هر کله چې یا د افغان سولې په تړاو پرمختګونه رامنځ ته شي او سولې ته د رسیدو لار رالنډه شي، یا پاکستان تر سخت فشار لاندې راشي، طالبان د پاکستان له مجبوریته یو پخوانی مړی بیا اعلانوي او د مړیني او تدفین ځای یې افغانستان یادوي.

طالبانو په داسې وخت او حال کې د مولوي جلال الدین حقاني د مړینې اعلان وکړ چې اسلام اباد ته د امریکا لوړپوړی پلاوی په سفر و او د سفر هدف هم همدا و چې اسلام اباد باید د حقاني شبکې پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي.

د ملي امنیت د مالوماتو له مخې حقانې شپږ کاله وړاندې په اسلام اباد کې مړ شوی و، چې بیا یې جسد نامالوم ځای کې خښ شوی دی، خو پاکستان د دې لپاره چې ځان د امریکا له خبرو او فشار خلاص کړي، طالبانو باندې اعلامیه خپره کړه چې حقاني په افغانستان کې مړی شوی او همدلته خښ شوی دی، په داسې حال کې چې حقاني په اسلام اباد کې مړ شوی او نامالوم ځای کې خاورو ته سپارل شوی دی.

طالبانو باندې پاکستان هره لوبه کولای شي، ځکه طالب له پاکستان ګرو دی او هیڅ داسې لار نه لري چې د پاکستان له انحصاره ځان خلاص کړي، تر دې وړاندې یې د ملا عمر مړینه څو کاله وروسته اعلان کړه.

ملا عمر د کراچۍ په یو روغتون کې په مرموز ډول وژل شوی و، چې د مړیني په څرنګوالي یې د لوړپوړو طالب چارواکو ترمنځ جنجالونه هم راپیدا شول، خو دا جنجالونه د پاکستان څارګرې ادارې ډیر ژر حل کړل، ځینې مخالفین په مرموز ډول ووژل شول او ځینې نور وګواښل شول.

د ملا عمر مړینه هم په داسې حساس وخت کې اعلان شوه چې د سولې خبرې نږدې شوې وې او په دې خبرو کې د پاکستان لاسونه لنډ و.

حقاني د پاکستان لپاره مهم و، ځکه د استخباراتو مشر په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي و چې حقاني که پاکستانی نه دي، خو ښه خبره دا ده چې د یو پاکستاني فکر لري او هر کله د پاکستان دګټو لپاره کار کوي.

حقاني شبکه او مشر یې د پاکستان لپاره ځکه مهم و چې په کابل او ولایتونو کې تر ټولو لوی او پیچلي بریدونه همدوی ترسره کړي چې زرګونه کسان یې قربانیان دي، که ووایو چې حقاني په افغانستان کې په وروستیو کې جینوسایډ کړی، دا به مبالغه نه وي.

د کورنیو چارو وزارت مخې ته ځانمرګی لرید چې پنځه سوه کسان یې مړه او ټپيان کړل، د زنبق څلور لارې برید چې اوه سوه کسان یې مړه او ټپيآن کړل، د شاه شهید برید چې پنځه سوه کسان یې مړه او ټپيان کړل، همدا راز په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې عامه ځایونو کې بریدونه حقاني شبکې ترسره کړي او مسوولیت یې منلی دی.

حقاني د پاکستان د ګټو لپاره په افغانستان کې دومره افغانان قرباني کړي چې د لسګونه کلونو جګړې به هغومره افغانان نه وي قرباني کړي او نه به قرباني شي، حقاني په اسلام اباد کې خوندي ځای درلود او د پاکستان د څآرګرې ادارې هر امر یې په ښه شان سره سر ته رسو، له همدې امله به د پاکستان څارګرې ادارې ورته یو وفادار شخص په سترګه کتل او زیات امتیازات یې ورکول.

د مولوي جلال الدین حقاني تر څنګ د هغه زامن هم له حقاني کم نه دي، ځکه د زامنو واګي یې هم د پاکستان د څآرګرې ادارې په لاس کې دي او هر لور ته یې چې سوق کوي، ورسره ځي.

ځینې فکر کوي چې د حقاني په مړینه سره به د حقاني شبکې فعالیتونه کم شي، خو داسې باور ځکه نه کیږي چې د حقاني زامن تر حقاني په افغان وژنه کې مخکې او د پاکستان څارګرې ادارې ته وفاداره دي.

اوس چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړ په خړ لیست کې شامل دی او ممکن تور لیست ته لاره پيدا کړي، هڅه کوي چې په افغان طالبانو باندې فشار راوړي چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو مشران په افغانستان کې وښيي چې پاکستان له فشار او خبرو خلاص شي.

طالبان به تر هغې د پاکستان د څارګرې ډلې په انحصار کې وي، تر څو چې د دوی کورنۍ هلته له انحصار ووځي، دا کار هلته کیدلی شي، طالبان بین الافغاني خبرو باندې توافق وکړي او ټول له پاکستان څخه افغانستان ته راشي او دلته خپل عادي ژوند غوره کړي.

له یوې خوا به یې د مړي جنازه ښکاره شوي وي او له بلې خوا به یې د مړو هدیره او قبر مالوم وي چې په عزت سره به خاورو ته سپارل کیږي او فاتحه به یې اخیستله کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *