زهرا له مخه چادرې پورته کړه، اخندزاده صاحب شونډه له غاښ لاندې کړه، په زړه کې یې را تېر کړل:

  • اوس به دم درباندې چوف کړم.

په لاس باندې یې د کېناستو اشاره ورته وکړه، زهرا په مخ ټکری راکش کړ، یوه شېبه غلې وه، اخندزاده صاحب لونګۍ سمه کړه، له زهرا څخه یې وپوښتل:

  • خورجانې څه مشکل مو دی؟

زهرا شرمندوکې غوندې شوه، ځان یې نورهم په ټکري کې وپېچلو، اخندزاده صاحب په دروغو شونډو ښورولې د کتاب پاڼې به یې واړولې، د سترګو له کونجونو به یې زهرا ته وکتل، زهرا په شرمندوکې لهجه زیاته کړه:

  • اخندزاده صاحب د واده اتم کال مې دی لا تر اوسه مې…

یوه شېبه غلې وه اخندزاده صاحب بیا غږ ورباندې وکړ:

  • شرمېږه مه لورکۍ ټول حال ووایه!

دې بیا ځان خبرو ته راجوړ کړ:

  • دا مې اتم کال دی چې اولاد نه لرم، ډېرو ډاکټرانو ته ولاړم، دوا یې هېڅ تاثیر ونه کړ…

د زهرا خبرې لا نه وې خلاصې شوې، چې اخندزاده صاحب پورته شو، زیاته یې کړه:

  • ان شاءالله د خدای په زور ستا کار به کوم.

زهرا ته چې د کلي زړو ښځو د ملا صاحب د کراماتو کیسې کړې وې، په زړه کې یې د خوښۍ ګوړې ماتې کړې، هغه له پېغورونو څخه تر پزې راغلې وه، هر ورځ به یې یورګانو د میراثۍ تعنې ورکولې. ملا صاحب قرانکریم د میز په سر کېښود،  کړکۍ او ور یې له نظره تېر کړل، زهرا ته یې وویل:

زهرا چې په کلي کې له زړو ښځو څخه د اخندزاده صاحب د پلار د کراماتو کیسې اورېدلې وې، د دې خبرو په اورېدو سره ډېره خوشحاله شوه، هغه د یورګانو له زیاتو پېغورو تر پزې راغلې وه، هره ورځ به یې په ځلونو اورېدل:

  • زهرا میراث ده خدای پېژندلې چې اولاد نه ورکوي.

اخندازاده صاحب د میز په سر قرانکریم کېښود، کړکۍ او دروازه یې له نظره تېر کړل، پرده یې کش کړه، زهرا ته یې اشاره ورکړه:

  • دې خواته راشه بالښت ته تکیه وکړه

زهرا په سر ټکری کش کړ، ورو یې وویل:

  • سمه ده

زهرا غلې په خپل ځای هماغسې ناسته وه، دی ورپورته شو، د دې په ولیو یې لاس کېښود، د پرېوتو اشاره یې ورته وکړه، زهرا بالښت ته تکیه وکړه، پښې یې وغځولې، اخندزاده صاحب د الله ج نومونه ورباندې چوف کول، له دویم چوف وروسته یې د زهرا د نامه په غوټۍ کې ګوته کېښوده، دا وشرمېده، پښې یې ورټولې کړې، اخندزاده صاحب تند تند ورته وکتل، دې زهرا بدن داسې مېږي مېږي شو، په ګوډه ماته لهجه یې ورته وویل:

  • څه څه کوې؟

ده ژر ځواب ورکړ:

  • صبر اوس وده شروع کېږي.

دا غلې شوه، ده یې ګنډه ورباندې وښویوله، زهرا پورته شوه، اخندزاده صاحب یې له ږېرې کش کړ؛ خو ده یې له ملا لاس ور تاو کړل، دې په لوړ اواز نارې نشوای وهلی، له خاوند څخه یې وېرېده، هغه د وره تر شا ناست و. اخندزاده صاحب په غېږ کې را ړنګه کړه، زهرا په اننګو باندې د بې وسۍ اوښکې راماتې شوې، څو شېبې وروسته یې زهرا پرېښوده، اخندزاده صاحب ګنډه وتړه، تعویذ او نور کاغذونه یې ورته ونیول، زهرا چادري په سر کړه، د خاوند له وېرې یې اخندزاده صاحب ته په لوړ اواز دعا  وکړه، ترې روانه شوه. اخندزاده صاحب بلې ښځې ته د ننوتو غږ وکړ، له زهرا څخه یې خاوند وپوښتل:

  • ولې دې ژړلې دي؟

دې زیاته کړه:

  • د ملا صاحب ودې را باندې تاثیر وکړ.

د موټر شا سټ ته وخته، خاوند ته یې وکتل، له ځانه سره یې ویل:

  • زه څنګه تاته دا کیسه وکړم!

چې خاوند یې بیا ورڅخه وپوښتل:

  • د زوی تعویذ یې درته وکړ که د لور؟

۹۷ د وږي ۲۴مه ـ کندهار دویمه عینو مینه

One thought on “زوی که لور؟ (لنډه کیسه) لیکوال/محمد خالص ادیب”
  1. ادیب وروره! کاشکی دا یوه سوالیه جمله دی بله هم ورزیاته کړی وایی چی:
    آیا ملی خاینانو او د جهاد غلو ته همدی آخندزاده تعویذونه ورکړی که نور څه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *