د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د یکشنبې په ورځ د یوه کرنیز فارم د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه چې د یوولس میلیونه افغانیو په ارزښت په اساسي شکل جوړیږي.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل چې یاد فارم د کرنې ریاست په چوکاټ کې جوړیږي چې له مخې به یې پکتیکا ولایت په کرنیزه برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.
ښاغلي وحدت دغه راز په دې ولایت کې د بیارغونې له روانو او راتلوونکو پروژو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د خلکو د ښېرازۍ په موخه دامهال ګڼې پروژې تر کار لاندې دي.
پکتیکا والي زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به د نورو پروژو ترڅنګ د پکتیکا په ارګون او مرکز ښرنه کې د شاوخوا ( ۱۴۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د بیارغونې دوې لویې پروژې پیل شي.
په ورته مهال د پکتیکا ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس نورالله سباوون وایي چې دکرنې ریاست په چوکاټ کې په څلوېښت جریبه ځمکه یو پراخ فارم جوړیږي چې د جوړېدو چارې به یې په راتلوونکو دریو میاشتو کې پای ته ورسیږي.
ښاغلي سباوون زیاته کړه، په یاد فارم به بېلابېل ډوله نیالګي تولیدوي، کرونده ګرو ته به پکې مسلکي کارونه ښودل کیږي، ددې ترڅنګ به د سولر سیستم، د اوبو سیستم او نور اړین سهولته ولري.
د یادونې ده، دیاد فارم د لومړۍ برخې تر جوړېدو وروسته به یې په دوهمه برخه کار پیلیږي چې احاطې دیوال او د موادو د ذخیره کولو لپاره ګدام پکې شامل دي.
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر