تاند- چین نن /سې شنبه/ وویل چې له طالبانو سره د سولې او پخلاینې لپاره د عمل د پلان د ملاتړ او د منځګړتوب لپاره افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر هرکلی کوي.

د اکانومیک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، شاه محمود قریشي د شنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ او له ولسمشر غني سره په کتنه کې یې موافقه وکړه چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره همکاري کوي.

د قریشي د سفر په اړه د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ګینګ شوانګ وویل، چین کابل ته د قریشي له سفره وروسته د دواړو هیوادونو (افغانستان او پاکستان) د مثبتو بیانونو ستاینه کوي.

ده زیاته کړه«چین د افغانستان او پاکستان دوست دی. موږ هیله لرو چې دوی به په ښه او مناسب ډول په خپل منځ کې اړیکې وغوړوي.

موږ د دوی مثبتې څرګندونې ستایو؟ چین د افغانستان د پخلاینې د پروسې لور ته د دوی د حرکت او د عمل پلان د نطبیق ملاتړ کوي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی همداراز وویل«چین به په دې برخه کې د رغنده رول لوبولو ته دوام ورکړي او له افغانستان او پاکستان سره په نژدې تماس کې به په دوهمه درې اړخیزه غونډه کې درې اړخیزې همکارۍ زیاتې کړي.»

تېره اوونۍ د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوه شننه کې وویل چې د پاکستان تر ټولو نژدې دوست چین په دې خوابدی دی چې پاکستان د افغانستان په سوله کې د زړه له کومې همکاري نه کوي. په شننه کې ویل شوي و چې چین ته د افغانستان امنیت زیات مهم دی ځکه چې له یوې خوا افغانستان د چین بېلتون غواړو ایغورانو ته نژدې پروت دی او له بلې خوا تر څو چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې چین خپلې پروژې په پاکستان کې هم په اسانه نه شي پلې کولی.

چین له تېر کال راهیسې هڅه پیل کړې چې طالبان د افغانستان له حکومت سره سولې ته حاضر شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *