کورت توخولسکي

 | ژباړن: حیات الله ژوند   

د خپلې دننۍ تشې د ډکولو لپاره څه څه کارونه نه کوو. چا چې دا خلا یو متر هم ډکه کړه، لوی کار یې کړی. مهمه نه ده، د یو چا سر چېرته نښتی دی، مهمه دا ده، چې تر وريځو پورته روان واوسي. د دې لپاره چې وپوهېږې، شاوخوا يې څو حلاجیان ولاړ دي، پښو ته يې باید ځير شې، چې چېرته نښتې دي، د ځمکې پر سطح که په یوه کنده کې. هغه مهال دې نو خندا هېرېږي.

چې کله دې څوک احوال نه اخلي او څه نه درنه غواړي یا دا چې ته پخپله له ځانه هېڅ نه غواړې او کله چې د ژوند شېپلۍ غلې شي او موسیقار هم موسیقي غلې کړي چې د خولې لاړې تو کړي، هغه مهال نو خپلې دننۍ خلا ته غوږ ږدې او وینې يې چې دننه ټول خلا خلا يې.

دننه لویه تشه احساسوې. شور او ځوږ ویده شوی. اوس نو باید تر هر څه مهم ستا دننه غږ وشرنګېږي؛ خو له تا کوچنی شرنګ هم نه پورته کېږي. غوږونه دې دومره څک کړه، چې پر ټنډه دې ګونځې څرګندې شي. ښايي اصلي کار هلته نه وي، ښايي ته پخپله په خپل دننه کې نه یې.

تر سپږمو د ژوند په کار و بار او پېر او پلور کې ډوب شوی یې، کنه؟ پایله يې څه ده؟ خلا! ښاغلی باید بیا مین شي! ښاغلی باید سیګرټ ونه څکوي! ښاغلی ښه نه دی ویده شوی! اوس دا ټوکې درته څومره بې مانا شوې دي. دا خو هېڅ نه دي. ته اوس یوه تش او زوړ دېګ ته ورته يې. چې یو ډب درکړي، ټنګ، ټنګ، ټنګ غږ درنه پورته کېږي.

اوس يې وخت دی، چې د کلیسا پر لور حرکت وکړې؛ خو نه. موږ اوس پر دغه ارواپوه دومره ډاډه نه یو. موږ يې په اړه په کافي اندازه معلومات لرو. د کار په میتود يې هم خبر یو او په عمل او کردار يې هم. یو ډاکټر باید ځينې رازونه ولري. دی نو زموږ درد نور نه شي دوا کولی.

له ژونده وېرېږې؟ له مرګه دې وېره ده. اوس به ښه شې. وېره به دې ورکه شي. یو سړي ویل: «تر مرګ وروسته جام رانه ډېر او ډېر تشېږي.» هو. له مرګه وېرېږې، هېڅ. دا احساس دې هم نه پرځوي. د څه لپاره؟ دا ټول د څه دي او د چا لپاره؟ کله چې یو څوک ګنبده جوړوي، بهر وځي، چې یو څه يې ګوتو ته ورشي. دا خو د ژوند اصلي محتوا او محور نه شو.

پر ما ګرانه! فکر دې مه خرابوه. ته ځې او د کلیسا د محراب شراب ګوټ ګوټ څښې. کتابونه یو ځل له ښي او بل ځل يې له چپ اړخه لولې. خدای دې دا عقل درنه وانخلي.

بیا هم ورو ورو بوډا کېږې. چې نور دې عقل سم کار ونه کړي، یو ملایم رواني حالت درته پېښېږي، دا حالت د احساس ځای نیسي. هغه مهال بیا واړه واړه چینچیان دې تر سترګو کېږي، چې پر شګو سینه کشوي. له ځان سره وایې: «اوه!!!» خپلې ګوتې له نظره تېروې، پام دې کېږي، چې هره یوه يې بېله بېله دونیا لري. د ګوتو فورم او جوړښت هم درته معجزه ډوله ښکارېږي. یوه څيز يې په منځ کې روان دی، چې ته اصلاً نه يې خبر، څه دي.

یو ځل بیا په زحمت له ځایه پورته کېږې، بهر وځې، هېروې یې… یو کوچنی کتاب نو څه دی، بشپړ کتابتون له مرۍ تېروې. په کتابونو کې ډوبېږې او لیک لوست یو ځل بیا له سره پیلوې. لوستل پيلوې. د احساس غږ دې غړمبېږي: «ټول دروغجن او دوکه مار!»

یوه پوچه، بې مانا او پرېوتې اصطلاح وايي: «هر پېر د راتلونکې پېر لپاره د تېرېدو لار ده.» کاش چې یو په پښو درېدلی وی، په څاه کې يې اچولی وی او چیغې يې وهلې وی: «له دغه دور ا و پېر څخه مې زړه خولې ته راغلی دی، ټوله بې ارزښته امتعه ده.» چیغې يې وهلې وی او ويلي يې وی: «ټول څیزونه باید بدل شي. انسانان باید د ژوند پر وسیالیو واکمن واوسي، سرچپه نه!»

هر ژوند تېرندلار ده. له ژونده تر مرګه. اوس لاړ شه، ژوند خوندور تېر کړه.

موږ څه څه کارونه نه کوو، چې خپله دننۍ تشه ډکه کړو. هر چا چې دا خلا ډکه کړه یا یې یو متر هم که ډکه کړې وي، لوی کار یې کړی دی. مهمه نه ده، د یو چا سر چېرته نښتی دی، مهمه دا ده، چې تر وريځو پورته روان واوسي. د دې لپاره چې وپوهېږې، شاوخوا يې څو حلاجیان ولاړ دي، پښو ته يې باید ځير شي، چې چېرته نښتې دي، د ځمکې پر سطح که په یوه کنده کې. هغه مهال دې نو خندا هېرېږي.

د ساز غږ بیا پورته شو، د شپېلۍ غږ: «که څه هم د نوي صنعت له پراختیا منکرېدی نه شئ…» ډېر ښه، درغلم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *