تاند- په لنډيکوتل کې د پاکستان د مرکزي حکومت استازي وايي چې د تورخم له لارې پاکستان ته د ورتلونکو افغانانو شمېر لږترلږه په سلو کې ۲۰ لږ شوی دی.
پاکستاني چارواکي وايي چې د افغانانو د ورتګ شمېر وروسته له دې کم شو چې پاکستان په جلال اباد کې خپله کونسلګري د اګست په یودېرشمه نېټه بنده کړه.
پاکستان ته د افغانانو د تګ کمېدا پاکستان ته د پام وړ اقتصادي تاوان اړوي ځکه چې هر کال په لسګونه زره افغانان یوازې د درملنې لپاره پېښور او نورو ښارونو ته ځي او ډېرې پیسې په درملنه لګوي.
په نړۍ کې د ګرځندویانو په اړه څېړنې ښيي چې تر ټولو ګټور سیلانیان طبي هغه دي چې تر ټولو زیاتې پیسې لګوي.
اوس اکثره افغانان د پاکستان د وېزې د ترلاسه کولو لپاره باید کابل ته لاړ شي او د پاکستان له سفارته وېزه واخلي.
پاکستان ته سفر کوونکي افغانان وايي چې اوس باید د پاکستان د وېزې لپاره اوږد انتظار وباسي.
پاکستان د تېرې میاشتې په پای کې وویل چې د ننګرهار والي د دوی د کونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه کوي ځکه حپله کونسلګري بندوي خو وروسته یې بیا وویل چې د کونسلګرۍ امنیتي تدابیر ښه نه دي او له همدې کبله خپله کونسلګري تر هغو نه پرانیزي چې د افغانستان حکومت یې د امنیت غم ونه خوري.
په تورخم کې د پاکستان سرحدي مامورین وايي، په جلال اباد کې د کونسلګرۍ تر بندېدو مخکې د ورځې شاوخوا ۵ زره افغانان د تورخم له دروازې پاکستان ته ورتلل، خو اوس شاوخوا ۴ زره تنه له دې لارې پاکستان ته اوړي.
دوی وايي چې د کونسلګرۍ بندېدا د دوو هیوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ هم منفي اغېز کړی دی.
د افغان لاریو چلوونکي وايي چې د وېزې د ستونزې له کبله ځینو موټرچلوونکو کار پرې ایښی دی او ځینې نور بیا مجبوره دي چې د پاکستان له سفارت څخه په رشوت وېزه واخلي.
د دوی په وینا د دې لپاره چې وېزه په ځنډ ورکول کېږي، هر څوک غواړي چې ژر وېزه واخلي نو مجبوره دی چې پیسې ورکړي.
له بلې خوا پاکستاني سوداګر وايي چې د کونسلګرۍ تر بندېدا وړاندې یې وېزې ته اړتیا نه لرله خو اوس پاکستان مجبوره کړي چې باید لومړی د افغانستان وېزه ولري.