د افغانانو دښمن هره ورځ په کمین کې دی چې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لپاره داسې موضوع پیدا کړي چې یا پرې یو بل وکنځي او یا یې له دولت سره د خلکو واټن لا زیات کړي.
د ګاونډیو او بهرنیو هېوادونو استخبارات په دې برخه کې بیداره دي او کار کوي چې څنګه کیدای شي په یوه او بله پلمه د افغانانو ترمنځ ویره خپره کړي او د نفاق اور ته یې لمن ووهي.
رواني جګړه
بهرني استخبارات چې ځینې داخلي کړۍ یې استخدام کړي دي، په جعلي اکاونټونو باندې د یو ولایت په تړاو راپورونه خپروي او یا ډله ییز مسیجونه لیږي چې فلان ولایت باندې ترهګر برید کوي، دا تبلیغات په منظم ډول کیږي او ډیر کله په خلکو کې داسې ویره خپره کړي چې خلک یا سیمه پریږدي او یا له همدې ډار سره ویده کیږي او یا شپه په ويښه تيروي.
دښمن په دې برخه کې ځکه بریالی دی چې د ټولنیزو رسنیو کارونکي ورسره د دې پيغام او ویرې په خپرولو کې همکاري کوي، که دښمن په دې تړاو یو څه ولیکي، نو نور کاروونکي په غیرې مستقیم ډول د دښمن دې موضوع ته هوا ورکوي او خلکو کې ډار خپروي.
دا موضوع د پکتیا ولایت پورې رایاده شوه چې دوه ورځې کیږي، خلک په ډار کې دي چې په مرکز ګردیز باندې برید کیږي، خو په اصل کې هیڅ خبره نشته، د ترهګرو د غزني مړي لا نه دي خښ شوي، ټپيان یې لا تر درملنې لاندې دي، نو بیا څنګه په ګردیز د برید جوګه دي.
بله موضوع دا چې ولې په افغان ځواکونو باور و نه لرو، افغان ځواکونه شپه او ورځ د خلکو او هېواد دفاع ته تیار دي او هیڅکله به اجازه ور نه کړي چې د کوم ولایت په مرکز برید وشي، که برید وشي، نو د غزني غوندې به یې بیا جسدونه په څلور لارو کې بویونه کوي.
په دې تړاو تبلیغات ځکه کیږي چې دښمن هيڅکله نه غواړي چې افغانان د ارام خوب وکړي او یا د ارام ساه واخلي، زموږ مسوولیت دا دی چې دې ډول تبلیغاتو ته هیڅ ارزښت ور نه کړو، بلکې په مقابل کې یې خلکو ته داسې ډاډ ورکړو چې هیڅ پرې د دښمن د تبلیغاتو زهر و نه چلیږي.
کله مو چې په خپلو ځواکونو باور پيدا شو، نو بیا هيڅکله د دښمن تبلیغات په موږ باندې نه چلیږي، تاسو ولیدل چې غزني کې لسګونه پنجابیان مردار شوي و چې بیا یې جنازې په پیښور او نورو سیمو کې خاورو ته وسپارل شوې، نو ولس ته پکار ده چې د پنجاب د هر یرغل پروړاندې د افغان ځواکونو په څنګ کې ودریږي او دښمن ته اجازه ور نه کړي چې سپیره قدم په دې پاکه خاوره کیږدي.
تفرقهيي او مذهبي تبلیغات
د افغانانو دښمن له هرې ممکنې لارې کار اخلي چې افغانان د ملي یووالي څښتنان نه شي او هر کله په خپل منځ کې جنجالونه ولري، د دې کار لپاره یې په ټولنیزو رسنیو کې بیلابیلې پاڼې جوړې کړي چې د قومونو ترمنځ تفرقې راپورته کړي او یا ورته مذهبي جنجالونه پیدا کړي.
په دې برخه کې د سیمې استخبارات ډیر کار کوي چې د یو قوم پروړاندې د بل قوم مسله په ټولنیزو رسنیو کې د همغه قوم په ژبه او نوم راپورته کړي او بیا پرې نور خلک بحث وکړي چې په مستقیم ډول یې ګټه دښمن ته رسیږي.
د دې تر څنګ ځینې وخت هېواد دښمنه کړۍ مذهبي جنجالونه راپورته کوي چې څنګه کیدای شي، سني په شیعه او شیعه په سني باندې برتر وګڼي او مذهبي جنجالونه راپورته کړي، تاسو به لیدلي وي، کله چې په شیعه ګانو بریدونه وشي، ټولنیزو رسنیو کې ځینې خودغرضه او پردیپال ورته لمن وهي چې شیعه د سني پروړاندې راپورته کړي، خو په دې کار تراوسه نه دي بریالي شوي.
د دې تر څنګ د قومونو او ژبو ترمنځ ځینې وخت په مستعارو پاڼو کې مالومات او اوازې خپریږي چې یو قوم ته منسوب کس پکې بل قوم او ژبې ته سپکاوی کړی وي او بیا په ټولنیزو رسنیو کې پرې بحثونه کیږي.
څه پکار دي؟
د ټلونیزو رسنیو کاروونکو ته په کار ده چې په دې برخه کې هوښیار اوسي، جعلي اکاونټونه او پاڼې د همدې لپاره جوړې دي چې کار وکړي، کله هم چې د دې ډول موضوعاتو سره مخ کیدلی، هیله اګنور یې کړی او هیڅ ارزښت ور نه کړئ.
موږ افغانان د پرمختګ لپاره یووالي ته ضرورت لرو او کله مو چې یووالی مات نه شو، هیڅکله نه ماتیږو، دښمن به خپله هڅه کوي، خو موږ باید په ټولنیزو رسنیو کې بیداره اوسو چې دښمن مو له اصلي مسیر څخه وا نه ړوي.
زموږ مسیر واحد افغانستان دی او د دې لپاره باید یو اوسو.