شګوفه نورزۍ

زموږ ټولنه چې په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ ده، يو تر ټولو لوی مشکل پکې د ځان لپاره امتياز، واک او څوکۍ غوښتل دي.

له بده مرغه ډېری لوستي او مشران خلک چې په اصطلاح تر نورو يو څه پوهېږي هم په دې مرض اخته دي، د ملي ګټو پر ځای ورته شخصي ګټې مهمې دي او د دې لپاره یې هر خيانت ته لاس اچولی او که هېواد لولپه کېږي هم دوی له خپلو غوښتنو نه تېرېږي.

اوس زموږ هېواد له يو بحران سره مخ دی، داسې بحران چې قتل عام شروع دی، موږ تاسو په خپلو سترګو وينو چې دښمن ته دا مهمه نه ده چې عسکر وژني، سپين ږيری وژني، ماشوم وژني، ښځه وژني که ځوان، خو تر ټولو لوی هدف يې وژنه او د وحشت خپراوی دی.

د وحشت ښکاره بېلګه په ننګرهار کې وروستۍ پېښه ده چې په يوه ورځ مکمل يوه نوې هديره جوړه شوه نو تر دې بل بحراني حالت کوم کېدلی شي.

خپل اصلي هدف ته راځم، په داسې بحراني حالتونو کې څه کول پکار دي؟

د ځان لپاره امتياز که د خلکو غم؟

د نظام مخالفت او تخريب که حمايه؟

زه خپله په دې اند او باوري يم چې تاسو به هم راسره موافق ياست، اوس وخت کې چې د نظام په مخالفت کوم ايتلافونه جوړيږي تر ټولو مهم مسؤليت يې بايد دا وي چې حکومت ته لار وښيي، هغه لار چې له دغه بحراني حالت څخه پرې راووځي، دغه راز د نظام په ګټه بايد ښه ښه پروګرامونه او غونډې جوړې کړي، مشورې او طرحې وړاندې کړي، ترڅو يې حکومت استفاده کړي او له روان بحراني حالت څخه دا هېواد او خلک وژغوري.

په داسې حالاتو کې د نظام مخالفت کول نورې ستونزې هم راپيدا کولی شي، د خلکو بې باوري، خپل منځي شخړې، د دښمن نفوذ او يو شمېر نورې ستونزې.

نو موږ بايد خپل مسؤليت ترسره کړو، هغه مسؤليت چې ايماني او وجداني دی، ترڅو راتلونکي نسل ته خو مو لږ تر لږه په دې نوم ښه شي چې موږ د اصلاحاتو، له بحران څخه د وتلو او د يو ښه حکومت په پلوۍ چغې وهلې او خپل مسؤليت مو ترسره کړی دی.

او په دې برخه کې تر ټولو مهم رول ځوانان لري چې دوی بايد امنيتي ځواکونو ته ډېره روحيه ورکړي، د دوی ستاينغونډې جوړې کړي او پر شا يي وټپوي.

دغه راز دې ځوانان د حکومت له هغو برنامو او پروګرامو کلک ملاتړ وکړي چې د دې هېواد او خلکو په ګټه دي.

که موږ ټول لاسونه سره ور نه کړو نو له دې حالت نه شو وتلی.

دراني صيب څه ښه ويلي دي:

که زړوه سره ورکړو او لاسونه سره يو کړو

دا کاڼي به لعلونه شي، دا بوټي به لونګ شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *