تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د کابل د یو ورځني سفر په پای کې نن /شنبه/ دا سفر «ډېر ګټور» وباله.

ده په کابل کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره ولیدل.

ښاغلي قریشي خپل هیواد ته له ستنېدو وروسته جیو نیوز تلویزیون ته په مرکه کې وویل «د کابل نننی سفر خورا ګټور و. په دې پوی شوم چې (زموږ پر اړیکو) غوړېدلي سیوري لیرې شول.»

ده زیاته کړه «موږ د دواړو هیواونو د خلکو د ښېګڼې لپاره لاړو او یوځای به له ګډو ستونزو سره مبارزه وکړو.»

د پاکستان راډیو وايي چې قریشي د افغانستان له ولسمشر یو په یو کتنه هم لرله او په لړ کې یې پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د امنیت او سولې پر اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له جیو نیوز سره په خبرو کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د خپلو خبرو یوه نتیجه دا وبلله چې دواړه هیوادونه به وروسته له دې چې په اکتوبر کې د افغانستان اقتصادي کمېسیون پاکستان ته سفر وکړي، خبرو ته دوام ورکړي.

ده د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د ګډ اقتصادي کمیسیون جوړېدل یې ضروري وبلل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *