حبیب وقار 

يو بل کتابتون پرانستل شو، يوه بله سيمه روښانه شوه، په لسګونو نورو دردېدلو او ځورېدلو افغانانو ته کتاب په لاس کې ورکړل شو او له تیارو څخه يې د ويستلو هڅه وشوه. دا کار چا وکړ، کوم پانګه وال نه دی کړی، بلکې يو داسې چا کړی چې ايله خپلې کورنۍ ته د سهار، غرمې او ماښام حلاله ډوډۍ پيداکوی شي، خو له خپل بې وزله ژوند سره سره د خپلو خلکو د بیدارۍ او خپل ولس ته د خدمت له پاره لوړ احساس لري، دا اتل څوک دی چې خپلو هېوادوالو ته يې اتم کتابتون هم جوړ کړ؟

کتابتون، کتاب او مطالعه انسانيت، شرافت، عزت، اخلاق، درناوی، زړه سوی او دې ورته په سلګونه ښکلې جملې او کلمې له ځانه سره لري او هغه څوک چې د کتاب، کتابتون او مطالعې له پاره کار کوي، په دې مانا چې د دې ډول کلماتو او دې ډول فرهنګ د پلي کولو په هڅه کې وي. بې کتابتونه هېواد، ولايت، ښار، کلی او کور تیاره دی. کتاب دی چې هېواد، سيمې، کور، کلي او ښار ته ښکلا، رڼا او وياړ ورکوي.

زموږ وروسته پاتې ټولنه نن ورځ تر هرڅه ډېر کتابتون ته اړتیا لري، خو له بده مرغه زموږ پانګه والو هېڅ کله هم د دې ځورېدلي او کړېدلي ولس غم نه دی خوړلی او نه يې هم دوی ته د کتابتون د جوړولو له پاره کومه هڅه کړې، ځينې يې ملامت هم نه دي ځکه چې دوی پيسې او پانګه له غلا، چور، غصب، ترور او د خلکو له حق خوړلو څخه ترلاسه کړې، څوک چې د يادو ناوړه کلمو پروا نه ساتي او بدې نه ورته ښکاري، هغوی بيا د کتابتون، کتاب او مطالعې يا هم په ټوله کې د خلکو د خدمت او له خلکو سره د مرستې په ارزښت څه پوهېږي. دوی خو اوس هم د ولس په حلالولو، چور او تالان او د خلکو د وينو په زبېښلو بوخت دي.

راځو اصلي موضوع ته د کوم اتل خبره مې چې مخکې کړې وه هغه اتل مجيب الرحمن محمودي دی. محمودي څو ورځې وړاندې د روانې وږي مياشتې په ۱۶مه د وردګو ولايت په لرې او وروسته پاتې سيمه د جلګې ولسوالۍ د عبدالواحد خان ښوونځي ته څېرمه په يوه نوي جوړ شوي مسجد کې يو نوی کتابتون جوړ کړ. ياد مسجد د يوې دينې مدرسې او يوې ليسې په منځ کې دی چې مدرسه، ليسه او د سيمې د کليو اوسېدونکي ګټه ترې اخيستی شي. په ياد کتابتون کې ديني، سياسي، اجتماعي، اقتصادي او نور ډول ډول کتابونه شته دي.

د کتابتون د پرانيستې مراسم په داسې وخت کې وو چې په همدې ورځ د جلګې په ولسوالۍ وسله وال بريد وشو. د ياد کتابتون پرانیستې غونډې ته د مدرسې او ليسې ښوونکي او د شاوخوا کليو ډېر اوسېدونکي راغلي وو. د پرانيستې غونډه د سپېڅلي کتاب قران عظيم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پيل شوه. ورپسې د کتابتون بنسټ اېښودونکي محمودي په خپلو خبرو کې د کتاب د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د سيمې اوسېدونکو ته يې د کتابتون بنسټ پانه تشرېح کړه، نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: «تر هغې چې کتاب، کتابتون او مطالعې ته مخه نه کړو، نه شو کولای خپل وران ويجاړ هېواد جوړ کړو، خپل دوست او دښمن وپېژنو او د خپلو ځورېدلو هېوادوالو خدمت وکړو. له کتاب نړۍ پېژندی شو او که نړۍ وپېژنو کولای شو د نړۍ له پرمختګونو يو څه زده کړو او يوه ورځ خپل هېواد په لوړې تکنالوژۍ سنبال کړو او له سيالانو سره يې سيال کړو.»

محمودي د سيمو له خلکو وغوښتل چې کتابونه د مطالعې له پاره امانت يوسي او بېرته يې په خپل وخت کتابتون ته تسليم کړي، څو له يوه کتاب څخه په لسګونو کسان ګټه واخلي. د کتاب د ارزښت په اړه د سيمې يو ديني عالم مولوي هدايت الله هم خبرې وکړې، هغه وویل چې کتابتون د ټولې سيمې ګډ دی او ټول يې بايد په ګډه په ښه توګه ساتنه او پالنه وکړي نوموړي له خلکو وغوښتل چې په کورونو کې اضافي کتابونه د ډالۍ په توګه کتابتون ته ورکړي، څو کتابتون نور هم غني شي، زياته يې کړه: «موږ به تر خپلې وسې هڅه وکړو چې ياد کتابتون ته نوره هم وده ورکړو، غني يې کړو، دلته علمي سيالۍ جوړې کړو او کتابتون ته کتابونه هم پيداکړو، له ټولو هغو کسانو د زړه له تله مننه کوو چې د دې کتابتون د جوړولو له پاره يې هلې ځلې کړې دي او زموږ وروسته پاتې سيمه يې په ياد ده.»

ورپسې د سيمې د ليسې سرښوونکي استاد ميرزا وويل له ټولو هغو کسانو مننه کوي چې د دوی په سيمه کې يې کتابتون جوړ کړی، نوموړي د ليسې په استازولۍ وويل چې ليسه به د کتابتون په ساتلو، پاللو او مطالعې ته د زده کوونکو او د سيمې د خلکو په هڅونه کې هڅه وکړي زياته يې کړه: «په دې سيمه کې کتابونه لږ پیداکېږي، خلک له بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي، چارواکو هېڅ کله هم زموږ غږ نه اورېدلی نه دی او پانګه وال خو هسې هم يوازې خپله پانګه ساتي.»

د کتابتون د موسس مجيب الرحمن محمودي په وينا دوی د «شهيد کريم کتابتون» په نوم کتابتون په ۵۰۰ټوکه کتابونو سره پیل کړ چې د دې کتابونو ډېره برخه مرسته قاضي محمد فايز کړې ده او د پنځوسو ټوکو کتابونو په شاوخوا کې کتابونه د نورو کسانو له خوا مرسته شوي دي. له دروند مشر فايز صیب نړۍ مننه کوو چې په داسې لوی خدمت کې يې ونډه اخیستې او د خپلو خلکو له پاره يې يو مقدس او سپېڅلی خدمت کړی دی.

د یادونې وړ ده چې محمودي تر دې وړاندې اووه نور کتابتونونه په کابل، جلګه، چک او سيداباد کې جوړ شوي دي، د جغتو کتابتون له پاره کتابونه تیار شوي دي او په خوست کې هم په يوه کتابتون کار روان دی چې نژدې کې به يې کتابونه تنظيم کړل شي.

نوموړی له ټولو پانګه والو وبښۍ هېوادوالو (ځکه چې پانګه وال خو له داسې کارونو سره مينه نه لري) هيله لري چې له نوموړي سره د څو ټوکه کتابونو مرسته وکړي، څو وکولای شي هم جوړ شوي اته کتابتونونه نور هم غني کړي او هم وکولای شي په نورو کليو کې هم ورته کتابتونونه جوړ کړي.

داسې اتلان رښتيني اتلان او د ولس وياړ دي، هېوادوال داسې اتلانو ته اړتیا لري چې لاس ورکړي، نه داسې بوتلانو ته چې لاس ترې پرې کړي، نو له تاسې د دې ليکنې له لوستونکو هم هيله کېږي چې د محمودي صيب لاسنيوی وکړئ او که نور هېڅ نه وي د يو کتاب په ورکولو سره د يادې سپېڅلې لړۍ په مخکې وړلو کې برخه واخلئ، کتاب تر ټولو ښکلې ډالۍ او تر ټولو ښه مرسته ده.

د داسې يوې ورځې په هيله چې هېڅ کور بې کتابتون نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *