تاند- ایران وايي چې د افغانستان د ګمرکونو ادارې له نن /یکشنبې/ څخه له ایرانه د نفتي تولیداتو، سمینټو، پولادو او کاشي واردات منع کړل.
د ایران د صنعت، سوداګري، کانونو او کرنې د خونو یوه غړي علي شریعتي د شنبې په ورځ وویل چې افغانستان دا بندیز پر ایران د امریکا له لوري د لګولو شویو بندیزونو په لړ کې وضع کړی دی.
شریعتي وویل چې د افغانستان ګمرکونو ټولو سوداګرو ته ویلي چې له ایرانیانو سره خپل حسابونه تصفیه کړي او تر ټاکلې مودې وړاندې هغه مال هیواد ته وارد کړي چې مخکې تر مخکې یې اخیستی دی.
افغانستان سره له دې چې په خپله هم یوه اندازه سمینټ جوړوي خو له ایران څخه ډېر سمینټ واردوي. د ایراني سمینټو وارداتو په افغانستان کې د پاکستاني سمینټو کاروبار په ټپه درولی دی.
ښه نو دې بندیز کې مهم ایراني محصولات نه راځي لکه خلیلی محقق پدرام بهزاد عطا اسماعیل او داسې نور پیداوار