تاند- د سویډن لویه څارنوالي وايي، هغې محصلې ته، چې د یوه افغان پناه غوښتونکي د بېرته ستنولو مخه یې ډب کړې وه، دوسیه جوړوي چې محاکمه شي.

د سویډن لوی څارنوال جیمز فون د خپل هیواد تلویزیون ته وویل، داسې دلایل شته چې د سویډنۍ محصلې ایرن ایرسن جرم ثابتوي او لویه څارنوالي غواړي چې هغې ته دوسیه پرانیزي.

ایلن ایرسن د سږکال د جولای په وروستیو کې په الونکه کې د یوه افغان پناه غوښتونکي له لیدو وروسته د الوتکې پر سیټ یا چوکۍ له کښېناستو انکار وکړ او ویې ویل تر هغو به کمربند ونه تړي او پر سیټ به کښېنني چې افغان پناه غوښتونکی له الوتکې کښته کړای شوی نه وي. د سویډن پولیسو غوښتل چې افغان خپل هیواد ته په زوره ستون کړي.

ایلن ایرسن خپل احتجاج د فیسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه خپراوه.

له هغې د الوتکې عملې بیا بیا وغوښتل چې پر حپله چوکۍ کښېني خو دې تر هغو انکار ته دوام ورکړ چې د الوتکې عمله او پولیس مجبوره شول چې د افغان پناه غوښتونکي له لېږلو تېر شي.

د الوتکې ځینو سپرلیو د اغلې ایرسن ملاتړ وکړ خو ځینو نورو ورته وویل چې د دوی وخت دې نه ضایع کوي.

دې په ځواب کې وویل«تر څو چې یو تن هم په الوتکه کې ولاړ وي پېلوټ الوتکې ته حرکت نه شي ورکولی. زه یوازې دا غوښتنه لرم چې دا پناه غوښتونکی دې په زوره نه استول کېږي. څه چې زه کوم قانونی دي او هیڅ جرم نه دی.»

هماغه وخت هم د سویډن پولیسو ویلي و، هغه سپرلۍ چې د پېلوټ د غوښتنې خلاف کار وکړي، ممکن مجرم وګڼل شي.

اوس د سویډن لوی څارنوال وايي«دې ښځې (ایرسن) لومړی ځل دی چې جرم یې کړی او له همدې کبله د الوت د قوانینو د سرغړونې په خاطر جریمه شوې او کېدای شي چې تر ۶ میاشتو پورې بندي شی.»

د اخراجېدونکي افغان په اړه وروسته وویل شول چې اسماعیل خواري نومېږي، ۲۶ کلن دی او د الوتکې عمله او پولیس اړ شول چې له ۲ ساعته ځنډ وروسته نوموړی له الوتکې کښته او په یوه بله الوتکه کې یې افغانستان ته ولېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *