تاند- بي ایم ډبلیو (BMW) کمپنۍ د لومړني اتومات یا بې چلوونکي موټرسایکل ویډیو خپره کړه.
دا اتومات موټر سایکل، چې (R1200GS) نومېږي، د سټیفن هنس په مشرۍ د بي ایم ډبلیو د انجنیرانو ډلې جوړ کړی دی.
بي ایم ډبلیو جرمنۍ کمپنۍ، چې د نړۍ خورا ښه موټر جوړوي، غواړي چې بې چلوونکي موټر هم راوباسي.
دا موټرسایکل داسې پروګرام شوی چې پخپله چالانېږي، ګول کېږي، سرعت اخلي، لاره مومي.
دا موټرسایکل په عین حال کې په خپله یا په اتومات ډول خپل سرعت کموي او بالکل درېږي.
بي ایم ډبلیو کمپنۍ وايي چې دا موټرسایکل لږترلږه اوس خرڅلاو ته نه وړاندې کوي.
په دې موټرسایکل اوس دا ازمېښت کېږي چې د لویو لاریو ترڅنګ د تېرېدو په مهال د هغو د باد په وړاندې څومره مقاومت لري.