختو نیوکو لاندې نیولی دی، افغان حکومت او افغانان چې له وحشي دښمن سره مخ دي، هیڅ ځای باندې ایسار نه دي او بریدونه پرې کوي.

دا به خلکو حق وګڼو چې حکومت باندې نیوکې وکړي، چې د ولې د خلکو امنیت کې پاتې راغلی، خو دې باندې هم باید فکر وشي چې حکومت یا امنیتي ارګانونه څنګه د خلکو په منځ کې د ځانمرګو بریدونو مخه نیولی شي.

هغه سیمې چې تر ګواښ لاندې دي او ممکنه بریدونه پرې کیدونکي دي، افغان ځواکونه یې امنیت ساتي، خو هغه سیمې چې عامه ځآیونه دي او هر څوک پکې تګ راتګ کولای شي، څنګه یې مخه ونیسو؟

ښکاره خبره ده چې ایران هڅه کوي له دې لارې په افغانستان کې د امریکا سره جګړه وکړي او تر څنګ يې پر افغان حکومت باندې خپل فرمایشونه ومني.

تاسو به لیدلي وي چې ایران څو ځله ګواښ وکړ چې موږ د امریکا څخه د بدل اخیستو لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلو، دغه راز ایران په دې وروستیو کې افغان حکومت ته هم ګوت څنډنه کړې چې د اوبو مدیریت په برخه کې به ایران چوپ پاتې نه شي.

ایران ځکه شیعه میشتو سیمو کې بریدونه کوي چې په دې سیمو کې ایران جاسوسي کسان لري او تر څنګ په شیعه ګانو باندې بریدونه کولای شي چې شیعه ګان په دوی ورمات کړي او د همکارۍ غوښتنه ترې وکړي.

افغانستان کې شیعه ګان هم په دې باور لري چې د دوی ځینې مشران له ایراني اخوندانو سره زیاتې اړیکې لري او د ځینو پروژو لپاره پيسې هم ورکوي، خو دا چې د دې ډول بریدونو موخه څه ده او ایران څه ترلاسه کوي بیلابیل تحلیلونه شته.

ځینې په دې فکر دې چې د افغان شیعه مسلمانانو مشران سوریه او عراق کې د ایران د ګټو لپاره خپل پلویان د داعش ضد جګړې لپاره استولي او داعش هغه بدل دلته اخلي.

بل تحلیل دا دی چې ایران په دې ډول بریدونو سره کار کوي چې افغان حکومت تر فشار لاندې ونیسي او د اوبو په مدیریت او نورو پروژو کې پرې خپل فرمایشونه ومني.

ځینې بیا په دې نظر دي چې د کابل په لویدیځه څنډه کې د ایران او امریکا جګړه ده او د دې لپاره شیعه مسلمانان قرباني کوي.

هر تحلیل په خپل ځای ، خو په ټوله کې ویلي شو چې د کابل په دشت برچي کې له تېرو کلونو راهیسې د عامو خلکو وژنه د مذهبي جګړو لپاره لمن وهل دي چې قومي تفرقې به پکې هم شاملې وي.

خو له نیکه مرغه به ووایو چې تر هر برید وروسته د شیعه مسلمانانو فکري خلک چې په دې لوبه پوه دي، دا بریدونه په ټولو افغانانو برید یادوي او هیڅ مذهبي او قومي رنګ نه ورکوي.

ما ولیدل چې د چهارشنبې برید پر سبا سني ځوانانو په یو بینر لیکلي و چې تاسو د شیعه وینه تویوئ، موږ سنیان به شیعه ته وینه ډالۍ کوو، لسګونه سني مسلمانان لاړل او شیعه مسلمانانو ته یې وینه ورکړه او دښمن ته یې وښودله چې هڅکله به هدف ته و نه رسیږې.

د دښمن هدف همدا دی چې په شیعه ډلو بریدونو باندې دا ډله د حکومت او نورو مذهبي ډلو پرضد راپاڅوي، خو دښمن دې هدف ته ځکه نه دی پریښودلی شوی چې اوس افغانان په ټولو استخباراتي لوبو پوه شوي او هیڅکله چاته اجازه نه ورکوي چې په یو او بل نوم باندې یې وپاشي.

افغان حکومت او امنیتي ارګانونه شپه او روځ تلاش کوي چې هیڅ افغان ته زیان و نه رسیږي، خو دښمن د هرې سیمې د خلکو په جامه کې یا کسان استخدام کړي او یا د هغوی په جامه کې بریدګر تر هدف رسوي او بې ګنا خلک د پردیو ګټو لپاره قرباني کوي.

نو ویلی شو چې بری او قوت مو په یووالي کې دی او تر څو چې موږ سره یو، یو، دښمن به هيڅکله زموږ په وژنو باندې هدف ته و نه رسیږي او تل به شرمنده او ذلیله وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *