واضیح او څرګنده ده کله چې د اسلام او انسانیت دښمنان( طالب او داعش) د امنیتي ځواکونو لخوا د جګړي په ډګر کې له ماتي سره مخامخ بیا د غچ اخیستو په موخه زمونږ مظلوم او بی ګناه هیوادوال د ترهګریزو او ځانمرګو بریدونه په تر سره کولو سره په نښه کوي، چې یو ځل بیا دغو ترهګرو ، انسان وژونکو او خرڅو شوو ډلو د خپلو بادارانو د خوښۍ په موخه تیر ماښام د کابل ښار دشپږمي ناحیي اړوند سیمه کې لومړی پر یو ورزشي کلپ باندې ترهګریز برید تر سره کړل، کله چې ګن شمیر خلک د پیښي له شهیدانو او ټپیان سره د مرسته په موخه راټول شوي ول او همدا رنګه یو شمیر خبریالان د پیښي له سیمي څخه د ګزارشونو په برابرول اخته ول د اسلامیت او انسانیت دښمنانو لخوا د یو موټربم په واسطه بل برید هم ترسره شوو، چې د دغو پرلپسي بریدونو په ترڅ کې بیا هم زمونږ مظلومې او کړیدلې کورنۍ د خپلو عزیزانو په ماتم کې کینولي او د خبریالانو او ورزشکارانو په ګډون زمونږ په لسګونو تنه بې ګناه هیوادوال شهیدان او ټپیان شول، چې له هر څه د مخه د دغې خونړۍ او دردونکي پیښي شهیدانو ته د لوی څښتن تعالی له بارګاه څخه د جنت فردوس او ټپیانو ته یې عاجله شفاء او د پیښي عاملینو ته د جهنم غوښتنه کوو، الله تعالی دی د افغانستان د مظلوم ولس دښمنان په خپل قهر او عذاب کې اخته کړي، څنګه چې الله تعالی فرمایلي: وَ مَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزاؤُهُ جَهَنَّمُ خالِداً فيها وَ غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَ لَعَنَهُ وَ أَعَدَّ لَهُ عَذاباً عَظيماً نساء/۶۳.
خو له بده مرغه چې د طالب او داعش تر نامه لاندې ترهګریزی کړۍ تل دغه شان ناخوالی او کرغیړنی پیښی زمونږ د ولس پر وړاندې ترسره کړی او د افغانانو په وژلو یې خپل باداران خوشحاله کړي ، افسوس پداسی افغان چې د پردیو اهدافو په خاطر له مظلومو افغانانو نه قربانی اخلی او بیا د جهاد نوم ورکوی حال داچې د اسلام مقدس دین هیچاته اجازه نه ورکوي ترڅو د یو بیګناه او بی دفاع انسان ژوند ته زیان ورسوی. ولی بد بختانه چې دغو ترهګرو ډلو ته د یو انسان ژوند اصلاْ هیڅ راز اهمیت نلری ، نو له دې امله دا خپل دینی مسوولیت بولو ترڅو افغان ولس د دغي اسلام دښمنه کړیو په ماهیت خبر او هغوی وپوهوو چې داعش او طالب هغه افراطي ډلي دي چې د اسلام د بدنامولو په موخه فعالیت کوي اعمال او کړنلاره یې اسلامي دساتیرو سره هیڅ راز تړاو نلري بلکې په ټکر کې دي، نو لازمه ده چې د دغو انسان وژونکو ډلو د کړنو د مخنیوي او ځپلو لپاره د خپل ځان او ولس د خلاصون په موخه له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته او ملاتړ وکړو.
دا یو څرګند حقیقت دی چې د اسلام او انسانیت د دښمنانو دغه ډول کړني د اسلام او انسانیت ضد عمل دی او عاملین به یې د الله جل جلاله د حکم پر بنست د جهنم په سرو لمبو کې سوزیږی او ابدالابد به په جهنم کی اوسیږی او د افغانستان شریف ولس دی یقین ولري چې د الله جل جلاله د ژمني مطابق ، حق تل بریالی دی او انشالله ترهګر به زر ترزره له منځه ځي او له خدای (ج) نه خواست کوو نور مو په ګران هیواد افغانستان کې یوه سراسری سوله او ثبات قایم او نور د جګړي او انتحار له شر نه مو مظلوم او ګړیدلي ولس ته خلاصون ورکړي .